د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۸

د بشري حقونو عالي کمېشنر د افغان ښځو او نجونو پر وضعیت سخته خواشیني وښوده


د بشري حقونو عالي کمېشنر وولکر ترک
د بشري حقونو عالي کمېشنر وولکر ترک

د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا د نړیوالې ټولنې له‌خوا د افغان ښځو پر رښتیني ملاتړ ټینګار وکړ.

د بشري حقونو شورا ۵۶مه ناسته چې له پرون جون اتلسمې پیل شوه د بحثونو یوه لویه برخه یې افغان ښځو او د هغوی پر وړاندې د طالبانو سختدریځیو ته ځانګړې وه.

د بشري حقونو عالي کمېشنر وولکر ترک په خپله وینا کې د افغان ښځو او نجونو پر وضعیت سخته خواشیني وښوده.

ترک وویل: "زه په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې روان سیستماتیک تاوتریخوالی، په ځانګړې توګه د زده‌کړې، کارموندنې او د ازادنه تګ راتګ له حقونو د هغوی محرومول غندم. په لویه کې د بشري حقونو مدافعین او د رسنیو کارکوونکي په خپل سري توګه په دې خاطر نیول کېږي او بند ته اچول کېږي چې نظریات یې له واکمنو چارواکو نیوکه ګڼل کېږي."

ترک وویل چې د ښځو د حقونو نقض او د مساواتو نه رعایتول شته لاسته راوړنې له منځه وړي او د پرمختګ مخه نیسي.

ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوه لاریون انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوه لاریون انځور

هغه اندېښنه وښوده چې ۲۰۳۰م کې به ښځې د تر ټولو بېوزلو خلکو لویه برخه جوړوي.

له کله چې طالبان د ۲۰۲۱م کال په اګست کې واک ته رسېدلي له شپږم ټولګي پورته افغان نجونې له زده‌کړو او بیا پوهنتونو ته له تګه محرومې شوي.

همدارنګه طالبانو لسګونه زره ښځې په نادولتي موسسو کې له کار منع کړي.

په دې سربېره یې تر ټولو تازه اقدام کې د افغان ښځینه دولتي کارمندانو په تېره معلمینو معاشونه نیمايي کم کړي. د بېلګې په توګه یې د ۵۰۰۰ افغانیو یوه اندازه ورته ټاکلې.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا مرستیالې نادا ناشف وویل افغانستان کې حقونه په پراخه کچه تر پښو لاندې شوي او افغان مېرمنې د نړیوالې ټولنې مداومې مرستې او جدي پاملرنې ته اړتیا لري.

د بشري حقونو شورا ته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورتر ریچارډ بینېټ
د بشري حقونو شورا ته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورتر ریچارډ بینېټ

د بشري حقونو شورا ته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارډ بینېټ خپل بشپړ راپور هم وړاندې کړ چې په‌کې طالبان د ښځو په وړاندې په سیستماتیک تبعیض باندې تورن شوي وو.

بینېټ ویلي، پر افغان ښځو د طالبانو محدودونکې تګلارې په افغان ټولنې خورا ناوړه اغېزې پرېښي او که نړیواله ټولنه د افغان ښځو د ملاتړ لپاره رغنده او کوټلي ګامونه پورته نه کړي جبران به یې سخته وي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG