د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۶

لغمان: په درېیمه ورځ هم د الیشنګ په یوه ځنګل کې لګېدلی اور نه دی مړ شوی


د افغانستان په نقشه کې لغمان ولایت - تصویر له ارشیفه
د افغانستان په نقشه کې لغمان ولایت - تصویر له ارشیفه

د لغمان ولايت اليشنګ ولسوالۍ په يوه ځنګل کې له تېرو درېیو ورځو راهيسې اورلګېدلی چې لا هم نه دی مهار شوی.

د سيمې یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډيو ته وويل، تر اوسه لا د طالبانو حکومتي چارواکي د اور وژنې لپاره نه‌دي ورغلي.

دوی وايي له تېرو دوو ورځو راهيسې د سيمې سلګونه خلک د اور وژنې لپاره سیمي ته ځي، خو د اور په وژلو نه توانیږي.

د اليشنګ ولسوالۍ د مېل درې یو اوسېدونکی داود شاه وايي، له تېرو دوو ورځو راهيسې د سیمې په ځنګل کې اور لګېدلی، خو د ده په ټکو يوازې ولسي خلک يې د مهارولو هڅه کوي چې لا نه‌دي توانېدلي.

نوموړي له سیمي ازادي راډيو ته وویل چې تر اوسه د اور له امله شاوخوا ۴۰ جریبه ځنګل سوزېدلی دی.

داود شاه زیاته کړه:

" عليشنګ ولسوالۍ، مېل دره، تيلي غر، درې ورځې مخکې يو بل غر اور اخيستی و، ټپکال په نوم، کليوال او عام خلک تللي دي هغه اور يې مړ کړی دی، اوس دوه ورځې کېږي يو بل غر اور اخيستی دی، شاوخوا ۴۰ جريبه ځنګل هم سوځېدلی دی، اور اوس هم په‌کې بل دی، پرون او نن ډېر د سيمې خلک ولاړل خو تر اوسه لا اور مړ شوی نه‌دی. "

تصویر له ارشیفه، د نورستان یو ځنګل چې اور یې اخیستی و
تصویر له ارشیفه، د نورستان یو ځنګل چې اور یې اخیستی و

د اليشنګ ولسوالۍ يوه بل اوسېدونکي احسان الله هم ازادي راډيو ته وويل چې د سيمې خلک د اور وژنې هڅه کوي او تمه ده چې کابو يې کړي.

هغه زیاتوي:

" اور خو لګېدلی، نن يې درېيمه ورځ، پرون نه هغه بله ورځ موږ خبر شولو، خلک تر اوسه نه‌دي توانېدلي چې اور مړ کړي، خو څه ناڅه کابو شوی دی، امکان شته چې دا اور مړ شي. ښايي د شپنو له بې‌احتياطۍ اور لګېدنه رامنځته شوي وي، هيڅ لامل يې نه‌دی معلوم."

دا چې د يادې اورلګېدنې له امله سيمه کې څومره ځاني او مالي زيانونه رامنځته شوي او د اور د رامنځته کېدو لامل څه دی؟ ومو غوښتل په‌دې اړه د طالبانو د حکومت طبيعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې وزارت د چارواکو نظر ولرو، خو له بيا- بيا هڅو سره ونه توانېدو.

دلغمان ولايت د اليشنګ ولسوالۍ لپاره د طالبانو د حکومت ولسوال قاري عبدالقاهر ازادي راډيو ته وويل، دوی د اور وژلو لپاره د ولسوالۍ په کچه امکانات کارولي، خو په خبره يې تر اوسه نه‌دي توانېدلي.

د افغانستان په ختیځ کې له څه مودې راهیسې د ځنګلونو د اور اخیستو پېښې زیاتې شوي
د افغانستان په ختیځ کې له څه مودې راهیسې د ځنګلونو د اور اخیستو پېښې زیاتې شوي

قاري قاهر زیاته کړه:

"بس يو اندازه مو اور کنټرول کړی دی، خو بيا هم هغه وسايل او امکانات نه‌شته چې پوره کار پرې وکړو، خو يوه اندازه کار شوی دی."

دی وايي په دې اړه یې ولایتي ادارې ته خبر ورکړی، خو تر دې دمه ورته د اور وژلو امکانات نه دي ورسېدلي.

تر دې مخکې د لغمان د ګاونډیو ولایتونو کونړ او نورستان په ځنګلونو کې وخت ناوخت اور لګیدلی او یوه برخه ځنګلونه د اور خوراک شوي.

د روان لمریز کال د چنګاښ د میاشتې په ۵ مه د کونړ او نورستان په یو شمېر ځنګلونو کې اور لګیدلی و چې له څو ورځو تېرېدو وروسته د سیمه ییزو خلکو په مرسته مهار شو.

هغه مهال د طالبانو د حکومت د طبيعي پېښو ته د رسېدو وزارت چارواکو ويلي وو چې یاد شوي اور شاوخوا ۱۸۰ هکتاره ځنګل سوځولی و.

XS
SM
MD
LG