د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۱

ميدان وردګ کې سرپرستانې ښځې؛ کريمه: د لاسي توکو په جوړولو د کور لګښتونه پوره کوم


انځور له ارشيفه
انځور له ارشيفه

د میدان وردګو ولایت یو شمېر ښځې وايي، د خپلو کورنیو یوازينۍ سرپرستانې دي.

۳۴ کلنه کریمه د میدان وردګو ولایت د مرکز میدان ښار اوسېدونکې ده چې په خپل کور کې لاسي دسکولونه، بیکونه، بوټونه، کمربندونه او یو شمېر نور توکي جوړوي.

کریمه زیاتوي، چې دا مهارت يې د یوه خصوصي شرکت په مرسته په پلازمېنه کابل کې د شپږو میاشتو په موده کې زده کړی دی.

نوموړې وايي، اوس‌مهال له تېرو دوو کلونو راهیسې په خپل کور کې دسکولونه او بیکونه د یوه خصوصي شرکت لپاره جوړوي او یاد شرکت ورته میاشتنی معاش ورکوي.

دا وايي: "زما مخکې اقتصادي وضعیت نورمال و، خو اوس الحمد الله زما اقتصادي وضعیت تر پخوا ښه دی، زما ښه کار زده دی او زه ښه میاشتنی معاش لرم، دلته ماته د سیټ پر سر باندې پیسې راکوي، څومره زیات کار چې کوم هغومره زیات معاش اخلم، سیټونه مختلف دي، یو سیټ په درې ورځو کې جوړیږي، بل سیټ په دوو ورځو کې جوړیږي، زما په ژوند کې زیات تغیرات راغلي دي، زه اوس د خپلې کورنۍ سره په مالي برخه کې مرسته کوم، زه کولای شم د خپل کور کرایه ورکړم، خپل د ماشومانو فیس ورکړم او د خپلې خوښې کالي واخلم او سره زر اخیستلای شم."

کریمه له نورو ښځو غواړي چې له اقتصادي احتیاجه دې ځانونه خلاص کړي او په خپل کور کې د ځانته خپل کوچني کاروبارونه خلاص کړي.

انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

په تېرو شلو کلونو کې افغان ښځو د دولتي ادارو په بېلابېلو برخو کې دندې درلودې.

خو د طالبانو په بیاځلي واکمنېدو سره ډېری له خپلو دندو بې‌برخې شوې او پر ټولنیزو فعالیتونو یې هم بندیز ولګېد.

اوس‌مهال ګڼې ښځې په کورنو کې کار کوي او یا هم لاس تر زنې ناستې دي.

له پنځلسو کلونو راهیسې افغاني ګنډونه جوړوم او ترڅنګ يې نورې جامې هم جوړم."
نازو

کریمه او نورې ښځې په‌دې باور دي چې که دوی پر خپلو لاسي صنایعو خواري وکړي، په خپلو کارونو کې نوښتونه رامنځته کړي او په ښه توګه يي جوړ کړي، ډېر مشتریان به ولري.

نازو د میدان وردګو ولایت یوه بله اوسېدونکې ده چې افغاني ګنډونه او یو شمېر نور لاسي توکي جوړوي او ګڼې نورې ښځې يې له ځان سره په کار بوختې کړې دي.

دا وايي، لاسي کارونه یې په خپل کور کې له مور څخه زده کړي او له کلونو راهیسې افغاني ګنډونه او یو شمېر نور توکي جوړوي او بازار ته یې وړاندي کوي چې ښه مشتریان لري.

نازو ازادي راډيو ته وويل: "ما لومړی ځل خپل ځانته افغانی ګنډ جوړ کړ، وروسته مې ورسره علاقه زیاته شوه او د کورنۍ نورو غړو ته مې هم جوړ کړل، دغه راز مې په کلي کې نورو ښځو ته هم ور جوړ کړل، ما ځکه د افغاني جامو جوړلو ته مخه کړه چې زه خپل کلتور ژوندی وساتم، له پنځلسو کلونو راهیسې افغاني ګنډونه جوړوم او ترڅنګ يې نورې جامې هم جوړم."

نازو وايي، تر ټولو لوړه بیه یې هغه افغاني کالي لري چې کار او ټوکر یې ورېښمین وي او ۱۶ زره افغانۍ قېمت لري چې د شپيږو میاشتو په موده کې جوړیږي.

دا وايي، اوس‌مهال یې ګوزاره کېږي او د خپل کور د کرایې تر څنګ هر څه خپله برابروي.

خامک دوزي، ګل دوزي، غاړې او ټیکري جوړول او ځینې نور د کور اړین توکي هغه څه دي، چې میدان وردګو کې یې ډېری ښځې له جوړولو وروسته خرڅلاو ته وړاندې کوي او له همدې لارې د خپلې کورنۍ اقتصادي اړتیاوي پوره کوي.

د ازادي راډيو خبريال هڅه وکړه، چې په‌دې اړه په میدان وردګو ولایت کې د طالب مسوولینو سره هم خبرې وکړي چې د ښځو د کار او لاسي صنایعو ته د بازار موندنې په برخه کې يې څه کارونه کړي دي، خو بریالی نه‌شو.

که څه هم په میدان وردګو ولایت کې د دغو دوو ښځو کار د دوی په زیاتو هڅو څه اندازه ښه روان دی خو ګڼ شمېر نورې ښځې په خپلو مسلکونو کې له کار کولو منع شوې دي او دوی شکایت کوي چې د کورنۍ اقتصاد ته یې ضربه رسېدلې ده.

په تېرو دوو لسيزو کې په افغانستان کې په ټولنیز، اقتصادي او سياسي ډګر کې د ښځو له بشپړ مشارکت وروسته، اوس د طالبانو د حکومت په جوړېدو سره نه یوازې دا چې افغان ښځې په رهبرۍ او پرېکړو کې د ګډون حق او فرصت نه‌لري، بلکې دوی له خپلو ډېرو اساسي حقونو لکه زده‌کړې، کار او ټولنیزو فعالیتونو بې‌برخې شوي دي.

XS
SM
MD
LG