د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۳

په افغانستان کې د ټرانسپورتي او ترانزيټي ستونزو پر حل د ټرانسپورت وزارت ټینګار


د افغانستان د ټرانسپورت وزارت چارواکي په هېواد کې ټرانسپورتي ستونزې مني او د یادو ستونزو د هواري د هڅو خبره کوي.

د دغه وزارت سرپرست حمید طهماسي دا خبرې د چهارشنبې په ورځ په افغانستان کې د ټرانسپورت او ټرانزیت د ملي ورځې په لمانځ‌غونډه کې وکړې.

نوموړي ژمنه وکړه چې له نوي پلان سره سم به ټرانسپورتي شرکتونه وارزول شي او د ښاري ټرانسپورت د ښه‌والي په برخه کې به هم جدي ګامونه واخیستل شي.

نوموړی زیاتوي:

"موږ په پراخه کچه د یو شمېر مهمو پروګرامونو په لټه کې یو چې په دې کې د ټرانسپورتي شرکتونو ارزول، د لویو لارو د امنیت ټینګښت، د ښاري ټرانسپورت ښه‌والى، د عوایدو د راټولولو په برخه کې د شفافیت ټینګښت، په بندرونو کې د کمپیوټري سیسټم جوړول، د ټرانسپورټ د یوه انسټټیوټ جوړول، د کورنیو او بهرنیو پانګونو جلبول او له ګاونډيو او سیمه‎ییزو هېوادونو سره پر ټولو ټرانسپورتي او ترانزیټي موافقو بیا کتنه شاملېږي."

د ځینو احصائیو له مخې په افغانستان کې ۹۸ سلنه ټرانسپورتي فعالیتونه د خصوصي شرکتونو له‎خوا ترسره کېږي.

خو دا مهال د پلازمېنې کابل په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې د یوه منظم ټرانسپورتي سیستم د نشتوالي له امله ګڼ شمېر خلک له ستونزو سره مخ دي.

تر کورنیو جګړو مخکې په دغه هېواد کې یو منظم ټرانسپورتي سیستم په ځانګړي ډول د ښاري ټرانسپورت په برخه کې موجود و، خو د جګړو په کلونو کې د نورو برخو تر څنګ دا برخه هم اغېزمنه شوې ده.

په دې وروستیو کې یو ځل بیا د یاد برخې د رغولو په برخه کې د هڅو او اقداماتو خبره کېږي چې تر ټولو نوې او تازه‌یې په کابل ښار کې د یو مټرو بس جوړول دي.

په افغانستان کې د ټرانسپورت او ترانزیټ د ملي ورځې په مناسبت د مشرانو جرګې د مواصلاتو کمېسیون مرستیالې ګلالۍ اکبري غونډې ته په وینا کې د ټرانسپورت وزارت له مسؤلینو وغوښتل چې د ټرانسپورتي ستونزو د هواري لپاره اړوندو ارګانونو سره په همغږۍ کار وکړي.

نوموړې وايي:

"کومې ننګونې چې د دغه وزارت او ټرانسپورتي شرکتونو د کارونو په مخ کې دي باید په ګډې همغږۍ ورته د هواري لارې چارې پیدا شي، د ستونزو د هواري لپاره تر اوسه دولت کوم ګام نه‎دی اخیستی، که موږ ټرانسپورتي بیمه ولرو، دوی کولای شي چې په لوړ سټنډرد کار وکړي، د هېواد په لویو لارو کې د شوکو او اخاذیو له زیاتوالي اندېښنې ورځ تر بلې زیاتېږي او شرکتونه له ګڼو ستونزو سره مخ کړي."

افغانستان په دې وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول ایران او پاکستان سره هم د ټرانسپورتي او ترانزیټي ستونزو د هواري په هدف یو شمېر تړونونه لاسلیک کړل، خو ویل کېږي چې لا هم ستونزې پر ځای پاتې دي.

د اقتصادي چارو کارپوهان له دې دلې تاج محمد اکبر، افغان دولت ته سپارښتنه کوي چې د ترانزيټي او ټرانسپورتي ستونزو د اواري لپاره د يوې فعالې ډيپلوماسۍ له لارې جدي هلې ځلې وکړي تر څو په‎دې برخه کې شته ستونزې هوارې شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG