د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۵

کډوالي څه ګټه او زیان لري؟



بادغیس:د زیږون پر مهال د مور د مړینې کچه یوې سلنې ته ټيټه شوې

د بادغیس ولایت د عامې روغتیا مسوولان وایي، چې په دغه ولایت کې د زېږون پر مهال د مور او ماشوم د مړینې کچه په سلو کې یو ته راټیټه شوې ده.

د بادغیس د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالعزیز پژواک خبري اژانس ته ویلي چې په تېرو دوو کلونو کې د زېږون پر مهال له هرو سلو میندو او ماشومانو دیارلس مړه کېدل خو اوس د دغه ولایت په ولسوالیو او کلیو کې د مسلکي قابلو شته والي د میندو او ماشومانو د مړینې کچه په سلو کې یو ته راکمه کړې ده.

د بادغیس د عامې روغتیا رییس دغه خبرې په دغه ولایت کې د دوه ویشتو قابلو د فراغت په غونډه کې وکړې زیاته یې کړه، چې تر اوسه یې درې دورې قابلې له اتلس میاشتنیو زده کړو وروسته فارغې کړي دي او دغه لړۍ به په راتلونکې کې هم روانه وي.

دا اوونیزه خپرونه د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې د برخې اوریدلای شئ


په فاریاب کې د ښځو ولایتي دفتر پرانیستل شو

د ښځو لپاره د افغان ښځو ولایتي دفتر د فاریاب په مرکز میمنه کې پرانیستل شو.

د ښځو لپاره د افغان ښځو د دفتر د فاریاب د څانګې مشرې رابعې دانشجو ازادۍ راډیو ته وویل، چې دوي به په دې ولایت کې د ښځو د اساسي او اسلامي حقونو د خوندي کولو، د تاوتریخوالي د راکمولو او د ښځو په وړاندې د تبعیض د راکمولو په مقصد کار کوي.

د ښځو لپاره د افغان ښځو دفتر د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۱ م کال کې د امریکا د متحده ایالاتو په نیویارک ښار کې د دوو افغان ښځو له خوا جوړ شو.

اوس مهال دغه دفتر په کابل، بلخ، جلال اباد، کاپیسا، کندهار، بدخشان او فاریاب کې څانګې لري.

په جوزجان کې ۱۰۰میرمنو سنۍ اوبدل زده کړل

د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې سلو ښځو سنۍ غړل یا اوبدل زده کړل.

د پژواک خبري اژانس د رپوټ له مخې دغه سل ښځې د جوزجان د ښځو چارو ریاست له خوا له پنځو ولسوالیو څخه دې روزنیزې حرفوي دورې ته انتخاب شوې وې، چې په شپږو میاشتو کې یې دغه دوره بشپړه کړه او په پای کې هرې ګډونکوونکې ته پنځلس کیلو ګرامه وړۍ او د سنۍ اوبدلو یو ماشین ورکړل شو.

د جوزجان د ښځو چارو ریاست چارواکي زیاتوي، چې ډېر ژر به شاوخوا زرو ښځو ته دیارلس نور روزنیز کورسونه چې غالۍ اوبدل، خیاطي، سواد زده کړه، مالداري او د چرګانو ساتنه به په کې شامله وي جوړ شي.

په غزني کې سوالګرو میرمنو ته د چرګانو فارم جوړ شو

په غزني ښار کې له سوالګرو ښځو سره د مرستې په مقصد د چرګانو فارم جوړ شو.

د باختر د اطلاعاتي اژانس د خبر له مخې د چرګانو د روزنې دغه فارم د غزني د کرنې او اوبو لګولو ریاست له خوا د امریکا د کرنې د پراختیا موسېسې په همکارۍ د پنځه ویشت زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړ شو.

خبر ځای زیاتوي، چې د دغه فارم تولیدات د غزني ښار بې وزلو ښځو ته ورکول کېږي چې د چرګوړو په روزنې له خپلې کورنۍ سره اقتصادي مرسته وکړي.

دا اوونیزه خپرونه د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې د برخې اوریدلای شئ


کډوالي څه ګټه او زیان لري؟

کډوالي که ولسونه له خپل کور کلي جلا کوي، د بې وزلۍ په ټغر یې کینوي او د منظم ژوند بهیر یې ګډوډوي خو دا ګټه رسوي چې ځینې کلک دودیز بندیزونه مات شي او په ژوند کې ځينې بدلونونه راشي.

د کابل په قمبر څلور لارې کې شاوخوا اووه سوه هلمندي کډوال اوسي، چې د جګړو او نا امنیو له تاوه راکډه شوي او په بد حال ژوند تېروي، خو د دوي ماشومانو ته کډوالي ګټه کړې ځکه هغو نجونو چې کله یې په خوب کې هم نه وو لیدلي چې ښوونځي ته به ځي او زده کړې به کوي نن سبا په سیارو ښوونځیو کې زده کړه ورکول کېږي.

د اشیانې يه نامه دغه سیار ښوونځی، چې د یونیسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق له خوا جوړ شوی شاوخوا اووه سوه ماشومان چې نیمایي یې نجونې دي لومړنۍ زده کړې په کې کوي.

نصیبه چې د پنځو ماشومانو مور ده وایي، چې ټول ماشومان یي ښوونځي ته ځي دا وایي چې په خپله سیمه کې یي خلکو نه خوښول چې نجونې له کوره ووځي او ښوونځی یې هم نه درلود اوس که څه هم دوي بې کوره اوره دي خو خوشاله په دې ده چې ماشومان یې درس وایي.

د اشیانې ښوونځي یو استاد خلیل الرحمن وایي، که څه هم د دغو زده کوونکو عمرونه مختلف دي خو له دې امله چې دوي کله هم ښوونځي ته نه دي تللي نو تعلیم یې له ابتدایي زده کړو پیلوي، کله چې تر څلورم ټولګي ورسېږي بیایي نورو ښوونځیو ته ورپېژني .

ګڼ دغه کډوال غواړي چې هغو نجونو ته چې ابتدایي زده کړې بشپړوي د همدې لومړنیو زده کړو د سیار ښوونځي په څېر بل ښوونځي هم جوړ شي تر څو دغه کډوالې نجونې وکولای شي په خپل مېشت ځای کې زده کړې وکړي.

د هلمند د کډوالو دغه غوښتنه مو د افغانستان د پوهنې وزارت مطبوعاتي سلاکار ګل اغا احمدي سره شریکه کړه، ښاغلي احمدي وايي چې که چېرې خلک په یوه سیمه کې ښوونځي ته اړتیا ولري او ښاري خدمتونه اجازه ورکړي نو دوي د ښوونځي په جوړولو کې ستونزه نه لري.

د کابل د مرستونو یوه برخه کونډو ته جلا شوی

د کابل د مرستون یوه برخه هغو کونډو ښځو ته ځانګړې شوې چې نه سرپناه لري او نه هم د ګټې وټې سړی.

د افغاني سرې میاشتې د کابل د مرستون په دې برخه کې یو سلو لس کونډې له خپلو اولادونو سره ژوند کوي، د کندز ولایت اوسېدونکې سلیمه یوه له هغو کونډو څخه ده چې له یوه کال راهیسې له خپلو درې ماشومانو سره دلته اوسي.

د سلیمې په څېره مخکې له وخته ګونځې او په غټو شنو سترګو کې ډنډ اوښکې د دې د ترخه او سخت ژوند کیسې بیانوي.

سلیمه څلور لوڼې او یو زوی لري دا وایي، چې دوه مشرې لوڼې یې څه له بې وزلۍ او څه د سخت زړو خپلو د جبر له امله په واړه عمر واده کړې.

سلیمه وایي، کله یې چې لاس له هرې خوا رالنډ شو نو مرستون ته یې عریضه وړاندې کړه او دلته یې د ژوند کولو غوښتنه وکړه چې له نیکه مرغه غوښتنه یې ومنل شوه.

سلیمه له روانې ناکرارۍ ځورېږي خو سره له هغه هم په مرستون کې دوي ته جوړو شوېو حرفوي او سواد زده کړې کورسونو ته ځي.

سلیمې خپل اولادونه سره له هغو ستونزو چې له درس او تعلیمه لرې نه دي ساتلي سلیمه وایي، چې په مرستون کې یې هم اولادونو ته د درس زمینه برابره ده سلیمه غواړي تر هغه یې چې زوي غټېږي دا یو ځل بیا بې سر پناه نه شي.

د سلیمې په څېر یوسلو لس نورې کونډې ښځې هم د کابل په مرستون کې ژوند کوي چې ټولې یې دردونکی کیسې لري.

د کابل مرستون یوه کارکوونکې شریفه شاهین وایي، چې د دې شمېر کونډو په ګډون په مرستون کې درې سوه اووه نوي تنه چې بې سرپرسته ماشومان، سوالګر، رواني ناروغان او معلولان په کې شامل دي هم اوسي.

دا اوونیزه خپرونه د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې د برخې اوریدلای شئ

دا چې کونډې په کومو شرایطو په مرستون کې داخلېږي او کومې اسانتیاوې ورته برابرېږي.

په سر کې راځئ حکم اخلي بیا یې اړوند ولایت ته استعلام ورکوو، چې شریعي وثیقه راوړي چې د بې کورۍ او کونډتون تصدیق یي وکړي بیا تر ټولو اړې کونډې جذبوو.

کله چې جذب شول بیا د مرستون دننه کور، د کور وسایل او د میاشتې پیسې ورکوو دغه راز ماشومان یې ښوونځي ته لېږو او خپله کونډې ته هم خیاطي، ارایشګري، اشپزي، غالۍ اوبدنه او داسې نورې حرفې زده کوو چې کله له مرستونه ځي په خپلو پښو ولاړ وي او د خپل کار او کسب له برکته مستقل ژوند وکړي.

دغه کونډې قانونا باید دوه نیم کاله په مرستون کې وي او په دغه وخت کې باید په خپلو پښو ودرېږي خو دلته ډېرې داسې ښځې شته چې ماشومان یې واړه دي او له کلونو راهیسې دلته اوسي.

د ښځو لپاره د ازادۍ دا اونیزه ځانګړې خپرونه چې په کابل کې یې لینا شریفي لیکي او برابروي يي د هرې دوشنبې او سې شنبې په ورځو خپرېږي.

دا اوونیزه خپرونه د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې د برخې اوریدلای شئ

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG