د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۹

د اسراییل او حماس له‌خوا د ماشومانو له حقونو د سرغړونو راپور امنیت شورا ته وړاندې کېږي


د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو سرمنشي امنیت شورا ته ووایي چې د غزې په روانه جګړه کړې هم اسراییل او هم حماس ډله د ماشومانو له حقونو سرغړونې کوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش هر کال د هغو دولتونو او ملېشه‌وو نړیوال فهرست برابروي چې ماشومانو ته د ګواښ په پېښولو او د هغوی له حقونو په سرغړونې تورن دي.

په دغه فهرست کې په میانمار کې د کاچین د ازادۍ له پوځ څخه نیولې چې تېر کال په کې ورزیات شو، تر روسیې پورې هېواد چې په اوکراین کې د خپلې جګړې له کبله وزیات شوی، هېوادونه او سازمانونه شامل دي.

اوس په دغه فهرست کې اسراییل هم ورزیات شوی دی، هغه څه چې د دغه هېواد سخت عکس العمل یې پارولی دی.

په ملګرو ملتونو کې د اسراییل استازي ګیلاد اردن (Gilad Erdan) دا یوه شرموونکې پرېکړه وبلله او ویې ویل په دې باب پرون جمعه رسماً اطلاع ورکړل شوې ده.

په ملګرو ملتونو د فلسطین استازي ویلي چې د ده په ټکو "د شرم په لېست" کې د اسراییل ورزیاتول به هغه لسګونه زره ماشومان چې په تېرو لسیزو کې د اسراییل له‌خوا وژل شوي، بېرته راستانه نه کړي.

ټاکل شوې دغه نړیوال فهرست چې د ماشومانو او وسله‌والې شخړې په باب یو راپور یې هم مل دی، راروانه جمعه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي دغه فهرست امنیت شورا ته لېږي او بیا امنیت شورا پرېکړه کوي چې په دې اړه کوم اقدام وکړي که نه.

په فهرست کې د اسراییل تر څنګ د فلسطینیانو حماس او د اسلامي جهاد ډلې هم شاملې کړای شوې دي.

د امریکا متحد ایالتونه چې د امنیت شورا له پنځو دایمي غړو ګڼل کېږي، د اسراییل پر وړاندې چې د اوږدې مودې متحد یې دی، اقدام کولو ته لېوالتیا نه ښيي.

د غزي یوه څنډه کې جګړه ځپلي د اوبو لېږدولو پر مهال.
د غزي یوه څنډه کې جګړه ځپلي د اوبو لېږدولو پر مهال.

بل دایمي غړی هېواد، روسیه ده چې ملګرو ملتونو تېر کال روسي ځواکونه په اوکراین کې پر ښوونځیو او روغتونونو د حملو دغه راز د هلکانو او نجونو د وژنې له کبله په تور لیست کې شامل کړل، خو امنیت شورا کوم اقدام ونه کړ.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش به امنیت شورا ته ووايي چې اسراییل او حماس ډله د ماشومانو له حقونو سرغړونې کوي او د یو بل په وړاندې د جګړې له کبله یې ماشومانو ته خطر پېښ کړی دی.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه توندلارې ډله حماس، یو تروریستي سازمان ګڼي.

په دغه نړیوال فهرست کې د اسراییل د نوم ورزیاتول به احتمالاً په غزه کې د اسراییل جګړې ته د نړیوالو پام نور هم واړوي او د ملګرو ملتونو او د اسراییل ترمنځ به کړکېچ نور هم زیات کړي.

د ملګرو ملتونو د تېر کال د راپور په سریزه کې ویل شوي وو، دوی هغه اړخونه په فهرست کې زیات کړي، چې د ماشومانو په ګواښلو، او وژلو، جنسي تېري او د ماشومانو په وړاندې د جنسي تېري په نورو ډولونو تورن دي، دغه راز یې پر ښوونځیو او روغتونونو حملې کړې دي.

د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت نن شنبه په یوه اعلامیه کې ویلي، د اکټوبر له اوومې په غزې تړانګه کې د روانې جګړې له کبله د ماشومانو په ګډون ۳۶زره ۸۰۱ کسان وژل شوي او ۸۳زره ۶۸۰ نور ټپیان شوي دي، خپلواکو سرچینو دغه شمېرې تایید یا رد کړي نه دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG