د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۱

د طالبانو د مالیې او عشر و زکات ټولولو سیستم؛ شنونکي او کاروباریان یې څنګه ارزوي؟


د افغانستان د مالیې وزارت ودانۍ - تصویر له ارشیفه
د افغانستان د مالیې وزارت ودانۍ - تصویر له ارشیفه

د نړۍ ټول دولتونه له استثنا پرته د خپلو خلکو له عوایدو څخه مالیه اخلي او په مقابل کې د عامه خدماتو په وړاندې کولو مکلف دي.

طالبانو د تېر جمهوري نظام پرمهال چې د حکومت او بهرنیو ځواکونو پرضد یې جګړه کوله د یوې وسلې ډلې په توګه عشر او زکات راټولاوه. هغه مهال دوی د شرعي نظام خبره کوله او مالیه یې حرامه بلله، خو نژدې دوه نیم کاله مخکې پر افغانستان له واکمنېدو وروسته واکمنو طالبانو مالیه د خپل نظام د چلولو لپاره د عوایدو مهمه برخه وګرځوله.

د پوهنتون استاد او د اقتصادي چارو شنونکي دوست محمداحمدزي د جمهوري نظام او د طالبانو د حکومت د مالي تګلارو د توپیر په اړه آزادۍ راډیو ته وویل:

" د افغانستان اسلامي جمهوریت له مالیاتي عوایدو پرته د اسلامي اقتصاد د اصولو مطابق عشر او زکات د خپلو عوایدو په سرچینو کې نه شمېرل، خو اوسني حکومت یا اسلامي امارت د مالیاتو ترڅنګ عشر او زکات هم اخلي او د دې لپاره یې د کرنې او مالدارۍ وزارت په چوکاټ کې یو مستقل کمیسیون هم رامنځ ته کړی چې د کرنې وزارت د مسوولانو په وینا یوازې تېرکال یې د عشر او زکات له آدرسه یو میلیارد افغانۍ راټولې کړي او په یوه ځانګړي حساب کې یې جمع کړي خو د دوی په وینا دا پیسې پر بیوزلو، کونډو، یتیمانو او معلولینو او مدارسو ویشل کېږي."

د غزني یو اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې افشا شي وايي چې‎ طالبان څنګه د کلیوالو سیمو له خلکو عشر اخلي.

د افغانستان یوه کرونده - طالبانو له کروندګرو د عشر و زکات ټولول زیات کړي چې نیوکو سره مخ دي
د افغانستان یوه کرونده - طالبانو له کروندګرو د عشر و زکات ټولول زیات کړي چې نیوکو سره مخ دي

هغه زیاتوي:

"طالبان په ډېرو سیمو کې له خلکو د عشر او زکات د ټولولو لپاره خپل منظم ټیمونه ګومارلي چې په سیمو کې له بزګرانو او هغو کسانو څخه چې په وړو صنایعو کې بوخت دي د عشر او زکات ترنامه لاندې پیسې ټولوي."

مالیه د معاصرو دولتونو ځانګړنه ده خو عشر او زکات که څه هم د اسلامي اصولو مهمه برخه ده په معاصره حکومتولۍ کې دود نه دي.

د اقتصادي چارو شنونکی خان زمان امرخیل وايي د طالبانو حکومت لاهم د مالیاتو د اخیستو په برخه کې د پخواني دولت معاصر قوانین پلي کوي.

امرخېل زیاتوي:

" په افغانستان کې لاهم د جمهوریت د وخت قوانین چیلېږي او یوازې په ځینو برخو کې چې دوی (طالبان) دیني توجیه نه ورته لري د هغه لپاره غواړي چې په دیني قوانینو یې د دین مطابق ومني. خو تراوسه پورې کوم سیسټمونه چې دي هم د جمهوریت د وخت دي. د مثال په توګه د ګمرکاتو او عوایدو په برخو کې چې کوم سیسټمونه دي او مالیاتي قوانین پخواني قوانین دي چې له هغو څخه تراوسه پورې استفاده کوي."

په عین حال کې د هېواد له بېلابیلو سیمو څخه داسې شکایتونه رارسېږي چې د طالبانو حکومت د پرځېدلي جمهوري نظام پرتله د مالیو کچه لوړه کړې ده.

ښاغلی امرخېل وايي د طالبانو حکومت باید پر خلکو مالیات د هغوی توان ته په پام سره وضع کړي.

د ده په وینا، په مالیاتو کې عدالت او شفافیت یو مهم نړیوال اصلی دی.

موږ په دې اړه په کندهار، میدان وردګو او کندز ولایتونو کې له هټیوالو او کوچنیو کاروباریانو سره خبرې کړي.

محمدنسیم په کندهار کې د یوې مطبعې مالک دی. هغه وایي:

" زما نوم محمدنسیم دی او د دې مطبعې نوم عرفان اسلامي مطبعه ده. کاغذ چې پخوا ډېر ارزانه و، د هېوادوالو لپاره ډېره اسانه وه چې شیان یې ترلاسه کول ځکه چاپ او نور شیان ډېر ارزانه تمامېدل. اوس په دې خاطر ګران دي چې مالیات لوړ دي. موږ له دوکانونو ډېره مالیه ورکوو. یوازې د یوې لوحې مالیه موږ ته په کال کې درې نیم زره افغانۍ راځي. دوی وايي چې تاسو دا لوحه دلته نصب کړې ده نو باید موږ ته درې نیم زره مالیه راکړئ."

د میدان وردګو او کندوز څو اوسېدونکي چې نه غواړي په راپور کې یې نومونه یاد شي د مالیو له لوړېدو څخه سر ټکوي.

یو شمېر افغان کاروباریان: کاروبار خراب شوی، خو مالیه لوړه شوې چې وس یې نه لرو
یو شمېر افغان کاروباریان: کاروبار خراب شوی، خو مالیه لوړه شوې چې وس یې نه لرو

یو تن په دې اړه وایي:

"کاروبار نه شته او دولت ته مو هم د دوکانونو لپاره عریضې وړاندې کړې چې زموږ مالیې راټیټې کړي. هغه دوی نورې هم لوړې کړې."

یوبل کس هم د نوم نه خپریدو په شرط وایي:

"کرایه هم لوړه ده او مالیات هم ډېر لوړ دي په بازار کې سودا هم نه کېږي. دوکانداران نه شي کولای چې کرایه پوره کړي. د دې کرایې توان نه لري. دوی دا اوس کرار ناست دي نه سودا شته نه کاروبار."

یو بل غږیدونکي کس ازادي راډیو ته وویل:

"مالیات مو سږکال ډېر لوړ پرې کړل. د تېرو کلونو پرتله ډېر لوړ وو. تېرکال او وړم کال او په تېر دولت کې مو که د یوه دوکان پرسر کله ۱۴ زره، کله ۱۲ زره او کله لس زره مالیه ورکوله، سږکال موږ یولک او شل زره، یولک او لس زره یا اتیازره مالیه ورکړې ده."

دا مالیې ولې لوړې شوې؟

آیا د طالبانو حکومت په مالیو کې زیاتوالی راوستی؟ د طالبانو د حکومت او تېر جمهوري نظام په مالیاتي سیسټمونو کې توپیر شته؟ د اقتصادي چارو شنونکی ښاغلی احمدزی یې داسې پرتله کوي او وایي:

"د مالیاتي سیسټم یا د مالیاتو د راټولولو له پلوه ډېر توپیر له جمهوري نظام سره د اوسني حکومت نه شته. د افغانستان اسلامي جمهوریت هم د عوایدو په راټولو کې د مالیاتو له متزاید سیسټم یا Progressive income taxes څخه کار اخیست او طالبان هم له همدې سیسټم څخه کار اخلي. د دې سیسټم له مخې څومره چې د افرادو عواید لوړېږي په هغه اندازه یې مالیات هم زیاتېږي."

د ملګرو ملتونو د یوه وروستي راپور له مخې، د طالبانو حکومت د کورنیو عوایدو کچه لوړه کړې. د کورنیو عوایدو یوه لویه برخه مالیات دي، خو خلک شکایت کوي چې د کوچنیو کاروباریانو لپاره د مالیاتو اوسنۍ کچه ملا ماتوونکې ده.

د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

خلک په عین حال کې دا غوښتنه هم کوي چې د طالبانو حکومت دې د مالیاتو د راټولولو لپاره یو واحد سیسټم جوړ کړي؛ داسې چې یا دې عشر واخلي او یا دې د نړیوالو عصري سیسټمونو په اساس مالیات راټول کړي.

XS
SM
MD
LG