د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۲

کابل ښار او ۱۵۰ بسونه؛ ښاریان: دا ډېر کم دي، ځینو سیمو ته هیڅ تګ راتګ نه لري


د کابل ښار څو بسونه، تصویر له ارشیفه
د کابل ښار څو بسونه، تصویر له ارشیفه

په کابل کې د ښاري بسونو د کمښت ستونزه چې د کابل ښاریانو لپاره یوه جدي ستونزه ده، لا هم نه ده حل شوې.

د کابل یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډيو ته وویل چې د ښاري ملي بسونو شمېر ډېر کم دی او په ځینو سیمو کې د دوی په خبره، بېخي نشته.

ماجبين چې دولتي کارکوونکې او د کابل ښار د دارالامان سيمې اوسېدونکې ده، وايي چې په دې مسیر کې يو ملى بس هم تګ راتګ نه لري.

هغه زیاتوي:

" زه په دارالامان کې اوسېږم، هره ورځ په دې مسير کې تګ راتګ کوم، په دې لېن کې هېڅ ملي بس نشته، موږ په شخصي موټرو کې تګ راتګ کوو او له ډېرو ستونزو سره مخ يو، ځکه دولتي مامورين يو، اته زره افغانۍ معاش اخلو. زما کرایه د ورځې ۸۰ افغانۍ کېږي."

د کابل ښار د اتمې ناحيې اوسېدونکی مصور هم ورته شکايت لري او وايي چې پر یاد مسير کې د ښاري بسونو شمېر ډېر کم دی.

نوموړي وويل:

"د شخصي موټرو کرايه ډېره لوړه ده او موږ نه شو کولاى، چې لوړه کرايه ورکړو. د عامه بسونو شمېر ډېر کم دى. موږ له دولت څخه غوښتنه کوو، چې نور عامه بسونه فعال کړي او د خلکو ستونزې هوارې کړي."

دوی وايي چې د ښاري وسايطو د کمښت له امله ډېری وخت د شپې ناوخته کور ته راګرځي او د ټکسي چلوونکي د شپې له خوا د زياتې کرايې غوښتنه کوي.

یو شمېر نور بسونه
یو شمېر نور بسونه

د طالبانو د حکومت تر واک لاندې د ملي بس دولتي شرکت هم مني چې د پلازمېنې کابل اوسېدونکو ته په کتو د ښاري بسونو شمېر ډېر لږ دى.

د دغه شرکت رییس عبدالولي سعد وايي، دوی د دې ستونزې د هوارۍ لپاره پر يو پلان کار کوي .

سعد زیاتوي:

"په ريښتيا هم اوس چې کابل ښار څومره ملي بسونو ته اړتیا لري، هغه شمېر ملي بسونه فعال نه دي، ډیرو ملي بسونو ته اړتیا ده، موږ د خلکو د ستونزو د هواري لپاره پوره هڅه کوو او له یو شمېر سوداګرو سره مو لیدلي چې په دې برخه کې پانګونه وکړي او خلکو ته عصري خدمات وړاندې کوي."

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ویاند امام الدین احمدي له ملي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې د طالبانو د حکومت تر واک لاندې یې د کابل ښار په بېلابېلو مسيرونو کې د ښاري موټرو د تنظیمولو پلان جوړ او د عملي کېدو په حال کې دی.

کابل ښاریان په ټکسي موټرو کې د تګ راتګ د کرایو له لوړوالي هم شکایت لري
کابل ښاریان په ټکسي موټرو کې د تګ راتګ د کرایو له لوړوالي هم شکایت لري

د کابل ښار اوسېدونکي په داسې حال کې د شخصي موټرو چې سورلي لېږدوي د لوړ کرايې او د ښاري بسونو له کموالي شکايت کوي چې د طالبانو د حکومت تر کنترول لاندې د ملي بس شرکت مسوولين وايي چې په لنډو مسيرونو لپاره، ښاري بسونو کې د يوه کس کرايه پنځه افغانۍ ده، او په اوږده مسيرونو کې ۱۰ افغانۍ ټاکل شوې.

دا په داسې حال کې ده چې کابل ښاریان وايي چې شخصي موټرو کې دلېږد را لېږد پر مهال له ۲۰ تر ۳۰ افغانۍ ترې اخيستل کېږي.

د طالبانو د حکومت تر واک لاندې د ملي بس شرکت د معلوماتو له مخې، اوس مهال د کابل ښار په ۱۶ بېلابېلو مسيرونو کې شاوخوا ۱۵۰ ښاري بسونه فعالیت کوي چې د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي یې د خپلو ستونزو د حل لپاره کافي نه بولي او غوښتنه کوي چې دا بسونه نور هم زیات شي.

XS
SM
MD
LG