د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

منګوليا کې د پوتين تود هرکلی؛ اروپايي ټولنې پرې نيوکه کړې


د منګوليا له ولسمشر سره د ولاديمرپوتين ليدنه
د منګوليا له ولسمشر سره د ولاديمرپوتين ليدنه

اروپایي ټولنې په‌دې اړه چې منګولیا ولې د روسیې ولسمشر ونه نیو، خواشینې څرګنده کړې ده.

اروپایي ټولنې پرون سه‌‌شنبې پر منګولیا انتقاد وکړ، چې د روسیې د ولسمشر ولادمیرپوتین د نیولو په اړه یې د جرمونو د نړیوالې محکمې یا ICC چې دا هېواد یې هم غړیتوب لري، حکم نه‌دی عملی کړی.

اروپایي ټولنې په یوه اعلامیه کې په‌دې اړه خواشینې څرګنده کړې او ویلي یې دي، منګولیا چې د روم د منشور پر اساس د ICC غړی هېواد دی، د خپلو مسوولیتونو له‌مخې یې د پوتین د نیولو لپاره د دې محکمې حکم نه‌دی عملي کړی.

پوتین د سه‌شنبې د ورځې وختي د منګولیا پلازمېنې اولان باتور ته د سفرپه ترڅ کې د دې هېواد له ولسمشر اوخنا خورلسوخ Ukhna Khurelsukh سره وکتل.

دا د ۲۰۲۳ کال د مارچ له میاشتې راهیسې چې ICC د پوتین د نیولو حکم صادر کړی، اول ځل دی چې نوموړی د دې محکمې یوه غړي هېواد ته سفر کوي.

د ازادې اروپا / ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور له‌مخې د جرمونو نړیواله محکمه د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ له میاشتې راهیسې چې پوتین پر اوکراین د روسیې د بشپړ یرغل امر ورکړی او وروسته یې د اوکراین له اشغال شویو سیمو په غیرقانوني توګه ماشومان روسیې ته لېږدولي، په تعقیب پسې ده.

منګوليا ته د ورسيې د ولسمشر سفر
منګوليا ته د ورسيې د ولسمشر سفر

د منګولیا د حکومت یوه ویاند وویل، چې پوتین ځکه نه‌شي نیولی چې دا څه باندې درې ميلیونه نفوس لرونکی هېواد چې له روسیې او چین سره ګډې پولې لري، د روسیې پر انرژۍ متکي دی.

منګولیا د اړتیا وړ د تېلو ۹۵سلنه محصولات او څه باندې شل سلنه برېښنا له خپلو نژدې ګاونډیانو واردوي، چې د دې ویاند په خبره هغه یې د هېواد د بقا لپاره ډېر مهم دي.

د منګولیا د حکومت دې ویاند همدارنګه ویلي، هېواد یې تل د ډیپلوماتیکو اړیکو په برخه کې یوه بې پرې پالیسۍ مخته وړې ده چې هغه تر ننه پورې د دوی په رسمي اعلامیو کې څرګندیږي.

د منګولیا چارواکو د اولان باتور په نړیوال هوایي ډګر کې د پوتین لپاره سره غالۍ غوړولې وې او پذیرایي ګارډ یې هرکلی وکړ.

پوتین چې د شپې له‌خوا د روسیې له تووا سیمې اولان باتور ته رسېدلی، د منګولیا ولسمشر هغه تر حکومتي ماڼۍ پورې بدرګه کړ او مخکې له‌دې چې د تړلو دروازو تر شا غونډه ترسره کړي، دواړو د دې ماڼۍ په انګړ کې د چنګیزخان مجسمې ته درناوی وکړ.

د راپورونو له‌مخې دواړو مشرانو اولان باتور ته د الوتنو د تېلو د اکمالاتو او د منګولیا د برېښنا د تولید د ستګاه د نوي کولو لپاره قراردادونه لاسلیک کړل.

پوتین همدارنګه د ریل‌ګاډي له لارې د دواړو هېوادونو د ښو نښلولو لپاره هم خپل پلانونه په ډاګه کړل.

دا په پنځو کلونو کې منګولیا ته چې په ۲۰۰۳ کال د جرمونو له نړیوالې محکمې سره یوځای شوی، د پوتین لومړی سفر دی.

لوېدیځو سازمانونو او چارواکو منګولیا ته له رسېدو سره سم د پوتین د نیولو غوښتنه کړې وه.

د اروپایي کمېسیون ویاندې نبیلا مسرالي ویلي، لکه د نورو هېوادونو په څېر منګولیا هم حق لري چې خپلو ګټو ته په پام نړیوالو اړیکو ته پراختیا ورکړي، خو د پوتین په اړه د جرمونو نړیوالې محکمې د هغه د نیولو حکم صادر کړی و.

د روسیې پخواني ولسمشر او د دې هېواد د امنیتي شورا مرستیال دیمیتري میدویدیف پرون سه‌شنبې په یوه بیان کې وویل، د ICC د نیولو حکم غیرقانوني دی.

نوموړي هغو کسانو ته چې د پوتین د نیولو غوښتنه کوي، د لېونیانو خطاب وکړ.

له منګولیا څخه د پوتین کتنه په ۱۹۳۹ کال د خلخین ګول په سیمه کې د جاپاني پوځ په وړاندې د شوروي او د منګولیا د ځواکونو د بریا له ۸۵ کلیزې سره همغږې ده.

XS
SM
MD
LG