د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۶

کابل ښاريان: د ککړې هوا له امله خلک په بېلابېلو ناروغيو اخته شوي دي


کابل کې د هوا ککړتيا، انځور - ارشيف
کابل کې د هوا ککړتيا، انځور - ارشيف

که څه هم د طالبانو تر کنټرول لاندې کابل ښاروالۍ وایي، د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره یې اقدامات کړي، خو د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي، چې د ککړې هوا له امله په بېلابېلو ناورغیو اخته شوي دي.

د کابل ښار يوه اوسېدونکې عاقله مايار وايي: "کله چې سهاري کړکۍ خلاصوو، بېرون ځای له دود څخه بیخي نه ښکاري، ماشومان مو ټول ناروغان دي."

"زموږ ماشومان د ژمي له پیل څخه جوړ نه‌دي، چې بیرون ووځي بیا مریضان وي.

نوموړې زیاتوي چې دا ډول ککړه هوا په ځانګړي ډول د ماشومانو او د ډېر عمر لرونکو کسانو لپاره د بېلابېلو ناروغیو لامل کېږي.

نوموړې ازادي راډیو ته وویل: "زموږ ماشومان د ژمي له پیل څخه جوړ نه‌دي، چې بیرون ووځي بیا مریضان وي. زموږ په کور کې دې ککړې هوا کوچنیان او مشران دواړه ناروغه کړي دي."

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی عاشق‌ الله بیا ازادي راډیو سره په خبرو کې خپله خلک د هوا د ککړتیا لاملین یادوي او وايي، باید له باکفیته سون توکوڅخه استفاده وشي.

نوموړی وايي: "موږ له عامو خلکو د حمامونو، فابریکو، هوټلونو او ښارګوټو له خاوندانو څخه غواړو چې داسې څېزونه ونه سوځوي چې ټول ښار په لوګي ونیسي. دوی ټېرونه او بې کيفیته شیان سوځوي همدا د ناروغۍ لامل کېږي."

کابل کې د هوا ککړتيا، انځور - ارشيف
کابل کې د هوا ککړتيا، انځور - ارشيف

د یادونې ده، چې د ژمي په رارسېدلو سره دا دوهم ځل دی، چې کابل ښاریان ازادي راډیو سره په خبرو کې په دې ستونزه خبرې کوي او مخکې په تېرو کلونو کې هم ورته شکایتونه شوي دي.

ډاکتران هم د ککړې هوا له امله د ناروغۍ د زیاتېدو خبره مني او وایي، بېلابېلې ناروغۍ په تېره بیا تنفسي، د زړه او شش ناروغۍ له همدې ناپاکې هوا څخه پیدا کېږي، یا هم کوم کسان چې له پخوا په تنفسي ناروغیو لکه ساه لنډۍ اخته وي د ککړې هوا په تنفسولو سره یې تکلیف نور هم زیاتیږي.

"دود په هوا کې واړه واړه کیمیاوي مواد تيتوي

د داخله ناروغیو متخصص عزیز الله امیر ازادي راډیو ته وویل، چې د دوی په روغتون کې د ککړې هوا له وجې د ناروغانو شمېر زیات شوی دی.

ډاکټر عزيزالله امير وايي: "دود په هوا کې واړه واړه کیمیاوي مواد تيتوي، هغه کیمیاوي مواد تر ټولو زیات زیان زړه او شش ته رسوي، کله چې دا کیمیاوي مواد شش ته رسیږي، د سرطان لامل هم کېدلی شي. ککړه هوا له ماشومانو او ډېر عمر لرونکو سربېره د هغو کسانو ژوند هم سخت ګواښوي، چې بې‌وزلي دي ځکه د هغو وجود د مکروب پر وړاندې مقاومت نه‌لري، ژر ناروغه کېږي او کله خو بیا همدا ناپاکه هوا د دوی د مرګ لامل هم کېږي."

کابل کې د هوا ککړتيا، انځور - ارشيف
کابل کې د هوا ککړتيا، انځور - ارشيف

د طالبانو تر کنترول لاندې د کابل ښاروالۍ بیا وایي، چې دوی کابو له پنځو میاشتو راهيسې د کابل ښار د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره لازم اقدامات کړي دي.

د یادې ادارې ویاند نعمت الله بارکزي ازادي راډیو ته وویل: "کابل ښاروالۍ تقریبا له پنځو میاشتو راهيسې په ټولو لوړپوړو ودانیو باندې خپله څارنه پیل کړې ده. حمامونه، فابریکې او ښارګوټي څارو ترڅو داسې څه ونه سوځوي چې هوا ککړه کړي، کابل ښاروالۍ د خلکو شکایتونه اوري او رسیدګي ورته کوي."

خلک وايي، په افغانستان کې سخت ژمی، بې‌کاري، بې‌وزلي او له بې کیفیته سون توکو نه استفاده د هوا د ککړتیا لاملونه دي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان عالي کمېشنرۍ (UNHCR) مخکې ویلي وو، چې ژمي کې به په افغانستان کې میلیونونه کورنۍ دې ته اړې شي، چې د خوړو او تودوخې ترمنځ، یو غوره کړي.

دغه شان د سره صلیب نړیوالې کمېتې (ICRC) هم دا خبره کړې وه او ویلي یې وو، چې د افغانستان خلک به په راتلونکي ژمي کې له سختې بې‌وزلۍ، يخنۍ او د ماشومانو د ناروغيو له زياتېدو سره مخ شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG