د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۴

کندهار کې د زعفرانو ازمایښتي کښتونو وده کړې


د کندهار په لويديځه څنډه مېروېس مېنه کې د "کوکران" په څېړنيز فارم کې د زعفرانو ازمایښتي کښتونه شوي دي.

دا د کندهار د محلي چارواکو د هغه هڅو برخه ده چې غواړي د کوکنارو د بدل په توګه د زعفرانو کښت په دې ولایت کې دود کړي.

د فارم څېړونکي نور محمد احمدي وايي، د زعفرانو له ازماښتي کښتونو څخه خوښ دي.

د احمدي په وینا د کندهار چاپيريال د زعفرانو لپاره مناسب دی او تمه ده چې د کلونو په تېريدو به په‌دې ولایت کې زعفران زيات حاصلات ولري:

"د کندهار ځمکي د زعفران لپاره ډيري مناسبي دي او بل ښه‌والی یې دا دی چې زعفران په هغه موسم کې اوبو ته ضرورت لري چې نور نباتات او ونې اوبو ته ضرورت ونه‌لري."

ارشیف
ارشیف

زعفران هغه بوټی دی چې کم لګښت او کمو اوبو ته اړتيا لري.

دا مهال د کندهار په دوو ولسوالیو ډنډ او دامان کې په ازمایښتي بڼه د کرنې رياست له‌خوا د زعفرانو کښتونه شوي دي.

د کندهار د کرنې رئیس سيد حافظ الله سيدي وایي، ډېر ژر به کندهار کې د کوکنارو د کښتونو ځای زعفران ونیسي او په خبره یې چې د زعفرانو له کښتونو سره د بزګرانو لېوالتیا هم زياته شوې ده.

نوموړي وايي:

"دا دوه درې کاله کېږي چې موږ غواړو زعفران مروج کړو او دا د کوکنارو ښه بدیل دی او بل لکه څنګه چې موږ کمې اوبه لرو او زعفران یوازنی هغه نبات دی چې کمې اوبه غواړي."

د افغانستان زعفران په نړۍ کې ښه نوم لري.

د زعفرانو تر ټولو زيات حاصل دا مهال له لويديځ هرات ولایت څخه ترلاسه کېږي.

راپو : صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG