د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۴

بادام څه ډول میوه ده؟


د ژوند په شیبو کې خپرونه کې د بادامو په اړه معلومات اورئ:

بادامو د ونې لومړنۍ مېنه لویدېځه اسیا ګڼله کېږي، ونه يې قوي رېښه لري، کولای شي په ډير کم (نم) وپايي او وده وکړي، د بادامو د ونې پاڼې بیضوي شکل لرې، ګل یې ښکلی دی او د پسرلي په سرکې غوړېږي.

میوه يې ترګل وروسته په ۷۰ او ۷۵ ورځو کې ټولېږي، بادم دوه پوښه لري چې يو يې تر پخیدلو له مخه له منځه ځي او دوهم یې نورهم کلکیږي.

په افغانستان کې ډېر بادم په بلخ، تخار،بغلان، سرپل، سمنګان، زابل، کندوز، ارزګان، کندهار او هرات کې کېږي، مشهور ډولونه يې د خلکو ترمنځ د، ستار بايي، خيرالديني، قهار بايي، کاغذي او مروجه باندې مشهور دي.

نور معلومات په خپرونه کې واورئ
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:09:58 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG