د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۸

د روغتيا سازمان: افغانستان کې د شديدې تنفسي ناروغۍ څه باندې ۴،۳ميليونه پېښې ثبت شوي دي


ارشيف
ارشيف

د پلازمېنې اوسېدونکی مصور وایي، د تېر کال په جدي میاشت کې یې د خور یو کلن زوی د شدیدي تنفسي ناروغۍ له امله د کابل په اندراګاندي روغتون کې ومړ.

ده د ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، خوریي یې مبشر نومېده او دوه شپې په یاد روغتون کې بستر و.

نوموړی وايي: "زه خپله ورسره دوه شپې روغتون کې وم، تنفسي سیستم یې بیخي کار پرېښی و، سم تنفس یې نه‌شو اخیستلای، هلته ډاکټرانو سیروم ورته تېر کړ، هوا ډېره سړه وه، او بلاخره وروسته له دوه شپو مړ شو."

دی زیاتوي، خور یې شپږ لورګاني لري او دا یې د کور یوازینی زوی و، چې په ژمي کې د تنفسي ناروغی له امله مړ شو او د کورنۍ ټول غړي یې ډېر خپه کړل.

دا په داسې حال کې ده چې، د طالبانو د حکومت عامې روغتیا وزارت هم تایید کړې، چې په افغانستان کې د تېر کال په ژمي کې د تنفسي ناروغیو پېښې ډېرې شوي دي.

سږ کال د تنفسي ناروغۍ ډېرې پېښې ماشومانو درلودې، ارشيف
سږ کال د تنفسي ناروغۍ ډېرې پېښې ماشومانو درلودې، ارشيف

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان ازادي راډیو ته وویل: "بد بختانه چې په تېر ژمي کې هم زموږ نږدې ۴ نیم میلیونه ماشومان او لویان په تنفسي ناروغیو باندې اخته شوې وو، خو له ښه مرغه چې د ښو روغتیايي خدماتو په وړاندې کولو سره د مړینې کچه ډېره زیاته را ټیټه شوې یعنې د ناروغانو ګراف ته په کتو موږ یوازې یو فیصد مړینې لرو."

په تېر ژمي کې هم زموږ نږدې ۴ نیم میلیونه ماشومان او لویان په تنفسي ناروغیو باندې اخته شوې وو

دا په داسې حال کې ده چې د د روغتیا نړیوال سازمان د روان کال وري په نهمه په خپور کړي راپور کې ویلي، چې د ژمي پر مهال په افغانستان کې د شدیدو تنفسي ناروغیو له امله څه باندې څلور اعشاریه درې میلیونه پېښې ثبت شوي دي.

د دغه سازمان د افغانستان برخې پرون چهارشنبې په یوه راپور کې ویلي، د دغو ناروغانو شاوخوا ۴۵ فیصده یې تر پنځو کلونو کم‌عمره ماشومان دي.

په راپور کې د ژمي سړه هوا په افغانستان کې د شدیدې تنفسي ناروغیو د ډېرېدو اصلي لامل بلل شوی.

یو شمېر کورنۍ تېر کال ژمی ازادي راډيو ته ویلي وو، د اقتصادي ستونزو او د سړې هوا له امله خپله یا د کورنۍ غړي يې په تنفسي ناروغیو اخته شوي دي او د درملنې توان نه‌لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG