د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۹

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کشاله؛ يوشمېر سوداګر: رامنځته شوې ستونزې لا نه‌دي حل شوي


د پاکستان اړخ ته د تورخم-پېښور پر لویه لار په سوداګریزو توکو بار موټرې
د پاکستان اړخ ته د تورخم-پېښور پر لویه لار په سوداګریزو توکو بار موټرې

که څه هم د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت وايي، له پاکستان سره په سوداګرۍ کې ستونزې حل شوي، خو افغان سوداګر وايي د افغانستان او پاکستان په سوداګرۍ کې راغلې نورې لانجې لا هم پر ځای پاتې دي.

که څه هم په زرګونو موټرچلوونکو پر تورخم او نورو دروازو د تګ راتګ لنډمهاله اسناد یا ټاډ ترلاسه کړی، خو پر تورخم دروازه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ بهیر لا هم عادي شوی نه‌دی.

د ټاډ (TAD- Temporary Admission Document) په نوم د دغه لنډمهاله سند په مرسته افغان او پاکستاني موټرچلوونکي کولی شي د شپږو میاشتو لپاره له پاسپورټ یا ویزې پرته تګ راتګ وکړي، خو په هرو شپږو میاشتو کې باید دغه لنډمهاله سند تمدید کړي.

"زموږ د معلوماتو له‌مخې تر اوسه د افغانستان لوري کې له ۴۰۰۰ تر ۴۵۰۰ موټرو ته ټاډ سند ورکړل شوی
خان جان الکوزی

دغه سند په کابل کې د پاکستان د سفارت او په پاکستان کې د طالبانو د ډیپلوماتیکو ماموریتونو له‌خوا د سلو ډالرو په بدل کې برابرېږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي یوه غړي خان جان الکوزي پرون ازادي راډیو ته وویل، تر اوسه زرګونو موټر چلوونکو ته ټاډ سندونه ورکړل شوي.

هغه وايي: "زموږ د معلوماتو له‌مخې تر اوسه د افغانستان لوري کې له ۴۰۰۰ تر ۴۵۰۰ موټرو ته ټاډ سند ورکړل شوی او پاکستاني لوري کې هم له ۱۵۰۰ څخه تر ۲۰۰۰ پورې موټرو ته دا سند ورکړل شوی دی. اوس خو اسلامي امارت او پاکستان په‌دې باور دي، چې له ټاډ سند پرته دې موټر تګ راتګ ونه‌کړي، ځینې مکلفیتونه دي، چې چلوونکی د مال د ورکېدو مخه نیسي او تجار هم ترې خوښ دی، لا هم ځینې چلوونکي د ځینو تخنیکي ستونزو له کبله دا سند نه‌دی اخیستی، یا د دوی جواز سیر مکمل نه‌دی، یا لایسنس ونه‌لري یا یې تخنیکي معاینه نه وي، دوی دا سند نه‌دی اخیستی."

خان جان الکوزی
خان جان الکوزی

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت ویاند امام‌الدین احمدي پرون ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټاډ سند په لاسلیک سره د افغانستان او پاکستان په صادراتو او وارداتو کې ستونزې حل شوې دي.

ځینو موټر چلوونکو اعتراض کړی، چې د ټاډ سند ترلاسه کول زیات وخت نیسي او د هغه لپاره زیاتو نورو کاغذونو او اسنادو ته اړتیا وي.

د تازه مېوو ځینې افغان سوداګر وايي، له دوو اوونیو یوه بله لانجه دا راغلې چې په خیبر دره کې ځینو کسانو د اعتراض په ډول د سوداګرۍ لاریو مخه نیولې ده.

دا له تیرا سیمې د ناامنیو له کبله لس کاله مخکې هغه بېځایه شوي کسان دي، چې خپلو سیمو ته د ستنېدو غوښتنه لري، خو د پاکستان حکومت یې لا غوښتنې نه دي منلي.

د افغانستان د تازه مېوو سوداګر، محمد یمین حمیدي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د لاریو د تګ راتګ مخه نیول شوې ده.

نوموړي وويل: "لارۍ مو ولاړې دي، زموږ ستونزې ته پاکستان هېڅ پام نه‌کوي، چې له دغه قوم سره دا ستونزه حل کړي او دا لاره خوشې کړي. زموږ په سبزیو او مېوو بار لارۍ دي، چې اوس به خوسا شوې وي، غواړو د خپلې کرایې پیسې هم په لاس راکړي."

تورخم دروازه
تورخم دروازه

د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی او د پاک - افغان ګډې خونې سلاکار دوکتور مخلص احمد وايي، د تورخم له لارې د مالونو د تګ راتګ بندېدو افغان سوداګر سخت زیانمن کړي دي.

نوموړي ازادي راډيو ته وويل: "مسافر تګ راتګ کوي، خو زموږ ترانزیت مطلق بند دی، د افغانستان او افغانستان صادرات د شلمان له لارې کېږي چې تقریباً پنځه شپږ ساعته فاصله هم زیاتېږي، ډېره خطرناکه لار هم ده او هره ورځ یوه یا دوې لارۍ چپه کېږي. د دې تر څنګ دا کار د مالونو د خرابېدو سبب شوی هم دی. هم د پاکستان له حکومت او هم ځايي قبایلو غواړو چې تجارت او ټرانزیت د دغو ستونزو ښکار نه‌شي."

په اسلام‌اباد کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت د اګست پر ۲۸مه په یوه اعلامیه کې د پاکستان له حکومته د تورخم لارې د خلاصېدو په برخه کې د جدي پاملرنې غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او نورو سوداګرو غوښتنه کړې، چې ټرانزیت او تجارت دې له سیاست جلا وګڼل شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG