د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۷

د هرات معتادین له درملنې وروسته کاري بوختیا غواړي


په هرات کې د معتادینو مرکز په کمو امکاناتو فعاله دی
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:24 0:00

په هرات کې د معتادینو مرکز په کمو امکاناتو فعاله دی

دلته د هرات ولایت د معتادینو د ساتنې او پالنې په څلور زره بستریز مرکز کې تر څلور زره ډېر معتادین ساتل کېږي چې دا مهال يې روغتيايي اسانتياوي ډېرې کمې دي، خو د اعتیاد پرېښودلو لپاره د دوی يوازېنۍ هيله دا ده چې له نشه يي موادو څخه يې لاسونه لنډ شوي دي.

په دې مرکز کې يوازې د هرات ولایت اوسېدونکي معتادین نه ساتل کېږي، بلکې ډېری يې د نورو ولایتونو هغه اوسېدونکي دي چې د ایران حکومت هرات ته راشړلي دي، وروسته د طالبانو حکومت راټول کړي او دې مرکز ته يې راوستي دي.

د کندز ولایت د خان آباد ولسوالۍ اوسېدونکی محمد حسین چې اوس په دې مرکز کې بستري دی وايي، کورنۍ يې دې ته غاړه نه ايښودله چې دی ومني، له همدې امله دې مرکز ته راغی او هيله لري چې تر درملنې وروسته به خپل کور ته روغ رمټ ستون شي.

هغه وايي: "زه اووه کاله په ايران کې وم، تر اوو کالو وورسته هرات ته راغلم او غوښتل مې کورته ولاړ شم. دا چې د ښیښې نشه مې کوله وضعیت مې ډېر خراب شوی و. کور ته مې زنګ وواهه، کورنۍ مې راته وويل چې د معتادینو د درملنې مرکز ته ولاړ شه او نشه پرېږده! درې - درې نیمې مياشتې کېږي چې دلته بستري یم، خرڅ، ډوډۍ، هر څه رارسېږي."

د روغتيايي معیارونو پر بنسټ، په روغتيايي مرکز کې د بستري کېدو موده ۴۵ ورځې ده، خو د محمد حسین په ډول سلګونه نور معتادین هم شته چې د هرات د ساتنې او پالنې په څلور زره بستريز مرکز کې ساتل کېږي.

هغه معتادین چې په دې مرکز کې ساتل کېږي وايي، په لوېديځو ولایتونو کې نشه يي مواد اسانه او ارزانه پيدا کېږي، خو په دې مرکز کې ساتل به له دوی سره مرسته وکړي چې له نشه يي موادو څخه يې لاسونه لنډ شي او نشه پرېږدي.

۲۱ کلن فریدون چې په دیارلس کلنۍ کې معتاد شوی او اوس په دې مرکز کې بستري دی وايي چې د نشې پرېښودلو ترڅنګ د خیاطۍ په کورس کې هم شامل شوی دی.

هغه وویل: "زموږ پر مسلکي توانايي هم لږ لږ کار کوي چې موږ خیاطان یا د موټرو مستریان شو، یو داسې کار زده کړو چې له دې ځایه ووځو او کار وکړو، لږ لږ د پرمختګ په حال کې یو. د اعتیاد د دورې تر ټولو لوی درد مې دا دی چې د ژوند چارې مې ډېرې خرابې کړي دي، حتی اوس مې ورور هم حاضر نه دی چې دلته د ملاقات لپاره راشي."

د دې مرکز ناروغان تر رخصت کېدو وروسته خپلو کورنیو ته سپارل کېږي، دغه ډول د دې معتادینو له کورنیو څخه په دې اړه ليکلی ضمانت هم اخیستل کېږي چې معتاد به بیا نشه نه کوي.

د هرات له نشه يي موادو سره د مبارزې مدير حیات الله روحاني ازادي راډيو ته وويل، هغه معتادین چې روغتيايي وضعیت يې عادي وي په دې مرکز کې ساتل کېږي او که روغتيايي وضعیت يې جدي او خراب وي د معتادینو د درملنې مرکزونو ته وړل کېږي.

هغه وايي: "موږ تقریباً څلور-پنځه زره نفره رخصت کړي او خپلو کورنیو ته مو سپارلي دي. دا مهال له موږ سره پنځه زره نارینه او ښځينه ناروغان شته چې څلور زره یا تر دې ډېر يې په څلور زره بستريز مرکز کې او نور يې په کلينيکونو کې بستري دي، لکه د ګذرې ولسوالۍ کلينيکونه او دلته په ښار کې د ښځينه معتادینو لپاره کلينيکونه دي. یو مرکز په غوریان ولسوالۍ کې دي او په نورو ولسوالیو کې هم کلينیکونه لرو."

د طالبانو حکومت د ۱۴۰۲ شمسي کال په لومړیو کې د معتادینو د ساتنې او پالنې لپاره په کابل، بلخ، کندهار او هرات ولایتونو کې لوی مرکزونه جوړ کړل او هدف يې دا و چې له نشه يي موادو څخه د معتادینو لاسونه لنډ شي.

که څه هم د دې مرکزونو له لارې نشه يي موادو ته د معتادینو لاسرسی کم شوی دی، خو په دې مرکزونو کې د روغتيايي کارکوونکو او امکاناتو کموالي معتادینو ته اندېښنې پيدا کړي دي.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:39 0:00

------------------------
راپور: حفیظ الله نورزاد

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG