د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۰

پر اوکراین د روسیې هوايي بریدونه؛ ځاني او مالي زیانونه یې اړولي


په اوکراین کې د روسیې د تازه بریدونو له کبله د یوې ویجاړې شوې ودانۍ انځور
په اوکراین کې د روسیې د تازه بریدونو له کبله د یوې ویجاړې شوې ودانۍ انځور

پر اوکراین د روسیې د هوايي بریدونو د وروستۍ څپې په لړ کې د تېرې شپې په بریدونو کې یو شمېر ولسي اوکراینیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

تېره شپه د اوکراین پر بېلابېلو سیمو د روسیې په بریدونو کې ګڼو اوکراینیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

دا خبره اوکرایني چارواکو نن یکشنبه وروسته له هغه کړې چې د دې هېواد ولسمشر ولودومير زيلينسکي وویل، اوکراین په دې هېواد کې دننه د روسیې د هوایي بریدونو مخنیوي ته دوام ورکوي.

زيلېنسکي د سپټمبر په ۸مه نېټه ناوخته په یوه وېډیو کې وویل چې تېره اوونۍ روسي ځواکونو پر اوکراین باندې له "۸۰۰ څخه زیات د ټانک ضد توغندي، نږدې ۳۰۰ شاهد ډرونونه او له ۶۰ څخه زیات بالستیک توغندي" ويشتلي دي.

هغه وویل: "دا ترهه یوازې په یوه لاره په ډاډمنه توګه بندېدلې شي او هغه دا چې د روسيې پر پوځي هوايي ډګرونو، د هغوی پر پوځي اډو او د روسي ترهګرۍ پر لوجيستیک بریدونه وشي."

د اوکراین د هوايي ځواک په وينا، روسیې د سپټمبر د اوومې او اتمې نېټې ترمنځ د شپې پر مهال له بلګورود سيمې څخه څلور رهبري شوي توغندي او ۲۳ ايراني ساخت شاهد ډرونونه توغولي دي.

په ټیليګرام کې په خپاره شوي دې بیان کې زیاته شوې: "د اوکراين دفاعي ځواکونو د هوايي دفاع توغنديو، ګرځنده جګړیزو ګروپونو او د برښنايي جګړې واحدونو د دښمن بريدونه پر شا تمبولي دي."

د راپورونو له مخې، د روسیې د تېرې شپې په بریدونو کې د اوکراین په سومي ښار کې یوه بوډۍ ښځه او یو سړی وژل شوي او د ځايي چارواکو د وینا له مخې، څلور نور کسان ټپیان شوي چې په کې یوه دوه کلنه نجلۍ او یو اته کلن هلک شامل دي.

ویل کېږي چې په دې سیمه کې يو کور ويجاړ شوی او شل نور کورونه زيانمن شوي دي.

د ازادي راډيو اوکرايني څانګې د یکشنبې په ورځ د سپټمبر په ۸مه خبر ورکړی چې لږ تر لږه یو کس د دونیڅک سيمې په مېکولایفکا ښار کې پر يوه هوټل باندې د روسیې په برید کې وژل شوی دی.

د ژغورنې ټیمونه ټوله شپه هڅه کوله چې په سيمه کې دوه ورک شوي کسان پيدا کړي.

په پلازمېنه کيیف کې چارواکو د یکشنبې په ورځ وویل چې لږ تر لږه دوه کسان د ناڅرګندې چاودنې په ترڅ کې د موټر جوړولو په یو فابریکه کې وژل شوي دي.

د کيیف پوځي ادارې په ټیليګرام کې لیکلي: "د لومړنیو معلوماتو له مخې، دوه کسان وژل شوي دي او ممکن نور کسان د کنډوالو لاندې وي."

دوی زیاته کړې چې ژغورونکي په سيمه کې دي.

چارواکو ویلي چې په سیمه کې یو دوه پوړیزه ودانۍ نیمه ویجاړه شوې ده.

بلخوا د روسيې د بلګورود سيمې والي ویلي چې درې کسان چې په کې دوه ماشومان هم شامل دي، ټپیان شوي او دوه کورونه د مرمۍ د لګېدو له امله ویجاړ شوي دي.

والي ویچیسلاو ګلادکوف لیکلي چې د شپې مهال د هوايي دفاع ځواکونه فعال شول او یوه څو هوايي هدفونه یې نسکور کړل.

ازادي راډیو په خپلواکه توګه د دې راپورونو تایید نه شي کولی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG