د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۸

د سالنګ لارې تړل کېدل؛ سوداګر: د نږدې بديل سړک د نه‌شتون له امله به د توکو بيې لوړې شي


د سالنګ لويې لارې د رغونې يو انځور
د سالنګ لويې لارې د رغونې يو انځور

د سالنګ لویه لار يو ځل بيا د لویو بار وړونکو موټرو پر مخ وتړل شوه.

د بيا رغونې او کانګريټ کولو په موخه د سالنګ د لويې لارې بندېدلو سوداګر او د بار وړونکو شرکتونو مسوولين اندېښمن کړي او د طالبانو له حکومت غواړي چې د دغې لويې لارې د جوړېدو چارې دې ژر تر ژره بشپړې کړي.

دوی ازادي راډيو ته وویل، د دې لویې لارې بندېدل د وسايطو او توکو پر بیو منفي اغېز کوي او د نږدې بدیل سړک له نه‌شتون سره دوی ته ډېر زیانونه اوړي.

"سالنګ د سوداګرۍ او لویو موټرو د تګ راتګ پر مخ تړل شوی، دا زموږ مېوو او سبزیجاتو ته ډېر لوى زیان رسوي
حاجي عبدالغفور

د یوه بار وړونکي شرکت مسوول شاهین وايي، د سالنګ د لویې لارې د بندېدو له امله د دوی باروړنکي موټر د شیبر له لارې تخار او کندز ته تللي.

نوموړی وايي: "موږ دوه موټره مال بار کړ او د شیبر له لارې تخار او کندز ته ولاړل. اوس چې د کمېسيون له لارې له ترانسپورت څخه موټر ترلاسه کوو، يو موټر د تخار لپاره په يو لک او ٢٠ زره راکوي، که د سالنګ لار خلاصه وه د يو موټر مو ٢٥ زره ورکولې، ټول زيان کوو، ان‌شاالله چې زر ستونزه حل شي او لاره خلاصې شي."

د مېوو او سبزیو یو سوداګر حاجي عبدالغفور هم د لویو بار وړونکو موټرو پر مخ د سالنګ د لویې لارې د بندېدو په اړه اندېښمن دی.

حاجي عبدالغفور ازادي راډيو ته وويل: "سالنګ د سوداګرۍ او لویو موټرو د تګ راتګ پر مخ تړل شوی، دا زموږ مېوو او سبزیجاتو ته ډېر لوى زیان رسوي، ځکه د شيبر او خاواک له لارې سبزیجات او مېوې ژر خرابیږي، ډېر مقاومت نه‌لري، ځکه چې سبزیجات او مېوې ډېر زر زيامنونکي دي."

سوداګر وايي، که لاره خلاصه نه‌شي، د توکو بيې به څو برابره لوړې شي.
سوداګر وايي، که لاره خلاصه نه‌شي، د توکو بيې به څو برابره لوړې شي.

دوی وړاندیز کوي چې د طالبانو حکومت باید بار وړونکو موټرو ته د شپې له‌مخې د څو ساعتونو لپاره له‌دې لویې لارې د تېرېدو اجازه ورکړي، څو د دوی کاروبار زیانمن نه‌شي.

که څه هم د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت له‌دې وړاندې اعلان کړی و، چې د بیارغونې له پیل سره سم به دغه لویه لار د بار وړونکو او مسافر وړونکو موټرو پر مخ وتړي، خو د مسافر وړونکو شرکتونو مسوولین وايي، چې دا ستونزه د اوس لپاره هواره شوې ده.

د یو مسافر وړونکو شرکت مسوول عبدالقهار ستاري ازادي راډيو ته وویل: "موږ دا وړاندیز د سالنګونو د قوای کاري قومندان ته وړاندې کړ او هغه وزیر ته وړاندیز وکړ، حکم یې واخیست او لویه لار د مسافر وړونکو موټرو پر مخ خلاصه ده او خوشبختانه موږ ته يې د تګ را تګ اجازه راکړې ده."

د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس د پنج‌شنبې په ورځ د سنبلې په لومړۍ نېټه په خپله ایکس‌پاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي، چې د سالنګ د لویې لارې د پخولو کار پیل شوی او د کار د چټکتیا په موخه به سر له نن څه دا لاره د لویو او باروړونکو موټرو پر مخ تړلې او یوازې کوچني مسافر وړونکي موټرو ته به اجازه ورکړل شي چې تګ راتګ وکړي.

دغه وزارت د زمري په میاشت کې ویلي وو، د سالنګ لویه لار به د سنبلې له لومړۍ نېټې وروسته د بیارغونې د پیل په موخه د بار وړونکو او مسافر وړونکو موټرو پر مخ وتړل شي.

ياد وزارت وايي، د سالنګ لویه لار به تر هغه پورې تړلې وي چې، د بیارغونې بهیر بشپړ شوی نه وي.

د سالنګ لویه لار د افغانستان یوه له مهمو سوداګریزو او اقتصادي لارو څخه ده چې نهه شمالي ولایتونه له کابل سره نښلوي.

د دې لویې لارې د بیارغونې چارې تېر کال د طالبانو د حکومت له‌خوا پیل شوې او تمه ده چې سږ کال به یې چارې بشپړې شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG