د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۸

استادان: زموږ محصلین د اعتیاد او حافظې د کمزورۍ له امله تحصيل پرېږدي


ارشیف: په افغانستان کې یو شمېر معتادین
ارشیف: په افغانستان کې یو شمېر معتادین

د ښوونځيو او پوهنتونونو ځينې استادان نشه يي موادو، په تېره بیا نشه يي ګولیو ته د اسانه او ارزانه لاسرسي له امله د ځوانانو لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونو پر زیاتوالي ټينګار کوي.

د خيرالله پلار له څو کالو راهيسې د افغانستان په یوه ګاونډي هېواد کې کار کوي او مور يې هغه په دې هيله پوهنتون ته لېږلی و چې تر زده کړو وروسته به د پلار لاسنیوی وکړي او د دوی کورنۍ به له اقتصادي مهاجرت څخه وژغوري، خو د خيرالله ناوړه ملګرو هغه بې لارې کړ او نه يوازې دا چې له تحصيل څخه يې بې برخې کړ، بلکې د اعتیاد له لارې يې د هغه راتلونکی هم په اوبو لاهو کړ.

خيرالله وايي چې خپله لومړۍ نشه يي له سګرېټو څخه پيل کړه.

هغه زیاته کړه: "په پوهنتون کې معتاد شوم، هلته هلکانو سګرېټ او چرس څکول او ما به هم له دوی سره یو یو دود واهه. کله چې په رخصتۍ کې کور ته راغلم زما یو د کاکا زوی عملي و، له هغه سره به مې یو یا دوه دوده ښیښه وهله، کله چې بيرته پوهنتون ته تلم لږ ښیښه مې راسره یووړه، استادان زما په دې کار خبر شول او زما کورنۍ ته يې زنګ وواهه چې ستاسې هلک داسې کارونه کوي، کورنۍ مې ورته وويل چې کور ته يې راولېږئ."

خيرالله نشه پرېښوده او واده يې وکړ، خو تر واده وروسته بيرته په نشو اخته شو، اوس بیا د معتادینو د درملنې په مرکز کې بستري دی، غواړي چې نشه پرېږدي او بيرته له خپلې کورنۍ سره یو ځای شي.

ځينو محصلینو له ازادي راډيو سره د خبرو پر مهال منلې چې د تعليمي مرکزونو په شاوخوا کې نشه يي مواد ازاد خرڅېږي او په پوهنتونونو کې هم ځينې محصلین نشې کوي.

په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون مشر عبدالعزيز صمد یار وايي، نشه د دې سبب شوې چې د ځوانانو حافظه کمزورې شي او تر زده کړو پرېښودلو وروسته په دايمي معتادینو واوړي.

هغه وايي: "انسان تر معتاد کېدو وروسته د یادولو قوه له لاسه ورکوي او یا ډېره کمزورې کېږي، د نوو درسونو د یادولو توان نه لري. کېدای شي د پوهنتون څلور کلنه دوره په يوه ډول تېره کړي، خو کله چې يې په ذهن کې څه پاته نه وي له بېلابېلو ستونزو او ماتو سره مخ کېږي، کېدای شي د ټولګي پر ځای له معتادینو سره یو ځای تر یوه پله لاندې اوسېدل خوښ کړي."

پخوا د عامې روغتیا وزارت د پوهنې وزارت په همکارۍ په ښوونځيو کې د نشه يي موادو د زیانونو په اړه تعليمي پروګرامونه درلودل، خو دوه کاله کېږي چې د مسلکي کارکوونکو د نشتوالي له امله دا پروګرامونه ځنډېدلي دي.

په کابل کې د یوه خصوصي ښوونځي مسوول سمیع الله ایلم وايي چې د نشه يي موادو د زیانونو په اړه د پوهنتونونو او ښوونځيو په نصاب کې کافي معلومات نشته، له همدې امله ځوانان د نشه يي موادو د زیانونو په اړه معلومات نه لري.

هغه وویل: "باید د ښوونځيو په نصاب کې له کښته ټولګيو څخه نيولې بیا تر لوړو ټولګیو پورې د نشه يي موادو د زیانونو په اړه معلوماتو ته ځای ورکړل شي. بل دا چې باید په ښوونځيو کې د نشه يي موادو په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه ولرو، لکه تیاتر. باید ښوونځي داسې پروګرام جوړ کړي چې د ښوونځيو او زده کوونکو د مور او پلار تر منځ کلکې اړيکې وساتل شي او ښوونځي د زده کوونکو کورنیو ته په پرله پسې ډول راپورونه ورکړي."

ټولنپوهان باور لري چې د معتادینو په پرتله د هغوی کورنۍ او د ټولنې عام خلک د نشه يي موادو د زیانونو په اړه معلوماتو ته ډېره اړتیا لري.

د دوی په وینا، دا پوهاوی د دې سبب کېږي چې د ټولنې روغ خلک د نشه يي موادو له شر څخه وژغورل شي او کورنۍ هم په ښه ډول د خپلو معتادو غړو څارنه او ساتنه وکړي.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:02 0:00

-------------------------
راپور: مرسلین ارسلا

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG