د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۹

غزه کې پر یوه ښوونځي د اسراییل هوايي برید؛ ۳۳ کسان وژل شوي


په غزه کې پر یوه ښوونځي د اسراییلو برید له کبله د اوښتو زیانونو انځور
په غزه کې پر یوه ښوونځي د اسراییلو برید له کبله د اوښتو زیانونو انځور

د غزې روغتیایي چارواکي پر یوه ښوونځي د اسراییل په برید کې د لسګونو کسانو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د غزې روغتیایي چارواکي وایي، د غزې په مرکزي برخه کې پر یوه ښوونځي چې بېځایه شویو فلسطینیانو په‌کې پناه اخیستې وه، له ۳۰ زیات کسان وژل شوي دي.

د چارواکو په خبره د وژل شویو کسانو ۲۳ یې ښځې او ماشومان دي.

د اسراییل پوځ ویلي چې له دغه ښوونځي حماس چې متحده ایالات او اروپایي ټولنه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني، د یوه مرکز په توګه کار اخیست.

د اسوشېټېډ پرېس خبري آژانس د راپور له مخې دا په غزې تړانګه کې چې اسراییل بریدونه پراخ کړي، د هغو فلسطینیانو چې په سیمه کې د پناه موندلو هڅې کوي، د ډله‌ییزې مرګ‌ژوبلې وروستۍ بېلګه ده.

د تېرې شپې دغه برید وروسته له هغې شوی چې د اسراییل پوځ اعلان وکړ چې د غزې په مرکزي برخه کې یې د حماس د سخت دریځو پر وړاندې چې په خبره یې ځانونه بېرته سمبالوي، نوي هوایي او ځمکني عملیات پیل کړې دي.

د راپور له مخې اسراییلي ځواکونه په کراتو کراتو د غزې تړانګې هغو برخو ته بیا ورغلي چې مخکې یې په‌کې عملیات ترسره کړې او دا په سیمه کې د اسراییل د نژدې اته میاشتنې جګړې سره سره، د دې سخت دریځې ډلې د مقاومت ښکارندويي کوي.

غزه کې پر ښوونځي تر برید وروسته د یو شمېر وژل شویو کسانو د جنازې مراسم
غزه کې پر ښوونځي تر برید وروسته د یو شمېر وژل شویو کسانو د جنازې مراسم

عیني شاهدانو او د روغتون چارواکو ویلي چې پر السردي ښوونځي چې چارې یې د UNRWA په نوم د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره سمبالوي او اسراییل نن سهاروختي پرې برید کړی، هغو فلسطینیانو پناه اخیستې وه چې د غزې په شمالي برخه کې د اسراییل د پوځي عملیاتو او بمباریو له امله تښتېدلي دي.

د راپور له مخې په سیمه کې یوه نژدې روغتون او د اسوشېټېډپرېس خبریال د دغه برید له امله په روغتون کې د لږترلږه ۳۳ کسانو مړینه تایید کړې ده.

ویل شوي چې د وژل شویو کسانو ۱۴ یې ماشومان او نهه یې ښځې دي.

د اسراییل پوځ هم نن پنجشنبې پر دغه ښوونځي د جېټ جنګي الوتکو د برید پخلی وکړ، خو ویې ویل چې د حماس او اسلامي جهاد سخت دریځو له دغه ښوونځي څخه پر اسراییلي ځواکونو د حملو د پلانولو لپاره د یوه پناه ځای په توګه کار اخیست.

اسراییل په غزه کې پوځي عملیات وروسته له هغې پیل کړي چې حماس ډلې د تېر کال د اکټوبر په اوومه د دې هېواد پرقلمرو په براخ برید سره شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او شاوخوا دونیم سوه یې یرغمل کړل.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG