د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۰

ډبلیو‌ایچ‌او: په تېرو دوو میاشتو کې د تنفسي ناروغیو له کبله ۶۶۸ افغانان مړه شوي


ارشیف: په کابل کې د ککړې هوا له کبله خلک د ګڼو ستونزو سره مخ دي.
ارشیف: په کابل کې د ککړې هوا له کبله خلک د ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په تېرو دوو میاشتو کې په افغانستان کې له ۶۶۰ ډېر کسان د سختو تنفسي ناروغیو له امله مړه شوي دي.

'ډبلیو‌ایچ‌او' په روان ژمي کې په افغانستان کې د شدیدو تنفسي ناروغیو د زیاتوالي او د قربانیانو د شمېر د ډېروالي په اړه اندېښنه ښودلې ده.

دغه سازمان د جمعې په ورځ په یوه راپور کې ویلي چې د جنورۍ د میاشتې راهیسې او د ژمي موسم له پیل سره په ټول افغانستان کې څه باندې ۲۸۶ زره کسان په شديدو تنفسي ناروغیو اخته شوي دي.

په دغه راپور کې د دې ناروغۍ له امله د مړه شويو شمېر ۶۶۸ ښودل شوی دی.

ارشیف: ډاکتران وايي، د مړینې یو لامل د هوا ککړتیا ده.
ارشیف: ډاکتران وايي، د مړینې یو لامل د هوا ککړتیا ده.

د تنفسي ناروغیو د زیاتوالي لامل سړه هوا بلل شوې ده.

د روغتیا نړيوال سازمان په وینا، د تنفسي ناروغانو تر ۶۳سلنې ډېر د پنځو کلونو څخه کم عمره لرونکي ماشومان دي.

په افغانستان کې یو شمېر کورنیو هم ازادي راډيو ته وویل چې د سږني ژمي له پیل راهيسې د دوی د کورنیو ځینې غړي په ځانګړي ډول ماشومان په تنفسي ناروغیو اخته شوي او لا هم نه دي روغ شوي.

د کابل اوسېدونکی زلمی وايي چې د ژمي په پیل کې یې یو کلن ماشوم سینه بغل شوی او تر اوسه نه دی روغ شوی.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "د ژمي په پیل کې زما ماشوم سینه بغل شو او ساه یې نه شوه اخیستلی، موږ روغتون ته بوته او سیفترکسن پېچکاری یې ورته ورکړه، په لاس کې یې کنول ورته ولګاوه، په درې ورځو کې همدا پیچکارۍ روغ کړ، خو بېرته سینه بغل شو او نه شي کولی ساه واخلي."

زهره وايي: ما یو ماشوم درلود چې د ساه لنډۍ، سینه بغل له امله مړ شو.

زهره ارین یوه له هغو میندو څخه ده چې په دې وروستیو کې یې څلور کلن ماشوم د تنفسي ناروغۍ له امله مړ شوى، نوموړې ازادي راډیو ته وویل: "ما یو ماشوم درلود چې د ساه لنډۍ، سینه بغل له امله مړ شو، ډاکتر ته مې بوته، اکسیجن مو ورکړ، خو ومو نه شوای ژغورلی او مړ شو."

د داخلي ناروغيو ډاکتران وايي، د دې ناروغیو اصلي لامل د ماشومانو لپاره د منظم واکسین نشتوالی، ډېره سړه هوا او د بدن د دفاعي عمومي سیستم کمزورتیا ده چې له امله یې مور او ماشوم دواړه په سمه توګه نه شي تغذیه کېدای.

ډاکتران سپارښتنه کوي چې که خلک سم خواړه وخوري، په ځانګړې توګه مېوه او سبزیجات وکاروي او ځان ګرم وساتي د تنفسي ناروغیو د خپرېدو مخه نیول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې نړیوالو سازمانونو تل د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د روغتیايي خدمتونو له کموالي اندېښنه ښودلې ده.

له دې ډلې د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې په افغانستان کې شاوخوا ۹،۵ میلیونه وګړي په هغو سیمو کې ژوند کوي چې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG