د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۲

شپږیزې لیګ ته چمتووالی؛ سادات: له بهره ډېری افغان لوبغاړي افغانستان ته رسېدلي


د شپږیزې لیګ له مخکېنیو لوبو یو انځور
د شپږیزې لیګ له مخکېنیو لوبو یو انځور

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د شپږیزې لیګ نهم پړاو پیل ته پوره چمتووالی لري.

ټاکل شوې سبا دوشنبه د اګست۱۲مه په کابل کې د کرکټ شپږیزې لیګ نهم پړاو پیل شي.

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، دوی د دغه لیګ پرانیستې او ترسره کولو ته بشپړ چمتووالی لري.

سادات وايي: د ټکټونه بیې هم له ۵۰ تر ۱۰۰ افغانیو دي، هر سړی کولای شي ټکټ واخلي او لوبو ته راشي خپل اتلان له نږدې وګوري او له دې په زړه پورې سیالیو نه خوند واخلي.

د دغه بورډ ویاند سید نسیم سادات ازادي راډیو ته وویل: "دغه سیالۍ به انشاالله سبا رسماً پیل شي، د ورځې به دوه دوه سیالۍ ترسره کېږي، لومړۍ سیالۍ به د سهار په ۹ بجو او دویمه به یې له غرمې وروسته ۲ بجې. ډېری لوبغاړي رارسېدلي او ځینې نور چې پاتې دي هغوی به هم د پیل په لومړۍ ورځ راورسېږي او له خپلو لوبډلو سره به یو ځای شي. د ټکټونه بیې هم له ۵۰ تر ۱۰۰ افغانیو دي، هر سړی کولای شي ټکټ واخلي او لوبو ته راشي خپل اتلان له نږدې وګوري او له دې په زړه پورې سیالیو نه خوند واخلي."

سادات وایي، دا سیالۍ چې د اګست تر ۲۵مې نېټه به دوام ولري، د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د ملي تلوېزیون د سپورټ چینل له لارې به هم په ژوندۍ بڼه خپرې شي.

د کرکټ یو شمېر افغان مینه‌وال د دې سیالیو پیل ته خوشحاله دي.

د بغلان ولایت اوسېدونکي نصیر احمد شینواري ازادي راډیو ته وویل: "په اوسنیو شرایطو کې چې ډېری افغانان له اقتصادي او ټولنیز اړخه له ذهني فشار سره مخ دي، دغه ډول لوبې یې پر خوله مُسکا راوستلی شي."

د پروان ولایت اوسېدونکی هدایت‌الله راشد بیا وايي: "د ټکټونو د بیو په ارتباط، دا چې اکثره وخت د اکثره افغانانو اقتصادي توان دا نه ایجابوي چې د لوبو لیدو ته ورشي نو دا ښه خبره چې پر تلوېزیون خپرېږي، بل څوک چې کاري بوختیا لري او خپل د خوښې لوبډله تعقیب کړي، نو پر تلوېزیون یې نشرېدل ښه خبره ده."

د کرکټ بورد په خبره په دې لیګ کې به د ملي لوبډلې مشهوره لوبغاړي لکه؛ راشد خان، ابراهیم ځدران، رحمن‌الله ګربز، محمد نبي عیسی‌خېل، رحمت شاه، عظمت‌الله عمرزي، حشمت‌الله شهیدي او یو شمېر نور لوبغاړي هم ګډون وکړي او په خبره یې هېڅ بهرنی لوبغاړی به په کې نه وي.

بلخوا ځینې کرکټ پوهان د شپږیزې لیګ اهمیت په اړه وایي چې دې سره به د کورني کرکټ لوبغاړو تر څنګ د نویو استعدادونه د موندنې او ودې ښه زمینه برابره شي.

له دې ډلې سمیع‌الله هلال ازادي راډیو ته وویل: "دا چې د شپږیزې لیګ بیا په افغانستان کې پیلېږي د افغانستان د کورني کرکټ لپاره ښه زېری دی، همدارنګه د هغو لوبغاړو لپاره ښه زېری دی چې لا هم تجربې ته اړتیا لري او سینیر یا تجربه لرونکو لوبغاړو سره د لوبېدو په تمه دي، د دې ترڅنګ تمه ده هغه ځوان لوبغاړي چې په دې لیګ کې ښه ځلېږي، په راتلونکو کې دوی ته هم په نړیوالو میدانونو او سیالیو کې د لوبېدو برخه ورکړل شي."

ارشیف: په ۲۰۲۲م کال کې د کابل بازانو او بند امیر لوبډلو ترمنځ د لوبې یوه څنډه
ارشیف: په ۲۰۲۲م کال کې د کابل بازانو او بند امیر لوبډلو ترمنځ د لوبې یوه څنډه

تېر کال د دې سیالیو اتم پړاو د نامعلومو دلیلونو له امله نه وو ترسره شوی، خو په اووم پړاو کې اته لوبډلو برخه اخیستې وه او ټولې لوبډلې د بېلابېلو سوداګرو او سوداګریزو شرکتونو له لوري اخیستل شوې وې.

د دې سیالیو د اووم پړاو اتلولۍ سپین غر پړانګانو لوبډلې ګټلې وه.

کرکټ بورډ ویلي چې سږ کال د شپږیزې لیګ د کرکټ بورډ په مالي لګښت ترسره کوي.

شپږیزه کرکټ لیګ چې لومړۍ پړاو یې په ۲۰۱۳م کال کې ترسره او له هغې وروسته هر کال په منظم ډول په کابل کې ترسره کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG