د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۷

د کوکنارو د کښت منع کولو مسئله؛ ځينې طالب مشران په دې برخه کې له خپل مشر سره مخالف بلل شوي


ارشیف: د افغانستان جنوب کې د کوکنارو کروندې
ارشیف: د افغانستان جنوب کې د کوکنارو کروندې

ملګري ملتونه وايي چې د طالبانو د حکومت یو شمېر ځايي چارواکي د کوکنارو د کښت منع کولو په برخه کې د خپل مشر له حکم سره موافق نه دي.

ننګرهار، بدخشان، کندهار، هلمند، فراه او غور هغه ولایتونه دي چې د روان شمسي کال په لومړیو مياشتو کې ډېر کوکنار په کې کرل شوي او د طالبانو حکومت ويلي چې څو زره هيکټاره ځمکې يې د کوکنارو له بوټو څخه پاکې کړي، خو اوس د ملګرو ملتونو د سرمنشي په هغه راپور کې چې د امنیت شورا ته د چهارشنبې په ورځ وړاندې شو راغلي چې د په کندهار او بدخشان ولایتونو کې د طالبانو د حکومت ځايي چارواکي د کوکنارو د کښت منع کولو په برخه کې د خپل مشر د فرمان مخالف دي.

ملګرو ملتونه موندلې چې د تاریاکو د یوه کېلو بیه له ۴۱۷ ډالرو څخه ۸۰۲ ډالرو ته پورته شوې او له همدې امله د نشه يي موادو قاچاق کوونکو ډېره ګټه کړې ده، خو د کوکنارو د کښت منع کولو افغان بزګران له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.

د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنيت په شورا کې د افغانستان په اړه د ډېری هېوادونو د استازو غوښتنه دا وه چې په افغانستان کې دې له بزګرو سره د مرستو لړۍ بیا پيل شي.

په ملګرو ملتونو کې د ګاوینا هېواد دايمي استازې کارولین کيت چې د اتو افریقايي هېوادونو په استازولۍ يې خبرې کولې د طالبانو له حکومت او نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې، د افغان بزګرو اړتیاوو ته جدي پاملرنه وکړي.

هغې وايي: "موږ د کوکنارو د کښت او نشه يي موادو په مخنيوي کې د طالبانو د روانو هڅو هرکلی کوو، خو د کوکنارو د کښت منع کولو له امله د بزګرانو پر اقتصادي وضعیت د ناوړه اغېزو په اړه هم اندېښمن یو. موږ له طالبانو او نړیوالې ټولنې څخه غواړو چې، له بزګرانو سره دي مرسته وکړي او هغوی دي وهڅوي چې د کوکنارو پر ځای بدیلو کښتونو ته مخه کړي."

د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي په څېړنه کې راغلي چې د طالبانو د حکومت په وینا، هغوی يوازې په تېر یوه کال کې د نشه يي بوټو د کښت، نشه يي موادو تولید او قاچاقو د مخنيوي لپاره تر دوه زره ډېر عملیات کړي دي.

د دې معلوماتو پر بنسټ، طالبانو ادعا کړې چې دوی په تېر یوه کال کې د نشه يي موادو جوړولو زر کارخانې ویجاړې کړي او د نشه يي موادو د تولید، قاچاقو او خرڅولو په تور يې ديارلس زره نفره نیولي دي.

یوناما د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته راپور ورکړی چې دوی په افغانستان کې د کوکنارو د کښت منع کولو له امله د زیانمن شویو بزګرو سره د مرستو جلبولو لپاره په کابل کې له بهرنیو ډيپلوماټانو سره د غونډو لړۍ پيل کړې ده.

د طالبانو حکومت ملګرو ملتونو ته ويلي چې دوی له زیانمن شویو بزګرو سره د مرستو کولو کافي مالي توان نه لري او باید نړیواله ټولنه له نشه يي موادو سره د مبارزې لپاره د دوی د پروګرامونو ملاتړ وکړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دا مني چې دوی تر دې مهاله له بزګرو سره د کوکنارو د بديل کښت په برخه کې مرستې نه دي کړي او د دې کار علت د مالي امکاناتو نشتوالی بولي.

هغه وايي: "موږ الحمدلله په بشپړ ډول د نشه بوټو د کښت او نشه يي موادو د تولید په مخنيوي کې بریالي یو او صفر ته مو رسولي دي. دوهمه موضوع دا ده چې موږ د قاچاقو د مخنيوي په برخه کې هم فوق العاده کار کړی دی، خو د اسلامي امارت سرچينې، توانايي او امکانات لږ دي. موږ له ټولو هېوادونو څخه غواړو چې زموږ سره د نشه يي موادو د تجارت د مخنيوي په برخه کې همکاري وکړي."

د طالبانو حکومت داسې مهال له نړیوالې ټولنې څخه له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې د مرستو غوښتنه کوي چې يوازې د امریکا متحده‌ایالتونه، جاپان او اروپايي ټولنه د ملګرو ملتونو له لارې په دې برخه کې مرستې کوي، خو نورو هېوادونو تر دې مهاله د طالبانو له حکومت سره مرستو او همکارۍ ته غاړه نه ده ايښې.
-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG