د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۸

د کابل د واټونو د سر پلورونکي د طالبانو له ناوړه چلند څخه شکایت کوي


د کابل ښار یوه څنډه
د کابل ښار یوه څنډه

په کابل ښار کې د واټونو د سر پلورونکي شکایت کوي چې د طالبانو تر کنترول لاندې د کابل ښاروالۍ لخوا له ناوړه چلند سره مخ دي.

په کابل ښار کې د واټونو د سر یو شمېر پلورونکي وايي، په دې وروستیو کې د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې د ښاروالۍ لخوا له ناوړه چلند سره مخ دي.

یو شمېر دوی ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې په دې سړه هوا کې چې اقتصادي ستونزې یې لا پسې زیاتې شوي، د کابل ښاروالۍ د محدودیتونو له امله یې په عوایدو کې د پام وړ کموالی راغلی او د ښاروالۍ لخوا ټاکل شوې مالیه په ډېرۍ سختۍ سره ورکوي.

یو له دوی څخه فرحان چې کوټه سنګي یا میرویس میدان سیمه کې لاسي کراچۍ لري، ازادي رادیو ته وویل: "په واټونو مو کار کولو ته نه پرېږدي. عاید مو ډېر کم شوی دی او ان د مالیې ورکولو توان نه لرو."

خو نوموړي د دغه مالیې څرنګوالی او اندازه روښانه نه کړه.

نجیب، چې د مریم لیسې مخې ته پیرکي پلوري وايي، څو ځلې د ښاروالۍ لخوا یې کراچۍ یووړل شوې او له ناوړه چلند سره مخ شوی دی.

ارشیف: په کابل کې د یوه واټ پر سر د بولانیو یا پیرکیو خرڅونکی.
ارشیف: په کابل کې د یوه واټ پر سر د بولانیو یا پیرکیو خرڅونکی.

هغه وویل: "څو ځلې یې زما کراچۍ وړې. هغه ځایونو کې مو چې کار ښه چلېږي، لکه د مدرسې مخ ته او یا ښار او بازار کې د واټونو څنګ ته مو نه پرېږدي. هغه ځای ته یې وړي چې هلته کار نه شته. چې راځي ډېر غالمغال کوي او تا خبرې کولو ته نه پرېږدي."

۱۵ کلن عمران وايي، د شپږ کسیزې کورنۍ لګښتونه په لاسي کراچۍ د کار کولو له لارې پوره کوي، خو په خبره یې د کابل ښاروالۍ لخوا د محدودیتونو له امله سم کاروبار نه شي کولی.

عمران وايي: په کور کې شپږ کسه یوو. پلار مې هم وزګار دی. په کور کې هېڅ پیسې نه شته. موږ مجبوره یوو چې کار وکړو.

هغه وویل: "ښاروالۍ موږ نه پرېږدي چې کار وکړو. په کور کې شپږ کسه یوو. پلار مې هم وزګار دی. په کور کې هېڅ پیسې نه شته. موږ مجبوره یوو چې کار وکړو. که کار ونه کړو نو څه وخورو؟"

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې د کابل ښاروالۍ د پرله پسې اعلامیو په خپرولو سره له دوی څخه غوښتي چې په واټونو کې د نظم رامنځته کولو لپاره دې هلته کار نه کوي.

که څه هم د واټونو سر دا پلورونکي د کابل ښار په واټونو کې د نظم رامنځته کولو پلوي دي، خو دوی وايي چې د هټۍ کرایه کولو توان نه لري او دې ته اړ دي چې د لاسي کراچۍ له لارې د خپل کورنۍ لګښتونه پوره کړي.

د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې کابل ښاروالې مخکې ازادي راډیو ته ویلي وو چې دوی د هر متر مربع لوړه کرایه ۲۵۰۰ او ټیټه یې ۵۰۰ افغانۍ ټاکلې ده.

خو د دغه ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزي تازه د لاسي پلورونکو د ستونزو او دوی سره د ناوړه چلند په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

نوموړي شاوخوا یوه میاشت وړاندې بیا ازادي راډيو سره په خبرو کې ویلي وو: "واټونه د موټرو او پیاده‌رو د خلکو د تګ را تګ لارې دي، نو په هېڅ وجه لاسي پلورونکو ته دلته د کار اجازه نه ورکول کېږي."

د یادونې ده چې دا ستونزو په ړنګ شوي جمهوري نظام کې هم وه چې ظاهراً تر اوسه نه ده حل شوې.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG