د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۰

افغانستان ته له سفره د بینېټ منع کول؛ اروپايي ټولنې پرې ژوره خواشيني ښودلې


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ

اروپایي ټولنې افغانستان ته د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ پر ورتګ د بندیز په اړه د طالبانو پر پرېکړې ژوره خواشیني څرګنده کړې او له طالبانو یې غوښتي چې پر دې پرېکړې له سره غور وکړي.

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست د مشر د دفتر ویاند پیټرسټانو پرون پنجشنبې په خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر کې همدارنګه له طالبانو غوښتي چې ریچارډ بینېټ ته اجازه ورکړي چې د راپوراو اسنادو د چمتو کولو لپاره هېواد ته له خنډ پرته لاسرسی ولري او هم ورسره بشپړه همکاري وکړي.

په بیان کې همدارنګه ویل شوي چې اروپایي ټولنه د هغه د ماموریت او کار بشپړ ملاتړ کوي چې په‌کې د افغانستان له اوسنیو واکمنانو سره د دې هېواد د نړیوالو مسوولیتونو په پوره کولو کې همکاري هم شامله ده او زیاتوي دا د یوه داسې افغانستان د جوړولو لپاره مهمه ده چې هم په خپله او هم له ګاونډیانو سره په سوله کې ژوند وکړي.

تر دې مخکې د بشري حقونو د څار سازمان هم د طالبانو دغه اقدام غندلی او هغه یې شرمونکی بللی و.

د دغه سازمان د اسیا د برخې مشرې اېلین پییرسون د چهارشنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي چې افغانستان ته د بینېټ پر سفر د طالبانو بندیز باید د بشري حقونو د سرغړونو د مستند کولو او ځواب ورکولو په برخه کې د نړیوالې ټولنې اراده پیاوړې کړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د سې شنبې په ورځ د افغانستان له خصوصي رسنۍ، طلوع نیوز سره په مرکه کې تایید کړه چې پر ریچارډ بینېټ یې افغانستان ته په ورتګ بندیز لګولی او هغه ځکه چې د ده خبره، نوموړي د افغانستان ضد تبلیغات کول.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

خو ریچارډ بینېټ چې د ۲۰۲۲م کال په اپرېل کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا له‌خوا د افغانستان د بشري حقونو لپاره ځانګړی راپور ورکوونکی ټاکل شوی، د طالبانو د دغه بندیز پر وړاندې غبرګون ویلي چې ده په دوامداره توګه د افغانستان له واکمنانو سره د یوې شفافې ښکېلتیا هڅه کړې، د خپل مسوولیت له مخې یې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه مهمه ارزونه وړاندې کړې او د ښه‌والي لپاره یې مشخصې عملي سپارښتنې او هم د تخنیکي مرستې وړاندیزونه کړي دي.

د هغه په خبره، چېرته چې د نظراختلاف وي، رغنده خبرې اترې یې د حل یوازینۍ لاره ده.

نوموړي په یوه بیان کې همدارنګه ژمنه کړې چې له دې سره سره به په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو مستند کولو ته دوام ورکړي.

بینېټ له دې مخکې ویلي وو چې په افغانستان کې له ښځو او نجونو سره د طالبانو سخت چلند د بشریت ضد جنایت سره انډول بلل کېدای شي.

دا چې طالبان به د نړیوالو غوښتنو ته غاړه کېږدي او افغانستان ته د ریچارډ بینېټ پر ورتګ د بندیز پرېکړه به بېرته واخلي، د سیاسي او حقوقي چارو پوه او د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي پخوانی استاد نصراالله ستانکزی ډېر هیله‌من نه‌دی.

هغه بېګا ازادي راډیو ته وویل چې که طالبان دا کارهم وکړي ښایي امتیاز ترلاسه کړي.

د سیاسي او حقوقي چارو پوه او د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي پخوانی استاد نصراالله ستانکزی
د سیاسي او حقوقي چارو پوه او د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي پخوانی استاد نصراالله ستانکزی

ستانکزي وویل: "زه فکر کوم چې طالبان به په سادګۍ له خپلې دغې پرېکړې وانه‌وړي، مګر دا چې له دغې پرېکړې نه په استفادې له نړیوالې ټولنې نه څه امتیازات ترلاسه کړي، ښایي دا کار وشي ځکه تجربې ښودلې، په تېره د دوحې د غونډې په ارتباط د طالبانو موقف داسې و چې هغوی حتی اجندا ته تغیر ورکړ، دا یوه تجربه ده چې ښایي طالبان ترې استفاده وکړي."

د طالبانو حکومت د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو دغه مهم چارواکی داسې مهال دې هېواد ته له ورتګ څخه منع کوي چې له بشري حقونو په تېره د نجونو او ښځو له حقونو څخه د دوی سرغړونې یوه له هغو مهمو مواردو ګڼل کېږي چې د نړیوالې ټولنې له‌خوا یې د دوی د حکومت د په رسمیت پېژندلو مخه ډب کړې ده.

طالبانو په خپلې څه باندې دری کلنه واکمنۍ کې له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځیو او پوهنتوني زده‌کړو راګرځولې او پر ښځو د نورو بندیزونو ترڅنګ یې هغوی په ډېرو غیردولتي موسسو او دولتي ادارو کې له کار کولو منع کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG