د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۲

د کابل په ګولایي پارک سیمه کې د اور لګېدو زیانونه


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د کابل ښار د مريم لېسې د ګولايي پارک سيمې يو شمېر هټيوال وايي، د شنبې په شپه اور لګېدنه چې اته بجې رامنځته شوه، له امله يې شاوخوا سل هټۍ سوځېدلي دي.

اشرف چې ځان په ياده سیمه کې د هټیوالو وکیل معرفي کوي او د لیلام هټۍ هم لري، ازادي راډیو سره خبرو کې ادعا وکړه، چې یوازې ده ته له یو میلیون افغانیو ډېر زیان ور اوښتی دی.

نوموړی زیاتوي:

"شاوخوا ۱۰۰ هټۍ وې، تختونه هم وو، دوکانونه او چوکې هم وې، ماته خپله لس لکه او شل زره تاوان ورسېد، د ستنې د سر په اندازه هم څه راته پاتې نه‌شول، داسې کسان هم لرو چې وايي دېرش زره ډالره تاوان يې کړی او داسې هم شته چې دوه لکه او پنځه لکه تاوان ور رسېدلی دی."

بهاوالدين د مريم لېسې د ګولايي پارک سيمې يو بل هټيوال دى چې د مالوچو پلورلو هټۍ يې درلوده، ازادي راډيو ته وويل، هټۍ يې په بشپړه توګه سوځېدلې ده.

هغه زیاتوي:

"زما د پومبې دکان وو، ټول اور نيولی و، لامل یې نه‌دی په ډاګه شوی، نه د برېښنا شارټي وه، نه هم د چا ګاز چلان و، تر اوسه یې لامل او انګېزه نه‌ده معلومه، ټولې هټۍ سوځېدلي دي، د ليلامي هټۍ وې، چا سل زره او چا هم ۵۰زره سرمايه درلوده او زما درې نيم لکه افغانۍ سرمايه وه، چې ټوله وسوځېده."

له ارشیفه د کابل ښار یو تصویر
له ارشیفه د کابل ښار یو تصویر

بهاوالدین ادعا کوي چې د اور وژنې ډله د اور د کابو کولو لپاره پر وخت سیمې ته و نه‌رسېده، چې له امله يې اور لګېدنه تېزه شوه.

امير محمد چې د ليلامي پّردو او د دويم لاس توکو هټۍ لري وايي، په پور اخيستلو يې خپل دوکان جوړ کړى و او اوس يې د بيا جوړولو توان نه‌لري.

امیر محمد ازادي راډیو ته وویل:

"موږ ليلامي پَردې او ليلامي سامانونه درلودل، د جايداد او ښاروالۍ کرايه پاتې ده، اوس دومره امکانات نه‌لرو چې هټۍ بېرته جوړې کړو، ځينو خلکو چې همدومره امکانات لرل، جوړې کړې يې وې، موږ له سهاره تر اوسه همداسې ناست يو او سېل يې کوو."

ياده اورلګېدنه د مريم لېسې ګولايي پارک سيمې سره، چېرته چې د ليلامي پردو او مالوچو هټۍ دي، رامنځته شوې وه.

دا چې ياده اورلګېدنه څنګه رامنځته شوې او هټيوالو ته په‌کې څومره زيان اوښتی، د طالبانو د حکومت کابل ښاروالۍ او د افغانستان د هټیوالو او کسب‌ګرو خونې مسؤلينو په‌دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

تر دې وړاندې هم په کابل او ولایتونو کې په بېلابېلو پلورنځیو کې د اور لګېدنې پېښې رامنځته شوي، چې له امله یې سلګونه هټۍ ویجاړې او دوکاندارانو ته ډېر زیانونه اوښتي دي، چې د ډېری دغه ډول پېښو رامنځته کېدل د برېښنا د شارټۍ او د هټيوالو د بې‌غورۍ له امله بلل کېږي.

XS
SM
MD
LG