د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۹

شپږيزه: نن بست ساتونکي له کابل بازانو او هندوکش ستوري له مس عينک سره لوبه کوي


شپږيزه ليګ
شپږيزه ليګ

د شپږیزې کرېکټ لوبو په دوام به نن هم دوه لوبډلې د سيالۍ ډګر ته ښکته شي.

په لومړۍ لوبه کې به د بست ساتونکو او کابل بازانو ټيمونه سره مخ شي او دویمه لوبه کې به ماسپښین د هندوکش ستورو او مس عینک ټیمونه یو بل سره سیالي وکړي.

شپږیزه د افغانستان شل اوریزې تجارتي کرېکټ سیالۍ دي چې اته لوبډلې په‌کې لوبیږي.

که څه هم تېره اوونۍ د کابل په کرېکټ سټډيوم کې چاودنې ځينو خلکو ته مرګ‌ژوبله واړوله ګڼ خلک لا هم د لوبې لیدو ته ورځي.

دې لوبو ته له هند او زمبابوې دوه نړیوال مبصرین هم راغلي او وايي چې هوډ لري د لوبو تر پایه په کابل کې پاتې شي.

مخکې داسې راپورونه خپاره شوي چې پاکستاني کرکټران په سټډیوم کې تر چاودنې وروسته د امنیتي ملحوظاتو په خاطر له افغانستانه وتلي.

XS
SM
MD
LG