د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۵

امنیت شورا نن په افغانستان کې د یوناما د ماموریت غځولو په اړه غونډه کوي


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوې غونډې انځور
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوې غونډې انځور

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن جمعه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما د ماموریت د غځولو په اړه غونډه کوي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما ماموریت د روانې مارچ میاشتې په ۱۷مه یعنې دوه ورځې وروسته پای ته رسېږي، ټاکل شوې د دغه ماموریت د غځولو په اړه نن د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه وکړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ویاند مرستیال فرحان حق په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "تمه لرو د جمعې په ورځ چې د مارچ میاشتې ۱۵مه کېږي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوه غونډه ولرو."

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ویاند مرستیال فرحان حق
د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ویاند مرستیال فرحان حق

په دې غونډه کې به د امنیت شورا غړي هېوادونه په افغانستان کې د یوه بل کال لپاره د یوناما د ماموریت پر دوام د یوه پرېکړه‌لیک مسودې ته رایه ورکړي.

له دې سره به په افغانستان کې د یوناما ماموریت د ۲۰۲۵م کال د مارچ تر ۱۷مې غځول کېږي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پنځلسو غړو د دې شورا د مارچ د شپږمې په غونډه کې د یوناما د ماموریت د غځولو ملاتړ کړی و.

یوناما په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي ده چې د ۲۰۰۱م کال د بن له کنفرانس وروسته او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۴۰۱مه ګڼه پرېکړه‌لیک پر بنسټ د غړو د رايو له‌مخې د ۲۰۰۲م کال د مارچ په ۲۸مه په فعالیت پیل وکړ چې فعاليت يې هر کال د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړو د رایو پر بنسټ غځول کېږي.

تېر کال د امنیت شورا په پنځلسو موافقو رایو سره په افغانستان کې د یوناما ماموریت غځولی و.

که څه هم د یوناما د ماموریت د غځولو په اړه تازه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې، خو تېر کال یې د یوناما د ماموریت د غځولو په اړه د امنیت شورا پرېکړې هرکلی کړی و، خو دوی دا ادعا هم لری چې د یوناما فعالیتونه د امریکا له سیاستونو اغېزمن دي او دا ماموریت باید په خپلو پرېکړو کې خپلواک وي.

د طالبانو حکومت د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړي استازي له ټاکلو سره بیا مخالفت کړی، هغه چې ټاکل شوې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټېرېش یې د امنیت د شورا د ۲۷۲۱ پریکړه‌لیک له مخې افغانستان لپاره وټاکي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټېرېش
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټېرېش

که څه هم د ملګر ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک تېره اوونۍ خبریالانو ته وویل چې عمومي منشي لا هم د ځانګړي استازي د ټاکلو پر سلامشورې کوي، خو طالبانو یې وار له مخه مخالفت کړې او ویلي یې دي چې د یوناما په موجودیت کې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکلو ته اړتیا نه‌شته او که ملګري ملتونه داسې اقدام وکړي دوی به ورسره همکاري ونه کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG