د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۸

کورنیو چارو وزارت او کابل ښاروالۍ د ترافیکو د صلاحیتونو د انتقال هوکړه وکړه


د کابل د ترافیکو د عمومي مدیریت د خدماتي صلاحیتونو د انتقال هوکړه‌لیک، د کورنیو چارو وزارت او کابل ښاروالۍ ترمنځ لاسلیک شو.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت دغه هوکړه‌لیک د همغږۍ د رامنځته کولو، په کابل ښار کې د موټرو د ګڼې ګوڼې د مخنیوي او د ښاري ټرانسپورت په برخه کې د غوره خدماتو د وړاندې کولو په هدف، د کابل له ښاروالۍ سره لاسلیک کړ.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر ویس احمد برمک د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لړم ۰۸» د دې هوکړه‌لیک د لاسلیک پر مهال رسنیو ته وویل چې د دې هوکړه‌لیک له مخې به د کابل ښار خدماتي ټرانسپورتي مسؤلیتونه د کابل ښاروالۍ ته وسپارل شي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر ویس احمد برمک
د کورنیو چارو سرپرست وزیر ویس احمد برمک

ښاغلي برمک وویل:

"د دې پروتوکول هدف دا دی چې د کابل ښار د ماستر پلان په حدودو کې د ترافیکو مدیریت یو شمېر خدماتي مسؤلیتونه، د کابل ښاروالۍ ته انتقالېږي چې کوم منفي لیدلوری نه‌لري."

ښاغلی برمک وايي چې د کابل د ښاروالۍ په مشرۍ به یو ګډ پلاوی له دې پروسې نظارت کوي.

دا هوکړه‌لیک په داسې حال کې لاسلیک کېږي چې د کابل ښاریانو د موټرو د ګڼې ګوڼې له امله، د سړکونو د بندېدو په وړاندې شکایت کړی او ویلي یې دي چې تر دې دمه د کابل ښاروالۍ او د ترافیکو مدیریت نه‌دي توانېدلي چې دې ستونزې ته رسېدنه وکړي.

د دوی په وینا، د موټرو د زیاتې ګڼې ګوڼې له امله، د سړکونو بندېدو خلکو ته تنفسي او چاپېريالي ستونزې هم پیدا کړې دي.

له دې وړاندې د کابل ښاروالۍ ویلي وو چې پر سړکونو د موټرو د ډېرې ګڼې ګوڼې د مخنیوي په هدف به د ۱۳۹۷ لمریز کال تر پایه، د مټرو بس دوه خطونه هم جوړېږي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر وايي، دا پروسه به له کابل وروسته، په نورو ولایتونو کې هم عملي شي.

له دې ټولو سره د کابل ښاروالۍ د کابل په ټرانسپورتي سیستم کې ستونزې مني او وايي چې د لنډ مهالو برنامو په پلي کولو به په دې برخه کې لازم اصلاحات راولي.

د کاري ظرفیتونو لوړول، د کابل د ترافیکو په تشکیلاتو کې اصلاحات راوستل، د کابل د ترافیکو پر قانون کار کول او د جوازسیر سیستم الکټرونیکي کول هغه برنامې دي چې د ښاري ټرانسپورت د بهتر کولو په هدف‌يې د کابل ښاروالۍ تر لاس لاندې لري.

د کابل سرپرست ښاروال عبدالله حیبیب زی
د کابل سرپرست ښاروال عبدالله حیبیب زی

د کابل سرپرست ښاروال عبدالله حیبیب‌زي د دې هوکړه‌لیک د لاسلیک پر مهال وویل:

"یو شمېر صلاحیتونه د کابل ښاروالۍ ته انتقالېږي او د ټرانسپورت د دغه سکټور مشري د یوه بورډ له لارې ترسره کېږي او د دغه بورډ په رأس کې د کابل ښاروال او یو شمېر نور کسان دي، زه باور لرم چې د دې پروتوکول په لاسلیک سره به، د بورډ فعالیتونه پیل شي چې له مخې به‌يې د کابل ښار په ټرانسپورتي خدماتو کې د پام وړ ښه‌والی راشي."

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې یوه غړې نجیبه حسیني وايي چې د دې هوکړه‌لیک لاسلیک یوه نوې تجربه ده او کېدای شي چې ‌ډېر ژر په کابل ښار کې د موټرو د ګڼې ګوڼې د ستونزې مخه ونیسي.

اغلې حسیني وویل چې د سړکونو تنګوالی، د ترافیکي قوانینو نه‌مراعتول، له ترافیکي قوانینو څخه د موټر چلوونکو ناخبري او د امنیتي مسایلو له مخې، د سړکونو بندول هغه ستونزې دي چې د کابل ښاروالۍ او د ترافیکو مدیریت باید ورته ژر رسېدنه وکړي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG