د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

د هسپانیا، ناروې او ایرلنډ لخوا د فلسطین په رسمیت پېژندل


د هسپانیا او فلسطین بیرغونه
د هسپانیا او فلسطین بیرغونه

د هسپانیا صدراعظم پیدرو سانچیز نن په مادرید کې ملت ته په ټلویزیوني وینا کې وویل، د فلسطیني دولت د رسمیت پېژندنې تاریخي پرېکړه یو هدف لري چې هغه له اسراییلو او فلسطینیانو سره مرسته ده څو سولې ته ورسېږي.

د اسراییلو د بهرنیوچارو وزیر اسراییل کاتز سمدستي پر خپله ایکس پاڼه دا پرېکړه وغندله او ویې ویل چې د سانچیز حکومت د یهودانو د ډلوژنې په پارونه او جنګي جرایمو کې شریک دی.

ایرلنډ هم ډېرژر د هسپانیا لاره تعقیب کړه او د فلسطیني دولت د رسمیت پېژندنې په اړه خپله پرېکړه یې اعلان کړه او ورپسې د فلسطینیانو بیرغ په دوبلین کې د پارلمان د ودانۍ مخې ته اوچت شو.

د ایرلنډ صدراعظم سایمن هریس د دې پرېکړې د لاسلیک پرمهال د کابینې غونډې ته وویل چې دا شېبه خورا مهمه ده.

هغه زیاته کړه دی فکر کوي چې دا پرېکړه به نړیوالو ته دا پیغام ورسوي چې دوی هم د یو هېواد په توګه عملي اقدام کولای شي څو په منځني ختیځ کې د دوو دولتونو د حل لارې هدف او هیله ژوندي وساتي، هغه هم په داسې حال کې چې د ده په وینا ځینې نور هڅه کوي دا هدف او هیله په بمونو وولي او هېره یې کړي.

د ناروې د بهرنیوچارو وزیر ایسپین بارت ایډي په یوه بیان کې وویل چې هېواد یې له څه باندې ۳۰ کلونو راهیسې د فلسطیني دولت د جوړېدو غوښتونکی و خو اوس چې فلسطین د یوه دولت په توګه په رسمیت پېژني، دا د فلسطین او ناروې په اړیکو کې یو ټاکونکی پړاو دی.

د هغو هېوادونو شمېر اوس ۱۴۵ ته ورسېده چې فلسطینی دولت په رسمیت پېژني چې فلسطینی دولت په رسمیت پېژني خو له هسپانیا، ناروې او ایرلنډ پرته د لویدیځ هېڅ لوی هېواد په دې ډله کې نه دی شامل او ځکه نو نننی اقدام د فلسطینیانو د هغو هڅو لپاره لویه بریا بلل کېږي چې غواړي د نړیوالو عامه ذهنیت ځان ته جلب کړي.

دې اقدام د اروپايي ټولنې او اسراییلو اړیکو ته هم یو ټکان ورکړ ځکه د دوشنبې په ورځ مادرید ټینکار وکړ چې اروپايي ټولنه د غزې په جنوبي ښار رفح کې د اسراییلو د پوځي عملیاتو د دوام پرضد باید یولړ اقدامات وکړي.

د ایرلنډ د بهرنیوچارو وزیر میکاییل مارتین پرون د اروپايي ټولنې د بهرنیوچارو د وزیرانو غونډې ته وویل ده ته د لومړي ځل لپاره د اروپايي ټولنې په غونډه کې پر اسراییل د بندیزونو د لګولو په برخه کې د پام وړ بحثونه ترسترګو شول.

د ایرلنډ صدراعظم سایمن هریس نن وویل چې اروپايي ټولنه باید پر اسراییل د بندیزونو د لګولو په اړه غور وکړي. هغه زیاته کړه چې اروپايي ټولنه په دې برخه کې ډېر څه کولای شي.

فلسطینیان له څو لسیزو راهیسې په غزه، لویدیځه غاړه، ختیځ بیت المقدس او هغو سیمو کې چې اسراییلو د ۱۹۶۷ کال په جګړه کې لاندې کړې دي د یوه خپلواک دولت جوړېدل غواړي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG