د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۰

د ځوانانو لپاره ځانګړې اوونیزه خپرونه


د وږي دېرشمه د سولې نړېواله ورځ وه. د ملګرو ملتونو نړېوال سازمان له نن څخه نهه دېرش کاله وړاندې دا ورځ په نړۍ کې د جګړو د له منځه وړلو او دایمې سولې د تامین په نیت د سولې د نړېوالې ورځې په نامه ونوموله چې هر کال د سپټمبر په یوویشتمه په ټوله نړۍ کې لمانځل کېږي.

سره له دې چې هر کال نړېوال د سولې ورځ لمانځي خو اوس هم د نړۍ په ګڼو سیمو کې جګړې روانې دي. دغه جګړې زیاتره د ځوانانو په مټ تودې ساتل کېږي، قربانیان یې هم تر ډېره ځوانان دي.

په افغانستان کې له یو میلیون څخه زیات کسان د جګړو له امله معلولان شوي چې اکثره یې ځوانان دي، د معتادانو زیاته برخه هم ځوانان جوړوي او همدا ځوانان دي چې لا هم د جګړو له امله له زده کړو پاتې کېږي او راتلونکې یې تیاره کېږي.

د خوست اوسېدونکې ډاکټر اسد الله کریمي وایي ګڼ ځوانان جګړو ته په خپل زړه نه ځي، له شوقه نه جنګېږي بلکې دوي بېکاره دي، د تعلیم زمینې نه دي ورته برابرې ځکه د جګړه مارو په دام کې راښکیل شوي دي.

له بلې خوا ګڼ افغان ځوانان روانې عقدې لري، له ماشومتوبه کورنۍ د دوي د خبرو کولو او په مسایلو کې د نظر څرګندلو په حق سترګې پټې کړي دي نو اوس چې لوی شوي خپلې غوښتنې او خبرې په زور او تاوتریخوالي په نورو مني.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د معینیت د حقوقي ملاتړ ريیس ډاکټر عبدالودود افغان وایي دا سمه ده چې نن سبا په تاوتریخوالو او جګړو کې د ځوانانو برخه زیاته ده خو که دوي ته کار وشي په سوله کې یې هم ونډه زیاتېدای شي.

ښاغلي افغان وایي چې د ځوانانو معینیت د ځوانانو د پوهاوي لپاره کار کوي او تر وسه وسه یې په کاري او تعلیمي برخو کې د هغوي د بوختولو هڅې کړي دي .

تر اوسه په جګړو او تاوتریخوالو کې د ځوانانو د ګډون په علتونو او په دې وغږېدو چې دولت باید څه وکړي تر څو ځوانان د جګړو پر ځای سولې ته راکاږي خو پوښتنه دا ده چې خپله ځوانان د سولې راوستو ته څه کولای شي، د کابل اوسېدونکې ملالۍ تعلیم کول د سولې د راوستو په لار کې مهم ګام ګڼي.

ګڼ نور ځوانان بیا په دې نظر دي چې نن سبا د تورې، توپک او زور زمانه نه ده، بلکې زمانه د پوهې، استدلال او منطق ده، هغه ځوانان د سولې په راوستو کې زیاته ونډه درلودای شي چې د تاوتریخوالي د فرهنګ پرځای د زغم فرهنګ خپل کړي او د عامېدو په لار کې یې هڅې وکړي.

تاندې څانګې خپرونه چې په کابل کې یې لینا شریفي برابروي د هرې شنبې او دوشنبې په ورځو خپرېږي.

دا خپرونه د پاڼې په کیڼ اړخ کې د(ږغ) له برخې اورېدلی شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG