د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۲

د غزې په رفح کې د بمباریو او سختو نښتو راپور ورکړل شوی


په رفح کې د روانو جګړو یوه څنډه
په رفح کې د روانو جګړو یوه څنډه

د غزې په جنوبي ښار رفح کې پرون هم بمباري او سختې نښتې روانې وې.

د غزې په جنوبي ښار رفح کې د هغو پوځي عملیاتو تر لسو زیاتې ورځې وشوې چې اسراییل یې محدود عملیات بولي، خو د سیمې اوسېدونکو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې پرون شنبه هم په دغه ښار کې سخته بمباري او وسله‌والې نښتې روانې وې.

د غزې الکویت روغتون ویلي چې د رفح د بېځایه شویو پر یوه کمپ د اسراییل د وړمې شپې د حملې له کبله دوه تنه وژل شوي دي.

عیني شاهدانو ویلي، د رفح په جنوب ختیځ کې سختې وسله‌والې جګړې او په ختیځ کې د اسراییل د جېټ الوتکو له خوا بمبارۍ روانې وې.

د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې د اسراییل دفاعي ځواکونو پرون اعلان وکړ چې د فلسطین د اسلامي جهاد ډلې هغه قوماندان یې وژلی چې ویل کېږي په رفح ښار کې د دې ډلې د لوژستیکي چارو مشر و.

د فلسطین د اسلامي جهاد ډله د حماس چې د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه یې تروریستي سازمان ګڼي، متحده ډله ګڼل کېږي.

د اسراییل دفاعي ځواکونو ویلي، په تازه هوايي حملو کې یې د حماس ډلې ځینې مورچلونه ویجاړ کړي دي.

د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې، د اسراییل ځواکونو په رفح ښار کې ځینې سیمې نیولې دي.

دغه ښار ته چې د مصر پولې ته څېرمه پروت دی، د غزې له نورو برخو د جګړو له ډاره تر یو ملیون زیاتو فلسطینیانو پناه وروړې ده.

له رفح څخه کډه شوي کډوال
له رفح څخه کډه شوي کډوال

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې پرون وویل چې د اسراییل د ځمکنیو پوځي عملیاتو له پیلېدو سره له رفح ښار نږدې اته سوه زره کسان نورو سیمو ته په کډې کولو مجبوره شوي دي.

په رفح کې د حماس ډلې د ځپلو په نیت، روانه میلادي میاشت د اسراییل له خوا د پوځي عملیاتو پیلولو، مصر او د امریکا متحد ایالتونه په غوسه کړي دي.

اسراییل چې په تېره جنورۍ میاشت کې یې د غزې تړانګې په شمال کې د خپلو پراخو عملیاتو د پای ته رسېدو خبر ورکړی و، روانه میاشت یې د غزې د شمال په ځینو برخو کې خپل تازه پوځي عملیات وکړل.

اسراییل هغه وخت ویلي وو چې ځواکونه به یې د توندلارې ډلې حماس د بیا منسجم کېدو د مخنیوي لپاره بېرته دغو ساحو ته راستانه شي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د اسراییل پوځ پرون په مخکنیو ۲۴ ساعتونو کې په غزې تړانګه کې ۷۰ اهداف بمباري کړي او پرون یې د رفح ښار په ختیځ کې هم ځمکني عملیات روان وو.

په همدې حال کې اسراییل اعلان وکړ چې د بشري مرستو لومړۍ جوپه پرون کلابند شوي ښار رفح ته ورسېده.

په غزه کې دا جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې لومړی توندلارې ډلې حماس د اکټوبر میاشتې پر اوومه پر اسراییل په حملې سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او شاوخوا ۲۵۰ نور کسان یرغمل کړل.

اسراییل وايي، لا هم تر ۱۰۰ زیات کسان یرغمل دي چې د موندلو او خلاصولو هڅه یې کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG