د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۵

افغانستان کې د شري ناروغۍ د پېښو زیاتوالی؛ ډبلیوایچ‌او: د دې ناروغۍ له کبله ۱۴۳ کسان مړه شوي


ارشیف: د پکتیا په روغتون کې د شري په ناروغۍ اخته ماشوم تر درملنې لاندې دی.
ارشیف: د پکتیا په روغتون کې د شري په ناروغۍ اخته ماشوم تر درملنې لاندې دی.

د روغتیا نړیوال سازمان یوځل بیا په افغانستان کې د شري ناروغۍ د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

دغه سازمان زیاتوي، که څه هم تېرې درې‌ اوونۍ له دغه هېواده د لوی اختر د رخصتیو له امله کم راپور ورکړل شوی، خو په ټکو یې د ۲۰۲۴م کال له پیل راهیسې تر اوسه پر شري ناروغۍ د اخته کسانو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې په ۲۰۲۴م کال کې د٢٠٢٣م کال په پرتله پر دې ناروغۍ د اخته کسانو په شمېر کې زياتوالى راغلى چې د ٢٠٢٢م او ٢٠٢١م کلونو د اوسط په پرتله ډېر لوړ دى.

د "ډبليوایچ‌او" په وینا، د ۲۰۲۴م کال په ۲۵ اوونۍ کې، په افغانستان کې د شري د۱۴۵۱ شکمنې پېښې ثبت شوي چې د تېرې اوونۍ په پرتله ٦،٣ سلنه کمښت ښيي.

ياد سازمان ويلي چې په دې موده کې د افغانستان په څلورو ولایتونو بغلان هلمند هرات او جوزجان کې د دې ناروغۍ له امله ۴ تنه مړه شوي چې ټول له پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي او درې يې نجونې دي.

د راپور پر بنسټ، تر ټولو دېرې شکمنې پېښې په ترتیب سره په خوست، بلخ، سمنګان او جوزجان ولایتونو کې ثبت شوي، دا په داسې حال کې ده چې په مخکیني راپور کې یې، چې د روان لمریز کال د غويي په میاشت کې خپور شوی و، ویلی وو چې بلخ، سمنګان، خوست او فراه ولایتونو کې په ترتیب سره د دغې ناروغۍ تر ټولو زیاتې پېښې ثبت شوې دي.

د شري ناروغۍ تر ټولو ډېرې شکمنې پېښې په خوست کې ثبت شوي چې په هرو ۱۰،۰۰۰ کسانو کې ۳۰.۷ سلنه په بلخ ۲۱.۶، سلنه سمنګان ۱۸،۳ او جوزجان کې (۱۶،۲) شکمنې پېښې ثبت شوې دي.

ارشیف: په شري ناروغۍ اخته افغان ماشوم
ارشیف: په شري ناروغۍ اخته افغان ماشوم

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر افغانان هم وايي، پر دې ناروغۍ اخته دي، وايي چې ماشومان يې شديد ځان درد اوتبه لري.

د کابل د قصبې سیمې اوسېدونکې چې د نوم له ښودلو ډډه کوي وايي چې لور يې په سرخکان اخته ده اوس هم تر درملنې لاندې ده.

هغه وايي: "زما لور شرى ايستلى و، دوه ورځې مخکې اوس هم تر درملنې لاندې ده علايم يې دي سخت تبه يې وه، خارښت يې درلود، سرې دانې پرې ختلې وې اشتها يې نه درلوده."

دغه شان د ننګرهار د شينوارو د اچين ولسوالۍ يوه اوسېدونکي عبادالله ازادي راډيو ته وويل دا ناروغي نسبت هغوى ته چې واکسين يې نه و کړى پر ده اسانه تېره شوې.

هغه وايي: "ما باندې شرى را ختلى و، سرې سرې دانې وې درې ورځې شديدې تبې نيولى ومه بيا مې دارو وکړل اوس ښه يم او چا چې واکسين نه و کړى هغوى ډېر په عذاب وو."

د داخله ناروغیو متخصص ډاکتران هم وايي، شرى ډېره شديده خپرېدونکې ناروغي ده او اخته کس بايد د ځان او نورو د ساتلو لپاره د ښه کېدو تر وخته بېل وي.

ډاکتر زهیر وايي: که څوک په دې ناروغۍ اخته وي بايد کوټې يې بېلې شي مايعات دې ډېر ورکړل شي، دغه شان ژر تر ژره دې داکتر ته مراجعه وکړي.

د دوی له ډلې ډاکتر لطيف زهير په دې اړه ازادي راډيو ته وويل: "دا چې یوه ساري ناروغي ده د ټوخي، پرنجي او تنفس په وسيله يو بل ته لېږدول کېږي او دا چې زمونږ ټولنه يوه ټولنيزه ټولنه ده ټول يوې کوټه کې وي ځکه ډېره خپرېري، دا قابل د علاج ناروغي ده خپله ښه کېږي، خو مونږ د درد دوا او ملټي‌ويټامين ورکوو. ځينې ناروغان چې د بدن مقاومت يې کم وي يا امېندوارو ښځو کې سخته او د اندېښنې وړ ده. که څوک په دې ناروغۍ اخته وي بايد کوټې يې بېلې شي مايعات دې ډېر ورکړل شي، دغه شان ژر تر ژره دې داکتر ته مراجعه وکړي."

د روغتیا نړیوال سازمان د راپور له مخې، د ۲۰۲۴م کال له پیل راهیسې، په ټولیز ډول د شري ۳۳،۳۳۴ شکمنې پېښې ثبت شوي او ١۴٣ تنه یې له امله مړه شوي دي.

د یادونې ده چې سږ کال د پرله‌پسې سېلابونو او کډوالو د بېرته ستنېدو له امله هم په افغانستان کې د ساري ناروغيو خپرېدل ډېر شوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG