د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۱

ملګري ملتونه: د هرات ډېر زلزله ځپلي اوس هم بشري مرستو ته اړتیا لري


د هرات یو شمېر زلزله ځپلي - ارشیف
د هرات یو شمېر زلزله ځپلي - ارشیف

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (يو ان اف پي اى) د افغانستان په هرات ولایت کې د زلزله ځپلو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي چې ډېرى دغه زلزله ځپلي اوس هم بشري مرستو ته اړ دي.

دغه سازمان په یوه راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ د مارچ ۲۸مه ناوخته يې خپور کړى ویلي، زلزله ځپلي خپلو استوګنو ته د راستانه کېدو او د دې مرګونې پېښې له شوک څخه د را وتلو په حال کې دي.

د "يو ان اف پى اى" راپور زیاتوي چې په هرات کې د ډېرې واورې اورښت د دې لامل شوى چې د زلزله ځپلو په حالت کې ښه والى رانه شي.

د ملګرو ملتونو د وګړو د صندوق له خوا د ورکړل شویو احصایو پر بنسټ، په دې زلزله کې ۶۹۰۰۰ زیانمن شوي کسان چې ډېری یې ښځې، نجونې، تنکي ځوانان او ماشومان دي او اوس هم بېړنيو حفاظتي مرستو ته اړتیا لري.

"يو ان اف پي اى" دغه شان زياتوي چې په دوی کې ١٠٠ زره کسان روغتیایی خدمتونو ته اړتیا لري.

د هرات ولایت د زنده جان ولسوالي یوه له هغو ولسوالیو څخه ده چې په دغو زلزلو کې تر ټولو زیات ځاني او مالي زیانونه وراوښتي دي.

د دې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي ناصر نورزي له باران وروسته د تقي نقي د کلي د د زلزله ځپلو د وضعيت په اړه وويل:

"باران ډېر و، د خټو کورونه ټول ړنګ شوي دي، ډېرى کورونه د اورښتونو له امله ويجاړ شوي دي. ، اکثره کورنه چې درز يې درلوده له منځ تللي د ځینو کورونه خراب شوي خيمو کې ژوند کوي، نور څه ووایم، چې دوی څه ته اړتيا لري، خوراکي توکي، په ځانګړي ډول زموږ په خپل کلي کې، ډېر خلک بې وزله دي."

د هرات یو شمېر زلزله ځپلي - ارشیف
د هرات یو شمېر زلزله ځپلي - ارشیف

د هرات د زلزلې يو بل قرباني عمران هم وايي:

"زموږ حالت ښه نه دی په خدای قسم کورون, ټول درز کړى، موږ د کور څنګ ته خیمه لرو، په خیمه کې دننه کله باران راځي او کله واورI، موږ له ډېرو ستونزو سره مخامخ یو".

يوه مېرمن چې نه غواړي د موضوع د حساسيت له امله يې نوم په راپور کې واخيستل شي، وايي چې له زلزلې څو مياشتې وروسته هم نوموړې په زنده جان ولسوالۍ کې په يوې خېمه کې ژوند کوي.

"زه د زنده جان ولسوالۍ يم په خېمه کې اوسېږم، کور مو ټول درز کړى، له خپلو څو ماشومانو سره مې د ژوند حالت هم خراب دی".

هرات کې د تېر کال په اکتوبر میاشت کې څو سختې زلزلې وشوې، لومړۍ زلزله د دې میاشتې ( اکتوبر) په اوومه نېټه وشوه.

دغو زلزلو خلکو ډېر ځاني او مالي تاوانونه اړولي دي.

د هغه ګډ راپور له مخې چې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام، نړیوال بانک، اروپايي ټولنې او د اسیا پراختیايي بانک خپور کړی، په هرات کې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له زلزلې وروسته د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره ۴۰۲،۹ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

د دغه راپور له مخې، دغو زلزلو د هرات په ۹ ولسوالیو کې ۲۷۵ زره کسان زيانمن کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG