د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۴

د ایران له لوري روسیې ته د بالستیک توغندیو پر احتمالي استولو اندېښنه وښودل شوه


د ایران له لوري جوړ شوي توغندي چې ویل کېږي روسیې ته استول کېږي.
د ایران له لوري جوړ شوي توغندي چې ویل کېږي روسیې ته استول کېږي.

اوکراین د ایران له لوري روسیې ته د بالستیک توغندیو د استولو د احتمال له کبله اندېښنه څرګنده کړې ده.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت پرون شنبې د سپټمبر اوومه وویل چې روسیې ته د ایران له‌خوا د بالستیک توغندیو د احتمالي استولو د راپورونو له پلوه ژوره اندېښنه لري.

دې وزارت په یوه بیان کې چې د ایمیل په وسیله خبریالانو ته استول شوی، ویلي دي چې د تهران او مسکو ترمنځ د پوځي همکاریو پراختیا د اوکراین، اروپا او د منځني ختیځې لپاره یو ګواښ دی.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې په دې برخه کې پر روسیې او ایران فشارونه زیات کړي.

له دې یوه ورځ مخکې د امریکا سي‌این‌این تلوېزیوني شبکې او وال‌ سټریټ ژورنال ورځپاڼې د جمعې په ورځ راپور ورکړ چې ایران روسیې ته د لنډ واټن ویشتونکي بالستیک توغندي استولي دي.

دې شبکو دا راپورونه د هغو سرچینو له قوله ورکړي دي چې نومونه یې نه دي افشا شوي.

رویټرز خبري آژانس په تېره اګست میاشت کې راپور ورکړی و چې روسیه تمه لري په نژدې راتلونکي کې له ایران څخه د فتح ۳۶۰ په نوم د لنډ واټن ویشتونکي توغندي ترلاسه کړي.

د رویټرز په راپور کې راغلي و چې د روسیې لسګونه پوځي کارکووونکي په ایران کې روزل کېږي څو له دې توغندیو څخه چې لارښوونه یې د سټلایټ په وسیله کېږي، د کار اخیستلو لارې چارې زده کړي.

د راپور له مخې ایران روسیې ته دا بالستیک توغندي د دې لپاره ورکوي چې د اوکراین په جګړه کې کار ترې واخلي.

متحدایالات چې د اوکراین له اصلي متحدانو څخه دی، د جمعې په ورځ روسیې ته د دې توغندیو د استول کېدو پر احتمال اندېښنه څرګنده کړه او د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار شان ساویټ ویلی وو چې د ایران له خوا روسیې ته د فتح ۳۶۰ توغندیو سپارل به د دې ثبوت وي چې تهران پر اوکراین د روسیې د تېري پوره ملاتړ کوي، خو په نیویارک کې د ملګروملتونو په مقر کې د ایران استازولۍ د تېرې جمعې په ورځ وویل چې د اوکراین د کړکېچ په مسئله کې د ایران دریځ نه دی بدل شوی.

په ملګرو ملتونو کې د ایران ماموریت دا هم ویلي وو چې تهران د جګړې له ښکېلو اړخونو سره د مرستو په ناوړه عواقبو پوهېږي ځکه د مرستو زیاتول د لا دېرو انساني تلفاتو، د نورو تاسیساتو د ویجاړېدو او د اوربند له خبرو د لیرې کېدلو معنا لري چې د ایراني چارواکو په وینا غیرانساني عمل دی.

د ایران استازولۍ همداراز ویلي چې ایران نه یوازې په خپله په دې کړکېچ کې له ښکېلتیا څخه ډډه کوي بلکې له نورو هېوادونو څخه هم غواړي چې په جګړه کې ښکېلو اړخونو ته د وسلو له چمتو کولو ډډه وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG