د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۶

د نورستان په ځنګلونو کې د اور دوام؛ خلکو يې د ژر مهارولو غوښتنه وکړه


ارشيف
ارشيف

د نورستان یو شمېر اوسېدونکي وايي، که د دې ولایت د ځنغوزیو او نښترو په ځنګلونو کې لګېدلی اور مهار نه‌شي، ښايي د کونړ او لغمان ځنګلونو ته هم ورسیږي.

د اوه ورځو په تېرېدو سره د ختیځ ولایت نورستان په واما او نورګرام ولسوالیو کې د ځنغوزیو او نښترو په ځنګلونو کې لګېدلی اور لا هم نه دی مهار شوی.

د سیمې اوسېدونکي اندېښنه لري چې د اور له امله ښايي د یاد ولایت د ځنغوزیو ځنګلونه لمنځه لاړ شي.

که څه هم سیمه ییزو اوسېدونکو د د اور وژلو هڅه کړې ده خو د دوی په وینا نه دي توانېدلي.

د نورستان اوسېدونکي امان الله عنایت وايي: "تر اوسه اور نه دی مهار شوی، ځکه د جوزا میاشت ده، هوا هم تېزه ده، اور ډېر شدت لري، په ډېر سرعت او تېزۍ له یوې سیمې بلې ته انتقالیږي، او د اور د وژلو هیڅ وسایل سیمې ته نه دي انتقال شوي او د اور وژل د ولسونو له توانه هم وتلي دي."

تر اوسه اور نه دی مهار شوی، ځکه د جوزا میاشت ده، هوا هم تېزه ده،

عبدالرحمن د نورستان ولایت بل اوسېدونکی د لګېدلي اور په اړه وايي: "ډېر شدید اور دی، نږدې یولس یا دولس سوه جریبه ځنګل يې لاندې دی کړی، د دې اور کنترول زموږ او د محلي حکومت له توانه بهر کار دی باید د کنترول په برخه کې يې مرکزي حکومت لاس په کار شي."

د نورستان اوسېدونکي وايي، که د دغه اور مخه ونه نیول شوي نو د لغمان او کونړ ځنګلونه به هم د اور خوراک شي.

د نورستان ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست رییس سمیع الحق حق بیان بیا د دغه اور د وژنې په اړه ازادي راډیو ته وویل: "له بده مرغه تېره شپه د تېز باد او شمال له امله اور یو وار بیا زیات شوی دی، له ننګرهاره د اور وژنې عمله سیمې ته رسېدلې ده او د سیمه ییز ځواکونه هم هلته شته، ان شا الله ژر به اور کنترول او دا ستونزه به پای ته ورسیږي."

نورستان پراخ ځنګلونه لري، چې کله کله پکې اور هم لګي.
نورستان پراخ ځنګلونه لري، چې کله کله پکې اور هم لګي.

د طالبانو د حکومت له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت مسؤلان هم د اور شدت تاييدوي خو وايي، د اور د وژلو په برخه کې د تازه پرمختګ په اړه معلومات نه لري.

که څه هم تر دمه د اور د لګېدلو اصلي لامل نه دی مالوم خو د نورستان یو شمېر اوسېدونکو ادعا کړې چې اور د ځنغوزیو د حاصل په سر د سیمه ییزو طالبانو د خپل منځني اختلافاتو له امله رامنځته شوی دی، هغه ادعا چې سیمه ییزو طالب چارواکو رد کړې ده.

نورستان د افغانستان په ختیځ کې پروت په ځنګلونو پوښل شوی ولایت دی چې ځنغوزي، غوزان او نښتر يې د خلکو د عاید ښه سرچینه بلل کیږي.

XS
SM
MD
LG