د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۲

ارزګان کې د شري ناروغۍ له امله د بشري ناورین وېره؛ خلک: واکسینونه دې پیل شي


ارزګان کې په شري اخته ماشومان
ارزګان کې په شري اخته ماشومان

په ارزګان کې روغتیا پالان وايي، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ماشومانو د شري ناروغي زیاته شوې ده چې لامل یې ماشومانو ته د شري د واکسینونو د کمپاینونو نه موجودیت، په خلکو کې د عامه پوهاوي نه شتون او ماشومانو ته د مېندو نه پاملرنه په ګوته شوي دي.

د ارزګان ولایت د ولایتي روغتون سرطبیب ډاکټر عبدالغفار وطنوال ازادي راډيو ته وویل، د نور کلونو پرتله سږکال دغه ولایت کې د شري ناروغي څو برابره زیاته شوې ده.

د ارزګان ولایت د ولایتي روغتون سرطبیب ډاکټر عبدالغفار وطنوال
د ارزګان ولایت د ولایتي روغتون سرطبیب ډاکټر عبدالغفار وطنوال

دی وايي: "یوازې د ترینکوټ ولایتي روغتون ته د ورځې له ۲۰ څخه نیولی تر ۳۰ پورې په شري ناروغي اخته ماشومان راوړل کېږي. شااوخوا ۷ یا اته خو د یوه کلي او کور وي، په دې کې مړینه هم شته خو زموږ ولایتي روغتون کې مړینه په هغه اندازه نه ده لکه نور ولایتونو کې چې ده ځکه زموږ ډاکټران زیات کوښښ ورسره کوي."

ښاغلي وطنوال وویل، که دغه ولایت کې ژر تر ژر د شري د ناروغۍ د مخنیوي د واکسین کمپاین پیل نه شي، نو وېره شته چې بشري ناورین به رامنځته شي.

نوموړي د روغتیا له نړیوال سازمان او خیریه بنسټونو څخه غوښتنه وکړه چې د شري ناروغۍ د واکسین کمپاین دې ترسره کړي او له خلکو یې هم غوښتنه وکړه چې خپل ماشومان د روغتیايي مرکزنو ته د واکسین لپاره ور ولي، څو د ماشومانو ژوند وژغول شي.

تازه له بدخشانه راپورنه وايي، دغلته د شري یا سرخکانو د ناروغۍ له امله په تېرو دوو میاشتو کې ۱۵۷ ماشومان مړه شوي.

وطنوال په دې ولایت کې د واکسین غوښتنه وکړه
وطنوال په دې ولایت کې د واکسین غوښتنه وکړه

شری یوه ساري ناروغي ده او له امله یې ماشومانو ته د عصبي، سینه بغل، تبې او ځینې نورې ناروغۍ پېښېږي.

د ترینکوټ ولایتي روغتون د ماشومانو وارډ له هغو ماشومانو ډک وي چې د شري په ناروغۍ اخته دي.

ځینې هغه میندې او پلرونه چې ماشومان یې د شري په ناروغۍ اخته دي مني چې د خپلو ماشومانو روغتیا ته یې پاملرنه نه ده کړې او د شري واکسین يې نه دی کړی.

دوی وايي، سیمه کې یې ګڼ نور ماشومان هم د شري په ناروغۍ اخته دي او دولت ته په کار ده چې د شري د ناروغۍ د واکسین کمپاین ترسره کړي.

په شري ناروغۍ اخته ماشومان
په شري ناروغۍ اخته ماشومان

له ډلې یې صالح محمد وايي: "ما د خپل کور ۳۶ ماشومان روغتون ته راوړي دي او ټول په شري اخته دي، زموږ سیمه لېرې غرنۍ سیمه ده، روغتون نږدې، نشته، زیات شمېر نور ماشومان په کلي کې پاتې دي،موږ خپلو ماشومانو ته واکسین نه دی کړی."

مېرزاولي هم خپل د کورنۍ ۱۲ ماشومان راوړي وايي: "ټول په شري ناروغۍ اخته دي، د شري ناروغۍ زموږ د سیمې ټول ماشومان نیولي دي، له دولته مو غوښتنه دا د ه چې زموږ سیمې ته دې واکسین راوړي."

ارزګان د افغانستان له هغه ولایتونو څخه دی چې اوسېدونکي یې لا هم د بېلابېلو دلیلونو له امله خپلو ماشومانو ته د شري د واکسین ترڅنګ د پولیو او ځینو نورو ناروغیو واکسینونه نه کوي.

XS
SM
MD
LG