د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۸

ملګري ملتونه: په تېرو ۱۵ کلونو کې د افغانستان ۳۴ سلنه ځنګلونه له منځه تللي


ارشیف: په کونړ کې پرې شوی ځنګل
ارشیف: په کونړ کې پرې شوی ځنګل

نن د مارچ ۲۱مه د ځنګلونو د ساتنې نړیواله ورځ ده.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره وايي، د افغانستان ځنګلونه له څلوېښتو کلونو زیاتې جګړې او بې غورۍ له امله اغېزمن شوي دي.

یادې ادارې، د مارچ په ۲۱مه د ځنګلونو د ساتنې د نړیوالې ورځې په مناسبت، په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په تېرو ۱۵ کلونو کې د افغانستان ۳۴ سلنه ځنګلونه له منځه تللي دي.

د دې ادارې د معلوماتو پر بنسټ، افغانستان ۱،۷۸ میلیونه هکتاره ځنګلونه او ځنګلزاره سیمې لري.

د یادونې ده چې له کلونو راهیسې په افغانستان کې ځنګلونو په خپلسري ډول پرې کېږي او حکومتونه یې هم په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.

خو د لغمان ولايت اوسېدونکى حميدالله لقماني ادعا کوي چې په دغه ولايت کې د ځنګلونو په خپلسري پرې کولو د مخنیوي لپاره جدي محدوديتونه لګول شوي.

هغه ازادي راډيو ته وویل: "د جمهوریت پر مهال په لغمان ولایت کې ستونزې زیاتې وې. زورواکي هم ډېره وه، ونې او ځنګلونه به هم له غیراصولي لارې پرې کېدلو، خو اوس امارت (طالبانو) په دې برخه کې محدودیتونه لګولي څوک نه شي کولای ځنګلونه پرې کړي."

خو تر دې وړاندې د زابل ولایت یوه اوسېدونکي ازادي راډيو ته ویلي وو چې تېر کال د ځمکې پر سر د شخړې په پایله کې د مقابل لوري وسله‌والو د طالبانو په حضور کې د ده ۵۶۰ ونې له منځه وړې وې.

د کونړ ځنګلونه
د کونړ ځنګلونه

په ورته وخت کې د چاپېریال ساتنې یو شمېر کارپوهان د افغانستان پر ځنګلونو د لسیزو جګړو د منفي اغېزو په تاییدولو سره وايي چې د ځنګلونو کمېدل د طبیعي پېښو لکه سېلابونو او وچکالۍ د زیاتوالي لامل کېږي.

یو له دوی څخه عبدالباسط رحماني ازادي راډیو ته وویل چې د ځنګلونو ساتل د خوړو په خوندیتوب، د بېوزلۍ په کمولو او د چاپېریال په ساتنه کې مرسته کوي.

رحماني وویل: "د ځنګلونو ساتنه او بیارغونه د ونو د کرلو او د ځنګلي سیمو د ساتنې په ګډون یو شمېر پروګرامونو او پروژو ته اړتیا لري، همداشان د ونو پرې کول باید منع او غیرقانوني وګڼل شي او په ورته وخت کې د مسوولو ادارو او نړیوالو سازمانونو له خوا د عامه پوهاوي لپاره یو شمېر پروګرامونه ترسره شي."

د طالبانو حکومت د کرنې وزارت ویاند مصباح الدین مستعین په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

خو د طالبانو حکومت د کورنيو چارو وزارت نږدې دوه مياشتې وړاندې ويلي وو چې دغه وزارت د افغانستان د ځنګلونو د ساتنې په موخه يوه ځانګړې قطعه جوړه کړې ده.

د دغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع په یوه ویډیويي کلیپ کې طبیعت ته زیان رسول جرم بللی و او زیاته کړې یې وه، هغه کسان چې د ځنګلونو ونې پرې کوي او طبیعي سرچینې له منځه وړي، محاکمه او جزا ورکول کېږي.

د يادونې ده چې د افغانستان په ختيځو او سوېل ختيځو ولايتونو کې د ځنګلونو د پرې کولو ترڅنګ په تېر کال کې په لغمان، کونړ، نورستان او خوست ولايتونو کې د ځنګلونو اورلګېدنه، په سلګونو جريبو ځمکو کې د ځنګلونو د له منځه تلو لامل شوې ده.

د نورستان په ځنګلونو کې اورلګېدنه. ارشیف
د نورستان په ځنګلونو کې اورلګېدنه. ارشیف

د سيمې د اوسېدونکو د ادعاوو پر بنسټ د اور په کنټرول کې ځنډ د دغو ځنګلونو د لا سوځېدو اصلي لامل دی.

يو شمېر کارپوهان په ځنګلونو کې د اورلګېدنې اصلي لامل طبيعي پېښې لکه تندر، د کانونو او کيمياوي موادو موجودیت او په ځينو مواردو کې د انسانانو مداخله بولي او وايي چې حکومت بايد په جدي ډول د ځنګلونو ساتنه وکړي.

له ۲۰۱۲ کال راهیسې د مارچ ۲۱مه د ملګرو ملتونو لخوا د ځنګلونو د ساتنې نړیوالې ورځې په توګه نومول شوې ، څو د نړۍ خلک د ځنګلونو په اهمیت پوه شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG