د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۱

د موټرو د رنګ بدلولو له لوړ او جبري لګښت څخه د کابل د ټکسي چلوونکو شکایتونه


د طالبانو د حکومت لخوا ټکسي موټرو ته نوی غوره شوی رنګ
د طالبانو د حکومت لخوا ټکسي موټرو ته نوی غوره شوی رنګ

یو شمېر ټکسي چلوونکي وايي چې د طالبانو حکومت په کابل کې یوازې له یوه شرکت سره د ټکسې موټرو د رنګ د بدلولو قرارداد کړی چې د دوی موټرې په لوړ لګښت رنګوي.

د دوی په ټکو، له رنګولو مخکې د موټر ترمیم او کوپي کشي هم د موټر د خاوندانو پر غاړه ده چې له امله یې د موټرونو د رنګ بدلولو لګښت ډېرېږي.

په کابل کې یو تن ټکسي چلوونکی چې د ټکسي موټر د رنګ بدلولو له لوړ لګښت څخه شکایت کوي، ازادي راډیو ته وویل:

" د ترانسپورت رياست له کوم شرکت سره قرارداد کړی، بیا یې هلته راجع کوي، لومړی باید پیسې تحویل شي بیا په وار رنګیږي."

د ده د خبرو پر بنسټ، د طالبانو حکومت د ترافيکو رياست له یوه مشخص شرکت سره د ټکسي موټرو د رنګ بدلولو لپاره قرار دارد لاسلیک کړی او ازادو بازارونو کې د رنګ بدلول دوی ته د منلو نه دي.

دا چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وویل چې د طالبانو حکومت په قراردادي شرکت کې د تکسي موټر رنګ بدلولو لګښت لوړ دی.

" ډېر څه دي چې مخکې له رنګ کولو باید تر سره شي، لکه: کوپي کشي، د موټر ځينې برخې شړېدلې وي چې مسوولیت یې د موټر په مالک دی او هغه یې باید جوړ کړي، بیا یې ترانسپورت ته تسلیموي او ترانسپورت یوازې او یوازې رنګوي یې چې هغه هم ډېر بې کیفیته رنګ دی."

ټکسي چلوونکي مکلف شوي چې د موټرو د رنګ بدلولو لپاره یې هماغه یوه شرکت ته چې د طالبانو حکومت ورسره قرارداد کړی، مراجعه وکړي
ټکسي چلوونکي مکلف شوي چې د موټرو د رنګ بدلولو لپاره یې هماغه یوه شرکت ته چې د طالبانو حکومت ورسره قرارداد کړی، مراجعه وکړي

يو بل ټکسي چلوونکى د دې خبرې په تاییدولو سره وايي چې يوازې د موټر رنګولو لګښت شاوخوا لس زره افغانۍ دى چې بايد قراردادي شرکت ته وسپارل شي.

ده هم چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل:

" څه کم لس زره روپۍ خو خپله پرې مصرفوې بیا تیاره مړۍ هغه شرکت ته ځي چې اوس ٩ زره او ٨٠٠ افغانۍ اخلي پخوا یې ٩ زره او ١٥٠ افغانۍ اخیستې، اوس يې بيه لوړه کړې، یوازې یو رنګ پرې وهي بس! خو په کار کې خرابي چېرته ده؟ خرابي دا ده چې که همدا رنګ په بهر کې و کړئ نو له ٤ زره یا ٥ زرو څخه ډیر لګښت پرې نه راځي"

په کابل کې يو بل ټکسي چلوونکى وايي چې کار یې ښه نه چلیږي، نشي کولای چې د طالبانو حکومت قراردادي شرکت ته دومره پيسۍ ورکړي او اړ دی چې پور واخلي.

" موټر لومړی د ترافیکو ریاست ته ځي، بیا یې د ترافیک ریاست د ترانسپورت ریاست ته تسلیموي چې هلته رنګیږي، له کوم شرکت سره یې قرار داد کړی، د شرکت په نوم نه پوهېږم، د خلکو اقتصاد ډېر ضعيف دی او نشي کولای چې دومره پيسې هغه ریاست ته تسلیم کړي."

له ډېرو هڅو سره سره ونه توانیدو چې د ټکسي موټرو د رنګ بدلولو قراردادي شرکت له مسوولینو سره اړیکه ونیسو.

خو د طالبانو حکومت د ترافيکو رياست سکرتر او وياند نجات نواز دا خبره تاییدوي چې د ټکسي موټرو د رنګ د بدلولو لپاره دوی له يوه شرکت سره قرارداد کړى دى.

دې ادعا کوي چې دغه قرارداد د ازادې داوطلبۍ له لارې شوى دى.

نجات نواز، یوه شرکت ته د تکسي موټرو د رنګ بدلولو د چارې سپارل، د یو کوډ درلودل او ورته والی ګڼي.

دوه هغه ښاري ټکسي موټرې چې د طالبانو له غوره کړي رنګ سره کابل ښار کې فعالیت کوي
دوه هغه ښاري ټکسي موټرې چې د طالبانو له غوره کړي رنګ سره کابل ښار کې فعالیت کوي

د طالبانو حکومت د ترافيکو رياست وياند د دغه رياست د قراردادي شرکت له خوا د ټکسيو د رنګولو د لګښت په اړه ازادي راډيو ته وويل:

"په ښار او بازار کې اوازه ده چې موترونه په بازار کې ارزانه رنګ کیږي. موږ هم په دې اړه ډېرې څیړنې وکړې، خو داسې اسناد مو پیدا نکړل چې موټر په ټیټه بیه رنګ شي. که چرته رنګ هم شي ښايي ډېر استثنا وي. "

نوموړي زياته کړه چې د ټکسي موټرو خاوندانو ته په نورو شرکتونو کې د رنګ کولو اجازه نه ورکول کېږي ځکه د ده په ټکو، دوی قراردادي شرکت ته ځانګړې پالېسي او کوډ ورکړی دی.

خو ولې ټکسي چلوونکي وايي اقتصادي وضعیت یې ښه نه دی، اړ دي چې د خپلو ټکسيو رنګ له ژیړ څخه شین ته بدل کړي؟

د طالبانو حکومت د ترافيکو پوليسو مسولین وايي چې د دې کار لامل د ټکسي موټرو د پخواني رنګ لپاره د ځانګړي کوډ نشتوالى دى.

دغه ریاست شاوخوا یو کال مخکې پرېکړه وکړه چې په پلازمېنه کې د ټکسي موټرو رنګ له ژېړ، شین (فیروزه ای) او سپین ته او د اطرافو د ټکسیانو رنګ شین (فیروزه ای) ته بدل شي.

د طالبانو حکومت د ترافيکو رياست د مسوولينو د معلوماتو له مخې، دغه بهير له کابل وروسته په ننګرهار، کندهار، بلخ او هرات ولايتونو کې پيل شوى دى.

د ټکسي موټرو د رنګ بدلولو پروسه د شنبې په ورځ د وري په ١١مه په هرات ولايت کې پيل شوه او ټاکل شوې چې په کندز او خوست ولايتونو کې هم پيل شي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

XS
SM
MD
LG