د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۰

د شپږيزه ليګ پای؛ سپين غر پړانګانو اتلولي وګټله


شپږيزه ليګ
شپږيزه ليګ

په افغانستان کې د کرېکټ شپږیزه لیګ اتم پړاو سیالیو اتلولي د سپین غر پړانګانو لوبډلې وګټله.

د افغانستان کرېکټ بورډ په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې د ۲۰۲۲ کال د شپږیزې کرېکټ لیګ اتلولي سپین غړ پړانګانو لوبډلې وګټله او له دې سره یاد لیګ پای ته ورسېد.

خو دغه لیګ څنګه و ؟ یو شمېر کرېکټ پوهان یې په اړه ویشلي نظرونه لري.

یاد لیګ چې شاخوا ۱۵ ورځې یې دوام وکړ ۸ لوبډلو دیو بل په وړاندې لوبې وکړې.

یو شمېر کرېکټ پوهان د شپږیزه روان لیګ ته په اشاره سره وايي چې دغه سيالۍ د پخوا په څېر رنګینې نه وې.

د کرېکت په چارو پوه بادام احمدزی وايي، د ملي سرود نه غږولو او د ملي بیرغ نشتون ددې سياليو خوند کم کړی و.

نوموړی وايي: "یو څه د تېرو شپږیزو نه کمرنګه و، د نندارچیانو شمېر کم و، د خلکو راتګ، موسیقي، ملي سرود او بیرغ نه‌شتون په تېرو شپږیزو کې جزبات یو څه لوړ و، وروستي برید ډېر تاثیر وکړ او نندارچیان ووېرېدل او امنیتي ستونزې وې."

شپږيزه يو تجارتي ليګ دی چې هر کال په کابل کې ترسره کېږي.
شپږيزه يو تجارتي ليګ دی چې هر کال په کابل کې ترسره کېږي.

د کرېکټ په روانو سياليو کې سره له دې چې د تېرو کلونو په پرتله د کرېکټ بورډ له‌خوا د نوښتونو خبره شوې وه، خو د خلکو کمرنګ حضور او په دغه لوبغالي کې د تېرې اوونۍ چاودنې دغه لیګ نور هم کمرنګه کړ.

د تېرې جمعې په ورځ د کابل په کرېکټ نړېوال لوبغالي کې لاسي بم برید وشو چې طالب چارواکو په‌کې د دوه تنو وژل کېدل تايید کړي و.

له دغه برید وروسته یو شمېر سرچینو ازادي راډیو ته تأیید کړه چې په دغه سياليو کې لوبېدونکي پاکستاني لوبغاړي چې شمېر شاخوا ۶ کسانو ته رسېده د پاکستان د کرېکټ بورد په پرېکړه بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي.

یاد لیګ چې شاخوا ۱۵ ورځې یې دوام وکړ ۸ لوبډلو د یو بل په وړاندې لوبې وکړې.
یاد لیګ چې شاخوا ۱۵ ورځې یې دوام وکړ ۸ لوبډلو د یو بل په وړاندې لوبې وکړې.

دغو سرچینو ازادي راډیو ته ویلي و چې د یادو لوبغاړو د ستنېدو اصلي لامل امنیتي ستونزې وې.

خو ورزشي خبریال او د کرېکټ په مسایلو کې پوه ابراهیم مومند د افغانستان په اوسني وضعیت کې د کرېکټ بورد له خوا د شپږیزې لیګ ترسره کول یو بريالی ګام بولي.

نوموړی وايي: "دا د کرېکټ بورډ لپاره یوه ښه لاسته راوړنه وه، په دې سختو شرایطو کې، په دغو سیاسي حالاتو کې دغې چارې ته یو ښه ګام ویلی شو، کرېکټ بورډ باید په خپل مدیریت باندې وویاړي."

له هغې وروسته چې طالبان په ټول افغانستان واکمن شول دا لومړۍ ځل و چې په افغانستان کې د کرېکټ شپږیزې ليګ د بهرنیو لوبغاړو او کارکونکو په کډون سره ترسره شو.

له دې وړاندې هم د شپږیزې سيالۍ په افغانستان کې ترسره کېده او په تېرو کلونو کې د زمبابوې او پاکستان او عربي متحده اماراتو نه لوبغاړو هم په‌کې ګډون کړی و.

XS
SM
MD
LG