د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۷

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ورځپاڼو لوستلو فرهنګ په کوم حالت کې دی؟


ارشیف: په تېر جمهوري نظام کې د چاپېدونکو خصوصي او دولتي ورځپانو یو انځور
ارشیف: په تېر جمهوري نظام کې د چاپېدونکو خصوصي او دولتي ورځپانو یو انځور

په افغانستان کې دننه یو شمېر خلک په ټولنو کې د ورځپاڼو لوستلو د فرهنګ ارزښت ته په اشارې سره وايي چې اوس دوی ته دا زمینه نه ده برابره.

د ورځپاڼو لوستل تقریباً په ډېری ټولنو کې یو بنسټیز شوی فرهنګ دی.

د ټکنالوژۍ په ودې سره د ورځپاڼو دودیزه (چاپي بڼه) او عصري (ډیجیټلي نسخه) په سیالۍ کې دي، خو د ورځپاڼو ځینې لوستونکي بیا وايي چې په دودیزه بڼه د ورځپاڼې لوستل لا هم دوی ته په زړه پورې دي.

دا فرهنګ لږ تر لږه د افغانستان په معاصر تاریخ کې له لوړو ژورو څخه تېر شوی دی.

دا لوړې ژورې تر ډېره سیاسي بدلونونو او پرمختګونو پورې تړلي دي.

خو اوس د طالبانو حکومت تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د ورځپاڼو لوستلو فرهنګ په کوم حالت کې دی؟

د کابل اوسېدونکی محمد رحیم وايي، له ورځپاڼو لوستلو سره ډېره مینه لري، خو په خبره یې په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو وروسته چاپي ورځپاڼې په نشت حساب دي.

محمد رحیم وايي: له هغه وخت راهيسې چې طالبان راغلي د ورځپاڼو چاپ بند شوی.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "زه د ورځپاڼې لوستلو ته ډېره لېوالتیا لرم، هر مازديګر يې لولم. له هغه وخت راهيسې چې طالبان راغلي د ورځپاڼو چاپ بند شوی. له دولت څخه مې غوښتنه دا ده چې د ورځپاڼو چاپ ازاده کړي څو د خلکو مطالعه زیاته شي."

د هرات ولایت اوسېدونکى خسرو هم وايي چې مخکې به ورځپاڼې ورته راتللې او ده په کې ګډون درلود.

د ده په اند، په افغانستان کې د ځیرک مبایلونو زیاتوالی او د طالبانو حکومت له‌خوا د ازادو ورځپاڼو پر خپرېدو بندیز د دې لامل شوی چې د ورځپاڼې لوستلو فرهنګ پیکه شي.

هغه زیاتوي: "څو کاله مخکې مې چې کم تر کمه د یوې ورځپاڼې د غړیتوب پيسې درلودې او لوستلو ته مې انګېزه او لېوالتیا درلوده، ورځپاڼه مې لوستله، خو د اوسني حکومت په واک ته راتللو سره د رسنیو سانسور له یو خوا او له بلې خوا د مطالعې انګېزه نه‌شته. ما خپل ډېری وخت د کتابونو په مطالعه کې تېراوه."

د خبریالانو د ملاتړ د یو شمېر بنسټونو مسوولانو او خبریالانو د نوم د نه اخیستلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې اوس په افغانستان کې هېڅ ازاده ورځپاڼه نه چاپېږي.

خو د دوی په خبره، ځینې دولتي چاپي رسنۍ لکه؛ هېواد، انیس، کابل ټایمز او د حریت په نوم نوې نشریه، چې د طالبانو د حکومت تر واک لاندې ده، په افغانستان کې چاپ او ویشل کېږي.

یوه له هغو ورځپاڼو، چې د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو مخکې په افغانستان کې چاپېده او ډیجیټلي نسخې يې هم لوستونکو ته رسېدې، د ۸صبح ورځپاڼه وه.

هشت صبح ورځپاڼې د چاپي بڼې سربېره په انلاین توګه هم نشرات درلودل.
هشت صبح ورځپاڼې د چاپي بڼې سربېره په انلاین توګه هم نشرات درلودل.

د یادې ورځپاڼې د لیکوالو ډلې مشر مقیم مهران ازادي راډیو ته وویل چې اوس دا ورځپاڼه په جلاوطنۍ کې فعالیت کوي او د ځینو دلایلو له مخې په افغانستان کې دننه نه چاپېږي.

مهران وايي: "د هغه پي‌‌ډي‌ایف په بېلابېلو پلیت فارمونو کې ايښودل کېږي څو محترم لوستونکي ورته لاسرسی ولري، همدا رنګه د څه مودې لپاره د لؤلؤ په نوم په یوه معتبر سايټ کې هم ایښودل کېده چې هغوی د چاپ په بڼه د ورځپاڼو خوښوونکو ته ورکوله، خو د ځینو دلیلونو له امله هغه هم بند شوی دی."

خو نوموړي د دغو دلايلو په اړه نور جزیيات ورنه کړل.

د بلخ په پوهنتون کې د ژورنالیزم پخوانی استاد حمید صفوت په افغانستان کې د ورځپاڼو د لوستلو کلتور ته په اشارې سره، د طالبانو له بيا واکمنېدو وروسته د چاپي ورځپاڼو د وضعیت او فرهنګ په اړه وايي: "له بده مرغه د ٢٠٢١ کال د اګست له ١۵مې وروسته، بیا هم وضعیت په ډراماتیک ډول بدلون وموند او چاپي رسنۍ چې په ٢٠ یا له هغه څخه کم کلونو کې یو ځای ته رسېدلی وې، زما په اند له منځه ولاړې او د تعامل و مشارکت فرصت يې واخيست چې د ورځپاڼو له لارې د خلکو او چاپي رسنيو تر منځ رامنځته کېده."

د دغو نیوکو او ادعاوو په اړه د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وپوښتل شو، خو هغه د راپور تر خپرېدو پورې د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ازادو چاپي ورځپاڼو د نشتوالي او په افغانستان کې د ورځپاڼو د لوستلو پر فرهنګ د هغې د اغېزو په اړه دا نیوکې داسې مهال دي چې د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د رسنیو او خبریالانو پر فعالیتونو د دوی د نورو محدودیتونو ترڅنګ، په افغانستان کې د ازادو ورځپاڼو د چاپ په ګډون د لسګونو رسنیو فعالیتونه د طالبانو د بندیزونو او نورو بېلابېلو لاملونو له امله ودرول شول.

له دې سره سره د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې ملي تلوېزیون د شنبې په ورځ د جون په ۱۵مه د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ویاند خبیب غفران په حواله ویلي چې اوسمهال ۲۸۳ تصوبري، غږیزې او چاپي رسنۍ په دغه هېواد کې ثبت دي چې په ټکو یې له دې ډلې ۲۵ یې د دوی له واکمنېدو وروسته له دې وزارت څخه د فعاليت جوازونه تر لاسه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ سازمان یا "نی" چې فعالیتونه یې اوس ځنډول شوي د ۲۰۲۳م کال د نومبر میاشتې د راپور له مخې، د ۲۰۲۱م کال له اګست څخه د ۲۰۲۳م کال تر نومبر میاشتې پورې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له ۲۸۰ څخه زیاتې رسنۍ تړل شوې دي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG