د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۱

کابل کې د ګرمۍ زیاتوالی؛ هټۍ وال: د ګرمۍ ضدو برېښنایي وسایلو بازار سوړ دی


د کابل ښار د برښنایي توکیو د یوه پلورنځي مخه
د کابل ښار د برښنایي توکیو د یوه پلورنځي مخه

په داسې حال کې چې په راتلونکو ورځو کې، ۳۵ درجو ته د کابل د تودوخې د لوړیدو وړاندوینه شوې؛ د برېښنايي وسایلو په ځانګړې توګه د یخولو د وسایلو یو شمېر پلورونکي د ګرمۍ د معمول خلاف، د توکیو د پلور له کموالي شکایت کوي.

ياد هټیوال چې د نادر پښتون واټ پر سر د یخچالونو، فریزرونو او کولرو په ګډون د یخې هوا جوړولو بېلابېل وسایل پلوري، وايي چې د تېر جمهوري نظام د وروستیو کلونو په پرتله یې په پلور کې پنځوس سلنه کموالی راغلی دی.

د بشیر احمد په نوم یوه هټۍ وال ازادي راډیو ته وویل:"ځکه چې په هغه وخت کې د خصوصي سکټور ډېری شرکتونه او دفترونه وو او کورنیو ښه اقتصاد درلود، دفترونو کارمندان لرل، دوی فرماېش را کاوه، برېښنایي وسایل: لکه یخچالونه، ايسي او نور یې اخیستل، خو اوس ښه اقتصاد نه‌لري او زموږ کار ۵۰ سلنه کم شوی دی."

د برېښنايي وسايلو يو بل پلورونکى عمر هم ورته شکايت لري او وايي، اوس چې هوا ډېره ګرمه ده، بايد ښه خرڅلاو ولري، خو په خبره یې پلور يې ښه نه‌دى.

هغه وایي:"زه په نادر پښتون جاده کې د یخچالونو، فریزرونو، پکیو او نورو برېښنایي وسایلو پلورنځی لرم، زه له سهار راهیسې په دوکان کې یم، هېڅ کار نه‌شته، د دوکان کرایه پر موږ تاوان ده. کله چې د خلکو اقتصاد ښه نه دی او دوی نه‌شي کولی یخچال او فریزر واخلي، موږ د کور او د دوکان کرایه څنګه ورکړو؟"

د کابل ښار یوه څنډه او د ګرمۍ شدت
د کابل ښار یوه څنډه او د ګرمۍ شدت

دغه دوکانداران وايي، چې په تېرو کلونو کې د اوړي په موسم کې د دوی بازار ډېر ګرم و.

په ورته وخت کې د کابل یو شمېر اوسېدونکي چې په تېر حکومت کې یې ښه کاروبار درلود او اوس بې‌کاره دي او یا یې اقتصاد ښه نه‌دی، وايي د یخولو وسایل په لوړه بیه نه‌شي اخیستلی.

له دوی څخه د مسیح په نوم یوه تن ازادي راډیو ته وویل:"سږکال هوا ډېره ګرمه ده، موږ د يخچالونو، کولر او حتی پکې د اخيستلو وس نه‌لرو. که موږ له دغو څخه يو هم واخلو، برېښنا نه‌لرو چې ګټه ترې واخلو. اوس همدا ستونزې دي"

د کابل ښار يوه بله اوسېدونکې ماجبين، چې نوموړې خپله او خاوند يې د تېر جمهوري حکومت پر مهال رسمي دندې درلودې، وايي چې اوس بې‌کاره دي.

نوموړې وويل، د اقتصادي ستونزو له امله د يخې هوا وسايل برابرول ستونزمن دي.

ماجبین وایي:"زموږ نارينه په کور کې دي او زه پخپله له دندې ګوښه شوې یم، دا مهال موږ د اوړي په ګرمۍ کې یو، منظمه برېښنا نه‌لرو، د جنراتور د چلولو او سولر د اخیستلو توان نه‌لرو، ډېرخلک اقتصادي ستونزې لري، حتی د پکي اخيستلو توان هم نه‌لري."

د کابل ښار دغه اوسېدونکي وايي، د اړتیا او ښه اقتصاد د نه لرلو له امله په دې ورځو او شپو کې سخته ګرمي زغمي.

د نړیوالو سازمانونو د راپورونو له مخې، د طالبانو په بیا واکمنېدو سره په افغانستان کې وضعیت خراب شوی او دې وضعیت ټول سکتورونه اغېزمن کړي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونېسف) د وروستي راپور له مخې، په افغانستان کې د بشري مرستو د اړتیا وړ کسانو شمېر ۲۹،۲ میلیونو ته لوړ شوی دی.

XS
SM
MD
LG