د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۴

راپور: په افغانستان کې یوازې ۱۲سلنه معلولین بشري مرستو ته لاسرسی لري


ارشیف: په نیمروز کې معلولین
ارشیف: په نیمروز کې معلولین

یو مرستندویه سازمان په یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې یوازې ۱۲سلنه معلولین بشري مرستو ته لاس‌رسی لري.

د ګرونډ ټروت سلوشن "Ground Truth Solutions" سازمان د دوشنبې په ورځ یو راپور خپور کړ چې په‌کې يې ويلي، په افغانستان کې د معلولیت لرونکو وګړو لپاره بشري مرستو ته لاسرسی ډېر ستونزمن دی.

دغه راپور د ۲۰۲۳ کال د اګست او سپټمبر میاشتو ترمنځ د افغانستان په ۷ بېلابېلو ولایتونو کې له څه باندې دوه زره کسانو سره مرستو ته د لاسرسي په اړه د مرکو پر بنسټ چمتو شوی چې ۳۹۹ تنه یې معلولیت لرونکي کسان دي.

دغه نړیوال مرستندویه سازمان ویلي چې یوازې ۱۲سلنه معلولین بشري مرستو ته لاسرسی لري او ۶۱ سلنه یې بیا بشري مرستو ته هيڅ لاسرسی نه‌لري.

د دې راپور له‌مخې، معلولیت لرونکي وګړي د مرستې د وېشلو څرنګوالي، د مرستو د ترلاسه کولو لپاره د نومليکنې او د دغه ډول مرکزونو څخه د دوی د ليرې والي له امله لږ پوهاوی لري او د دوی ۷۹سلنه په ټوله کې دا معلومات نه‌لري.

په دغه راپور کې بشري مرستو ته د نه لاسرسي تر ټولو مهم لاملونه د فساد شتون، ځان ته د مرستو ګرځول، اړمنو ته د ټولو مرستو نه وېش او د تبعیض شتون بلل شوي دي.

که څه هم په راپور کې د دې وضعیت لامل نه‌دی په ګوته شوی، خو د طالبانو پر حکومت تر دې مخکې هم ورته ادعاوې شوې چې طالب چارواکو تل دا ډول ادعاوې رد کړې دي.

د دغه راپور د شمېرو له‌مخې، یوازې ۱۴سلنه معلولینو ویلي چې له مرسته کوونکو سره خپل نظرونه او اندېښنې شریکوي.

په راپور کې د روغو کسانو د کم لاسرسي خبره هم شوې او ویل شوي چې له دغو کسانو څخه یوازې ۳۰ سلنه مرستو ته لاسرسی لري.

دغه سازمان سپارښتنه کړې چې د معلولیت لرونکو وګړو د بشري مرستو د ثبت او وېش په بهیر کې دې د مرستو د وېش د وخت او ځای په اړه لا ډېر معلومات ورکړل شي او دغو کسانو ته په نږدې سیمو کې دې د مرستو مرکزونه جوړ شي او د مرستو د وېش د بهیر د ښه کولو لپاره بايد د هغوی نظریات واورېدل شي.

ګرونډ ټروت سلوشن Ground Truth Solutions یو نړیوال غیردولتي سازمان دی چې د بحران له امله اغېزمن شويو خلکو سره مرسته کوي ترڅو د بشردوستانه مرستو د تګ‌لارو ډیزاین او پلي کولو کې اغېزمن تمام شي.

یک فرد معلول در ولایت غور - عکس از آرشیف
یک فرد معلول در ولایت غور - عکس از آرشیف

د فارياب ولايت د خواجه سبزپوش ولسوالۍ يو معلول حميدالله چې لاس او پښې يې معلولې دي، وايي روغتيايي او خوراکي مرستو ته يې لاسرسى محدود دى.

هغه ادعا کوي چې په دې وروستيو کې يې له يوې مرستندويه موسسې څخه يوه بوجۍ اوړه او غوړي ترلاسه کړي، خو ځايي شورا دغه خوراکي توکي له څلورو نورو کورنيو ترمنځ ووېشل.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "ويې ويل، دا وویشئ، که تاسو يې ونه وېشئ، موږ به بیا ستاسو نوم په لېست کې ونه‌نيسو، زه مجبور شوم، اوړه او غوړي مې تقسيم کړل. خو کله چې انجنیرانو ماته اوړه راکړل، ویې ویل چې موږ ستاسو سروې کړې او دا ستاسو حق دی."

په همدې حال کې د ننګرهار ولايت يو معلول چې نه‌يې غوښتل نوم يې په راپور کې خپور شي وايي، د بشري مرستو د وېش په بهير کې بايد لومړيتوب هغو معلولينو ته ورکړل شي چې کاري فرصتونو ته لاسرسی نه‌لري.

هغه وویل: "موږ له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوو چې معلولینو ته ځانګړې پاملرنه وکړي. هغه مؤسسې چې په افغانستان کې کار کوي او له نړیوالې ټولنې پیسې ترلاسه کوي باید هغوی ته وویل شي چې معلولینو ته لومړیتوب ورکړي، ځکه د دوی وضعیت خراب دی."

شکيلا، چې يوه معلوله مېرمن او ورزشکاره ده او د طالبانو له بنديزونو سره مخ ده وايي، د دې ترڅنګ چې طالبانو پر ښځو بنديزونه لګولي، دوی ته مرستو ته هم لاسرسی نه‌لري.

هغه زیاتوي: "زه په ډېرو سختو شرایطو کې ژوند کوم، زه او نورې معلولې ښځینه ورزشکارانې د نړیوالې ټولنې بشري مرستو ته اړتیا لري. زما ژوند زما لپاره ډېر ستونزمن دی."

دا راپور په داسې حال کې خپرېږي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا د روان کال ثور میاشت کې خبر ورکړ چې په ۲۰۲۳ کال کې به په افغانستان کې د معلولیت لرونکو کسانو شمېر دوه میلیونه او څلور سوه زرو تنو ته ورسېږي.

اوچا اندېښنه وښوده چې په افغانستان کې بشري ناورین به د دغه هېواد د معلولیت لرونکو وګړو پر ژوند ناوړه اغېز وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG