نړۍ
اسراییل د اسماعیل هنیه د وژل کېدو په اړه د خپلې فېسبوکپاڼې پوسټ بېرته حذف کړی
د اسراییل د دولت د رسنیو دفتر د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه د وژل کېدو په اړه د خپلې فېسبوکپاڼې پوسټ بېرته حذف کړی دی.
دغه دفتر نن چهارشنبه پر خپله فېسبوکپاڼه د اسماعیل هنیه یو انځور خپور کړی او پر تڼده یې ورته د ټاپي په بڼه لیکلي: "هغه له منځه ولاړ."
د راپورونو له مخې دغه پوسټ بېرته لرې شوی، خو لامل یې لا معلوم نه دی او تر حذفېدو مخکې پر بېلابېلو اژانسونو خپور شوی دی.
د دغه دفتر په پوست کې بې له دې چې پر هنیه د برید څرنګوالي ته اشاره وشي لیکل شوي وو چې هنیه په تهران کې تر برید لاندې راغلی دی.
دا د اسراییل له خوا د هنیه د وژل کېدو په اړه تازه رسمي غبرګون و.
حماس چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګر بولي، له وړاندې د برید پړه پر اسراییل ور اچولې او د غچ اخیستنې ګواښ یې کړی دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د پوتین استازی: مسکو او واشنګټن د اوکراین د جګړې دیپلوماتیک حل ته نژدې شوي
د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي: مسکو، واشنګټن او کییف د اوکراین جګړې د ختمېدودیپلوماتیک حل ته نژدې شوي دي
د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي کیریل ديميتريف ویلي چې متحد ایالتونه، اوکراین او روسیه د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوه دیپلوماتیک حل ته نژدې شوي دي.
ديميتريف له سيایناین سره په مرکه کې وویل: «زه فکر کوم روسیه، امریکا او اوکراین رښتیا هم دیپلوماتیک حل ته په رښتیا ډېر نژدې شوي دي.»
امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې ټاکل شوې ده هغه به نن (شنبه) په میامي کې د ډونالډ ټرمپ له ځانګړي استازي سټیف ویتکاف سره وګوري. تاس خبري اژانس هم د ديميتريف له خولې لیکلي چې هغه به له نورو کسانو سره هم وګوري، خو د هغوی نومونه یې نه دي یاد کړي.
د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ روانه اوونۍ د روسیې د تېلو پر دوو سترو کمپنیو بندیز ولګاوه، څو مسکو د اوکراین پر ضد د پراخ یرغل د پای ته رسولو لپاره تر فشار لاندې راولي.
د امریکا د خزانې وزارت تېره اوونۍ اعلان وکړ چې پر دولتي شرکت روسنفت او خصوصي شرکت لوکاویل یې بندیز لګولی دی. د دغو دوو شرکتونو صادرات د کرملین د بودجې مهمه سرچینه ګڼل کېږي.
زیلنسکي له واشنګټنه وغوښتل: د روسیې د انرژۍ پر سیکتور دې بشپړ بندیز ولګول شي
د اوکراین ولسمشر له امریکا وغوښتل چې د روسيې د تېلو پر دوو شرکتونو محدود بندیزونه دې د روسیې د تېلو ټول سکتور ته وغځوي، څو فشارونه زیات شي او مسکو د سولې خبرو ته حاضر شي.
ولودیمیر زیلنسکي په لندن کې له څه باندې شلو اروپايي مشرانو سره وکتل. دغو مشرانو ژمنه وکړه چې که اوربند عملي شي او درې کلنه جګړه پای ته ورسېږي، نو اوکراین ته به د لازم پوځي ملاتړ زمینه برابره کړي، څو هېواد یې د روسیې له راتلونکو هر ډول ګواښونو او احتمالي یرغل څخه خوندي پاتې شي.
دا غونډه چې د بریتانیا د صدراعظم کېیر سټارمر په کوربتوب ترسره شوه، د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین د فشار د زیاتولو په موخه رابلل شوې وه. په دې غونډه کې د اروپايي اتحادیې او د امریکا د تازه بندیزونو یادونه وشوه چې د روسیې د تېلو او ګازو د عایداتو د کمولو په هدف لګول شوي دي.
د خبرو اترو پر مهال همداراز په دې اړه لارې چارې مطرح شوې چې څنګه د ژمي له رارسېدو سره د روسیې د نژدې ورځنیو ډرون او توغندويي بریدونو پر وړاندې د اوکراین د برېښنايي شبکو ساتنه پیاوړې شي.
فلسطیني ډلې: د غزې له جګړې وروسته د مستقلو ټکنوکراتانو د کمېټې پر مشرتابه سره سلا شول
د فتح او حماس په شمول فلسطیني ډلو، اعلان کړی چې د غزې تر جګړې وروسته به د دې سیمې اداره یوې مستقلې تخنیکي (ټکنوکرات) کمېټې ته وسپارل شي.
له دې سره هممهاله د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هیله څرګنده کړې چې ژر به د غزې د اوربند د څارنې لپاره یوه نړیواله سوله ساتې قوه جوړه شي.
فلسطیني ډلو د جمعې په ماښام (د لړم په ۲مه) په یوه ګډه اعلامیه کې وویل چې دوی په قاهره کې د یوې ناستې پر مهال موافقه کړې چې:
«د غزې اداره دې یوې موقتې فلسطینۍ کمېټې ته وسپارل شي چې له مستقلو ټکنوکراتانو جوړه وي.»
د اعلامیې له مخې، دغه موقته کمېټه به د خلکو د ورځني ژوند او بنسټیزو خدماتو د برابرولو مسوولیت ولري او له عربي هېوادونو او نړیوالو بنسټونو سره به همکاري کوي.
د فلسطیني ډلو ټینګار دا هم دی چې اوربند باید دوام ومومي او د غزې اداره دې تر نړیوالې څارنې لاندې پر مخ ولاړه شي.
اسرائیل او د حماس، سختدریځه ډله، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګر سازمان ګڼي، له دوه کلنې ورانوونکې جګړې وروسته د امریکا د طرحې پر بنسټ په اوربند سلا شوي، او د تلې د میاشتې له ۱۸مې راهیسې اوربند دوام لري.
خو د غزې د ادارې څرنګوالی د اوربند د پلي کېدو په دوام کې یوه مهمه اندېښنه ده. د امریکا د ۲۰ مادو وړاندیز وايي چې اداره باید داسې یوې مستقلې کمېټې ته وسپارل شي چې له فلسطیني ټکنوکراتو شخصیتونو او نړیوالو متخصصانو جوړه وي.
د امریکا دفاع وزیر لاتینې امریکا ته د الوتکوړونکې بیړۍ د لېږلو امر وکړ
د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزیر «پیت هګست» د جمعې په ورځ (د لړم په ۲مه) امر وکړ چې د «یو اېس اېس جرالډ فورډ» الوتکوړونکې جنګي بېړۍ د لاتیني امریکا پر لور حرکت وکړي.
دا امر په داسې حال کې شوی چې واشنګټن د مخدرو موادو د قاچاق پر ضد خپله تګلاره نوره هم سختوي.
دغه اقدام له وینزویلا سره د امریکا د کړکېچ په ترڅ کې د پوځي حضور د پراخېدو یوه برخه ده چې په کارابین سیمه کې ځای پر ځای کېږي.
په دې کې اته نورې جنګي کښتۍ، یو اتومي اوبتل او ایف ۳۵ جنګي الوتکې شاملې دي.
واشنګټن له اوږدې مودې راهیسې د وینزویلا حکومت تورنوي چې د مخدرو موادو قاچاق وړونکو ته پناه ورکوي او دیموکراتیکو بنسټونو ته زیان رسوي.
د پنتاګون ویاند «شان پارنل» په ایکسپاڼه کې په یو پیغام کې لیکلي چې د امریکا په کارابین سیمه کې د پوځي حضور زیاتوالی د پوځ د «جنوبي قوماندانۍ» وړتیاوې پیاوړې کوي، څو «د هغو غیرقانوني فعالیتونو د کشف، څار او ګډوډولو توان زیات کړي چې د امریکا د خاورې او د لویدیځ نیمېکُرې د سیمې امنیت او هوساینه له ګواښ سره مخامخ کوي.»
هغه سیمې ته د الوتک وړونکې بېړۍ د رسېدو دقیق وخت نهدی څرګند کړی، خو ویلي یې دي چې دا بېړۍ څو ورځې وړاندې د جبلالطارق تنګي ته رسېدلې وه او دا مهال د اروپا له لارې په حرکت کې ده.
«جرالډ فورډ» بېړۍ چې په ۲۰۱۷ کال کې په رسمي توګه د سمندري ځواکونو په لیکو کې شامله شوه، د نړۍ تر ټولو نوې او ستره الوتک وړونکې جنګي بېړۍ بلل کېږي، چې تر پنځه زرو زیات سمندري سرتېري پکې دنده ترسره کوي.
د پیکاسو یوه نقاشي په ۲۷ میلیونو یورو پلورل شوې
د هسپانوي هنرمند پابلو پیکاسو یو انځور د جمعې په ورځ د پاریس په بولۍ کې په ۲۷ میلیون یورو وپلورل شو.
« د ګلانو له خولۍ سره د یوې ښځې نیم تنه» د دې اثر نوم دی او په ۱۹۴۴ کال کې د یوې فرانسوي کورنۍ لخوا اخیستل شوی و. دا اثر د لسیزو لپاره د دوی په شخصي ټولګه کې پاتې وو تر هغه چې د کورنۍ وارثانو پریکړه وکړه چې ویې پلوري.
پیرودونکی په لیلام کې حاضر و، مګر د هغه هویت افشا نه شو.
د هنر کارپوهانو په وینا، دا انځور هیڅکله د لیلام څخه مخکې په عامه توګه نه و ښودل شوی او یواځې یو عکس یې چې په ۱۹۴۴ کال کې اخیستل شوی وو لیدل شوی.
امریکا د مخدره موادو له قاچاقیانو سره مبارزه سخته کړې
د امریکا یوه لویه الوتکه وړونکې بېړۍ د لاتینې امریکا اوبو ته روانه شوه.
د مخدره موادو د قاچاقیانو په وړاندې د مبارزې په لړ کې د امریکا د دفاع/جنګ وزیر پیټ هیګسټ الوتکې وړونکې جرالډ فورډ بېړۍ ته پرون امر ورکړی چې د لاتینې امریکا د اوبو په لور رهي شي.
امریکا واردمخه په کارائب سمندر کې اته جنګي بېړۍ، یوه اټومي اوبتله او څو اف۳۵ جنګي الوتکې ځای پر ځای کړي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي که څه هم د مخدره موادو د قاچاقیانو په وړاندې له کانګرسه د جګړې د اعلان اړتیا نه ویني خو دوی به هغه کسان ووژني چې هڅه کوي امریکا ته مخدره مواد دننه کړي.
څو ورځې کیږي چې امریکايي ځواکونه په دقیقو بریدونو سره هغه کښتۍ هدف ګرځوي او له منځه یې وړي چې د دوی په باور د مخدرو موادو د قاچاقیانو دي.
پرون هم د یوې بېړۍ په ویشتلو سره د امریکا پوځ اعلان وکړ چې د مخدره موادو لږ تر لږه ۶ قاچاقبران یې وژلي دي.
ّپه ترکیه کې د ډوبې شوې کښتۍ ژوندي افغان کډوال، ساحل ته د رسېدو لپاره شپږ ساعته لمبا کړې
ربړي بېړۍ پرون جمعه د ترکیې سواحلو ته نږدې ډوبه شوه. د ترکیې د ساحلي ګارډ په خبره په دې پېښه کې د مړو شویو ۱۷ کسانو جسدونه یې له اوبو را ایستلي دي. یو یې قاچاقبر بلل شوی.
یو افغان مسافر او یو بل کس له دې پېښې ژوندي پاتې دي.
افغان مسافر ژغورونکو ته ویلي چې بېړۍ یواځې لس دقیقې وروسته له هغه ډوبه شوه چې اوبه ور ننوتې.
هغه ویلي چې تر ساحله پورې یې شپږ ساعته لمبا وکړه څو خپل ژوند وژغوري.
پېښه د ترکیې د جنوب لویدیځ سواحلو کې د بودروم ښار سواحلو ته څېرمه شوې ده.
دا سیمه د یونان له کاس ټاپو یواځې پنځه کیلومتره فاصله لري.
د کډوالۍ نړیوال سازمان آی او ام ویلي د کال له پیل راهیسې نږدې ۱۴۰۰ کډوال د مدیترانې له لارې اروپا ته د رسیدو په هڅه کې مړه شوي دي.
ترکیه، چې په ۲۰۱۶ کال کې یې د غیرقانوني مهاجرت د مخنیوي لپاره له اروپايي ټولنې سره یو تړون لاسلیک کړ، اوس مهال له ۲.۵ ملیون څخه د زیاتو کډوالو ته کوربه توب کوي، چې ډیری یې د سوریې او افغانستان څخه دي.
څوارلس تنه غیرقانوني کډوال د یوې کشتۍ د ډوبېدو په پېښه کې مړه شوي دي
د ترکيې چارواکي وايي چې د دې هېواد په جنوب کې، په سمندر کې د یوې ربړي کشتۍ د ډوبېدو په پېښه کې څوارلس کسان مړه شوي.
د موغله ولایت د والي دفتر نن وویل چې په دې کشتۍ کې ټول اتلس کسان سپاره وو. چارواکي وايي، د کشتۍ دوه سپرلۍ ژغورل شوي چې یو افغان هم پکې دی. د چارواکو په وینا دې افغان ځان په لامبو لامبو نژدې ټاپو ته رسولی و.
ویل شوي چې د پاتې کسانو د موندلو لپاره د ژغورنې عملیات روان دي.
د ترکیې ولسمشر له نړیوالې ټولنې غوښتي دي چې پر اسراییل فشار زیات کړي څو د غزې اوربند رعایت کړي
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي متحدایالات او نور هېوادونه باید پرې نه ږدي چې اسراییل د غزې د اوربند له تړون څخه سرغړونه وکړي.
د هغه متن له مخې چې د ترکیې د جمهوري ریاست دفتر رسنیو ته استولی دی اردوغان ویلي، نړیواله ټولنه په ځانګړي ډول متحدایالات باید نورې هڅې وکړي څو دا یقیني کړي چې اسراییل د اوربند موافقه په بشپړ ډول رعایت کوي.
هغه ویلي چې اسراییل باید د بندیزونو یا دې هېواد ته د وسلو پر لېږد د بندیز له لارې دې ته مجبور کړل شي چې خپلې ژمنې عملي کړي.
د ناټو غړې ترکیه چې پر غزې د اسراییل د بریدونو له کلکو منتقدانو څخه ده، په غیرمستقمو خبرو کې له ګډون وروسته د اوربند د خبرو له منځګړو څخه هم وه.
په شمالي وزیرستان کې د حکومت پلوو ملېشو شپږ غړي وژل شوي او بیا سوځول شوي دي
د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې د حکومت پلوو ملېشو یو مشر له خپلو پنځو ملګرو سره په یوه وسله وال برید کې وژل شوی دی.
د آزادۍ راډیو د مشال څانګې د راپور له مخې دا پېښه د چارشنبې په ورځ هغه مهال وشوه چې وسله والو له ډزو وروسته د ملېشو د دې قوماندان موټر ته اور ورته کړ او د شپږو واړو مړي یې وسوځول.
د دې حملې پړه کومې ډلې نه ده منلې خو فرانسپرس خبري آژانس د چارواکو له قوله ویلي دي چې د پاکستاني طالبانو ډلې یا ټي ټي پي غوښتل له دې سړي څخه په زور پیسې واخلي خو هغه د پیسو له ورکولو ډډه کوله.
مشال راډیو راپور ورکوي چې شپږ واړه مړي پوره سوځېدلي او د هغو پېژندګلوي نه کېږي.
سیمه ایزو چارواکو شک څرګند کړی چې دا کسان ښايي پوځ ته د معلوماتو د ورکولو په تور وژل شوي وي.