د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۱

د ميدان وردګ يو شمېر ښځې: وروڼه مو په ميراث کې حق نه راکوي


يو شمېر مېرمنې، انځور له ارشيفه
يو شمېر مېرمنې، انځور له ارشيفه

د میدان وردک یو شمېر ښځینه اوسېدونکې چې له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي وايي، وروڼه یې د میراث حق نه ورکوي.

شرین ګله چې د میدان وردګو ولایت اوسېدونکې ده وايي، له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان ده.

دا وايي، له تېر یوه کال راهیسې د خپلو وروڼو سره په دعوه بوخته ده، چې د پلار څخه په ورپاته میراث کې خپله برخه ورڅخه واخلي خو وايي، هغوی د دې حق نه ورکوي.

"زه د میراث حق غواړم، خو وروڼه مې د میراث حق نه راکوي، زه ورته اړتیا لرم چې باید د وروڼو څخه خپل د میراث حق واخلم،
شيرين ګله

دا وايي: "زه د میراث حق غواړم، خو وروڼه مې د میراث حق نه راکوي، زه ورته اړتیا لرم چې باید د وروڼو څخه خپل د میراث حق واخلم، وروڼه مې اوس خبرې نه راسره کوي او حق مې نه راکوي. دا یو کال کېږي چې جنګ او دعوه راسره کوي او خپل د میراث حق نه راکوي، نه کور ته راځي او نه زه کور ته ورځم، مشکل دا دی چې زما اقتصادي وضعیت ښه نه‌دی."

شیرین ګلې ازادي راډيو ته دا ونه ویل، چې دعوه په عدلي او قضايي اورګانو کې روانه ده او که د دوی تر منځ شخصي روانه ده.

مریم چې مېړه یې د تېرې ۲۰ کلنې جګړې پرمهال وژل شوی دی، اوس د خپل کور سرپرسته ده.

دا وايي، ورورڼه يې د خور په سترګه نه ورته ګوري او نه هم د پلار په میراث کې د دې برخه ورکوي.

مريم وايي: "تاسې وګورئ زه په‌دې بې‌وزلۍ کې ژوند کوم. کور مې نړېدلی دی، زما دوه وروڼه مړه شول خو مشر ورور مې بیخي ماته د خور په نظر نه ګوري، چې دا زما خور ده او که نه. دوکانونه، ځمکې او هرڅه يې ګرځولي دي. زما سره چې بل څوک مرسته کوي زما ورور ته قهر ورځي، زه چې کله پاکې جامې واغوندم هغه ته ښه خوند نه ورکوي."

انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده د خپل حکومت په لومړیو ورځو کې ویلي و، چې هيڅ څوک ښځې د میراث له حقه نه‌‌شي محرومولای خو افغان ښځې نه یوازي د میراث له حقه د محرومېدو خبره کوي، بلکې یو شمېر ښځي شکایت کوي چې که له وروڼو د میراث حق وغواړي، پلارګنۍ يې اړیکې ورسره ختموي، نو دوی که څه هم اړې وي خو تر میراث له پلارګنۍ سره تګ راتګ غوره ګڼي.

ځيني کسان وايي، په ټولنه د ناوړه دودونه او ناپوهي د دې لامل کېږي چې خلک له خویندو سره بېل چلند کوي او د هغوی پر حق سترګې پټوي.

"اسلامي شريعت لکه څنګه چې نارینه‌و ته حق د میراث ورکړی دی، همداسي يې ښځو ته هم حق د میراث ورکړی دی

د میدان وردګو ولایت د پوهنتون د شريعیاتو پوهنځي محصل نذیر احمد وايي: "په ټولنه کې د خلکو د علمیت د سطحې ټیټوالی دی، فرهنګي مسایل دي. که په یوه سیمه یا یوه کورنۍ کې چا خپلې لور یا خور ته حق نه وي ورکړی نو بل کس يې هم نه ورکوي او هغه کس ته ګوري او خپلې خور او لور ته د میراث حق نه ورکوي."

دا چې د اسلام له نظره ښځو ته د میراث د حق په اړه څه ویل شوي دي، دیني عالم او د میدان وردګو ولایت د لوی جامع جومات پخواني امام وزیر محمد حسين وايي، چې په اسلام کې د ښځو پر ميراث ډېر ټينګار شوی دی.

نوموړی وايي، خو دا چې زموږ په ټولنه کې ښځو ته دا حق نه ورکول کېږي، علت يې له اسلامه د خلكو بې‌خبري او د ټولنې ناوړه دودونه دي.

نوموړی وايي: "اسلامي شريعت لکه څنګه چې نارینه‌و ته حق د میراث ورکړی دی، همداسي يې ښځو ته هم حق د میراث ورکړی دی، یوه ښځه په هغه میراث کې حق لري چې د مور او پلار څخه ورته پاته وي. د میراث په حق کې یو ورور او دوې خوندې سره مساوي دي، که چیري د یوې ښځې خاوند مړ شي او ماشومان ونه‌لري نو ښځې ته څلورمه برخه ورکول کېږي، که چېرې ماشومان ولري نو بیا ښځې ته اتمه برخه ورکول کېږي."

د ښاغلي حسين په وینا، يو له هغو علتونو څخه چې نارينه ښځو ته د ميراث د حق له وركولو څخه انكار كوي او يا هم د دې حق د وركولو په وخت تاوتريخوالی رامنځته كېږي، له اسلامي قوانينو څخه د خلكو او په ځانګړې توګه د ښځو بې‌خبري ده.
ځكه هغوى فكر كوي چې د ميراث په وېشلو كې هر څه چې د هغوى ورور او پلار وايي، سم دي.
په همدې خاطر ډېر ځله ښځې د ټولنيزو تعصبونو له کبله د ميراث له حق څخه بې‌برخې پاتې كېږي او يا هم ډېره كمه برخه ورته رسیږي.

XS
SM
MD
LG