د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۵

الاکبروف: د هغو ولایتونو په اړه معلومات نه‌لرو چې ډېر نشه‌يي مواد په‌کې جوړېږي


کوکنار، انځور - ارشيف
کوکنار، انځور - ارشيف

د ملګرو ملتونو سازمان وايي، تر اوو میاشتو ډېر وخت تېر شوی چې د طالبانو مشر د کوکنارو کښت منع کړی دی، خو تر اوسه په عمل کې د دې فرمان نتيجه هغسې نه ده ليدل شوې لکه دوی چې يې هيله درلوده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر مشر په قزاقستان کې د منځنۍ اسيا اقتصادي غونډې ته د افغانستان د اقتصادي او زراعتي وضعیت په اړه وويل، ملګري ملتونه هڅه کوي چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت او نشه يي موادو توليد له نژدې څخه وڅاري.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا (OCHA) مشر راميز الاکبروف وايي، د دې لپاره چې شفاف نتايج تر لاسه شي دوی هوډ لري چې د کوکنارو د کښت او نشه يي موادو د توليد وضعیت له نژدې څخه وڅېړي.

"زما په اند د بديل کښت یا بديل معيشيت خبره ډېره دقيقه نه ده، د افغانستان خلک، که کوکنار کري او که يې نه کري ټول بې‌وزله دي"

نوموړی وايي: "موږ تر اوسه د هغو ولایتونو په اړه معلومات او جزيات نه لرو چې ډېر نشه يي مواد په‌کې جوړېږي. موږ هيله لرو چې د نشه يي موادو جوړول کم شي، خو له کومې ورځې راهيسې چې (UNODC) د کوکنارو د تېر فصل په اړه د سټلايټ په وسيله انځورونه اخيستي او د دې انځورونو په رڼا کې يې تازه شمېرې اعلان کړي، د نشه يي موادو د توليد وضعیت به هغه مهال ښه معلوم شي چې موږ دا وضعيت له نژدې څخه وڅېړو او ووينو چې په ساحه کې څه روان دي."

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دې بنسټ مشر وايي، له دوولسو مياشتو راهيسې د اقتصادي ستونزو او بې‌وزلۍ له امله د افغانستان وضعیت خراب شوی دی.

د ده په وينا، ملګرو ملتونو په هغو ولایتونو کې بزګرو ته د کوکنارو د بديل کښت په توګه زراعتي تخمونه ورکړی چې هلته ډېر نشه يي مواد جوړېدل، خو له دوو څخه نيولې بیا تر دریو کالو پورې وخت ته اړتیا ده چې دا تخمونه نتيجه ورکړي.

د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې ادارې په يوه تازه خپاره شوي راپور کې راغلي چي، په افغانستان کې په روان شمسي کال کې د کوکنارو کښت دېرش سلنه ډېر شوی او له دې لارې بزګرو ډېرې پيسې ترلاسه کړي دي.

د پخواني حکومت له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت د پالیسۍ او ستراتيژۍ معين ډاکټر ظفر وايي، بزګر د بديل کښت په مرسته عادت کول او د کوکنارو نه کرلو په صورت کې له بزګرو سره مرستې کول به ښې پايلې ونه لري.

نوموړی وايي: "زما په اند د بديل کښت یا بديل معيشيت خبره ډېره دقيقه نه ده، د افغانستان خلک، که کوکنار کري او که يې نه کري ټول بې‌وزله دي، ټول متوازن انکشاف او مرستې ته اړتیا لري. زما په نظر مرستې د نشه يي موادو له مسئلې سره تړل داسې مانا لري لکه موږ چې هغوی ته امتياز ورکوو، ښه خبره دا ده چې نشه يي مواد بند شي دي او باید له منځه يووړل شي، خو باید پر ځای يې له ټولو بزګرو سره مرستې وشي."

د طالبانو حکومت د روان شمسي کال د حمل په مياشت کې د کوکنارو د کښت تر منع کولو وروسته د امريکا متحده ايالتونو په ګډون، له ځينو هېوادونو سره اړيکې ونيولې او له هغوی څخه يې وغوښتل چې د بديل کښت په برخه کې له افغان بزګرو سره مرستې وکړي، خو تر دې مهاله هيڅ يوه هېواد له دوی سره په دې برخه کې مرستې نه دي کړي.
-----------------------

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:08 0:00
  • 16x9 Image

    محمد ایاز ترنک

    محمد ایاز ترنک (Mohammad Ayaz Tarnak) په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان څانګې خبریال دی چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.

XS
SM
MD
LG