د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۰

ای او ایم:افغانستان تر ټولو بحران ځپلی هېواد او ۲۳،۷میلیونه خلک یې مرستو ته اړ دي


د افغانستان یو شمېر ناورین ځپلې مېرمنې - ارشیف
د افغانستان یو شمېر ناورین ځپلې مېرمنې - ارشیف

په داسې حال کې چې پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلې واکمنۍ له پیل وروسته بې کارۍ او بې وزلي تر بل هر وخت زیاته شوې ده؛ د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان ( ای او ایم) وايي افغانستان لا هم په نړۍ کې تر ټولو ناوړه بشري بحران ځپلي هېواد دی.

دغه سازمان د ۲۰۲۴ کال د افغانستان بحران ته د ځواب ویلو د پلان په راپور کې چې تېره ورځ خپور شوی ویلي، په روان کال کې د اټکل له مخې د افغانستان له نیمايي زیات نفوس ۲۳ عشاریه ۷ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ( ای او ایم) په وینا، د افغانستان د نفوس ۵۲ سلنه یې تر ۱۸ کلونو کم عمره جوړوي چې په ټکو یې دا په نړۍ کې د ځوانانو له پلوه د یوه هېواد تر ټولو زیات نفوس دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان ( ای او ایم) اټکل کوي چې په روان ۲۰۲۴ م کال کې به د افغانستان نفوس ۴۴،۵ ملیون تنو ته ورسیږي چې پنځه کاله مخکې ۳۶،۸ میلیونه و.

په همدې حال کې یو شمېر بې وزله افغانان وايي د بې کارۍ له امله له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، دوی له نړیوالو مرستندویه بنسټونو نه د مرستې غوښتنه کوي.

د ننګرهار یوې اوسېدونکې شکېبا ازادي راډيو ته وویل:

" دا دوه دوه نیم کاله کیږي چې موږ له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ یو، ان د وچې ډوډۍ د اخیستلو توان نه لرو، څوک مو د کار نشته، په تېر جمهوري حکومت کې مې پلار دنده درلوده خو اوس بې کاره دی، ما پوهنتون ویلی خو په ښځو طالبانو کار بند کړی دی او زه هم بې کاره په کور ناسته یم."

د لغمان یو اوسېدونکي سمیع الله هم ورته شکایت وکړ او وې ویل:

" کار روزګار ډېر خراب شوی دی، هره ورځ چوک ته ځو خو کار نه وي، مرستندویه بنسټونه شته خو موږ ته یې هیڅ خیر نه دی رارسېدلی، هغه خلکو سره مرسته کیږي چې څوک واسطه او رابطه ولري، خوار او غریب سره هیڅ ډول مرسته نه کیږي."

راپور کې اقلیمي بدلون او اغېزې یې د بشري ناورین د شدت یو بل لامل یاد شوی
راپور کې اقلیمي بدلون او اغېزې یې د بشري ناورین د شدت یو بل لامل یاد شوی

په راپور کې راغلي دي چې اقلیمي بدلون وچکالي زیاته کړې او د سېلابونو لامل شوي دي چې له امله یې معیشت له ګواښ سره مخ شوی دی.

ای او ایم دغه شان ویلي چې په تېر ۲۰۲۳ میلادي کال کې د افغانستان درې په څلورمه برخه کلیوالي سیمې له سختې وچکالۍ او له شلو زرو ډېر افغانان د سېلابونو له امله اغېزمن شول او نږدې دوه میلیونه خلک په هغه سیمو کې ژوند کوي چې د سېلابونو له امله به ډېر اغېزمن شي.

د کډوالو نړیوال سازمان همدارنګه ویلي چې په افغانستان کې د ننه پر پخوانیو بې ځایه شویو سربېره، سږکال به له ۹۰۰ زره زیات نور کسان هم په دې هېواد کې له خپلو سیمو بې ځایه شي.

دغه سازمان خبرداری ورکړی په داسې حال کې چې د دوی تمرکز په پاکستان دی خو له ایرانه د کډوالو راستنېدنه به پر منابعو اغېز لا زیات کړي.

هڅه مو وکړه چې د ای او ایم د وروستي راپور په اړه د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد نظر هم ولرو، خو نوموړي د دې راپور تر خپرېدو زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.

مخکې بیا د طالبانو حکومت په وار وار ادعا کړې چې په افغانستان کې بشري وضعیت هغومره هم خراب نه دی لکه څنګه چې د نړیوالو سازمانونو په راپورونو کې ښودل کېږي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا د تېرې مارچ میاشتې په راپور کې ویلي وو چې سږ کال به نږدې ۲۴ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري چې تر نیمايي زیات یې نجونې او ښځې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG