د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۱

د بند امیر پارک ځینې هوټل لرونکي او دوکانداران: کاروبار مو اغېزمن شوی


په بامیان کې د بند امیر ملي پارک یوه څنډه
په بامیان کې د بند امیر ملي پارک یوه څنډه

د باميانو د بند امیر ملي پارک په سيمه کې ځینې هوټل لرونکي او دوکاندارن وايي، وروسته له هغه چې طالبانو دغه پارک ته د ښځو په ورتګ بنديز ولګاوه، کاروبار يې ډېر کم شوی دی.

د بامیانو ولایت د بند امیرپه ملي پارک کې ځینې هوټل لرونکي او دوکانداران وايي، دې تفریحي سیمې ته د ښځو پر تګ له بندیز وروسته د دوی کاروبار بیخي کم او حتی صفر ته نېږدې شوی دی.

له دې ډلې قدسيه نويد چې د بند امير ملي پارک د ښځو په بازار کې یې لاسي صنايع پلورل، ازادي راډيو ته وويل چې دوکان یې تړلی دی.

هغې وویل: "زه په بند امیر کې د لاسي صنایعو دوکان لرم، دوه اوونۍ کېږي چې زه بند امیر ته تللې نه یم. کله چې مېرمنې منع وي او سیلانیان او مسافر نه راځي، دا سل په سلو کې اغېز لري، پلور کم شوی او هېڅ نه شته. ټول توکي د بامیان خلک نه اخلي، کله به چې له نورو ولایتونو څخه خلک راتلل، اخیستل یې. "

نوروز هم چې بند امیر ته پر لاره یو هوټل لري، د خپل کاروبار د پیکه کېدو په اړه کیسه کوي.

د بندیر امیر پارک یوه څنډه
د بندیر امیر پارک یوه څنډه

هغه زیاتوي:"هغه عاید چې مخکې مو درلود، اوس صفر ته رسېدلی، موږ خپل کارکوونکي کم کړي او اشپز مو هم ځواب کړی دی، نور ایله یوه یا دوې اوونۍ د کار کولو په خاطر مقاومت وکړو."

دوی وايي، د بند امیر په پارک کې د ښځو پر تګ له بندیز مخکې یې کار ښه و.

ځینې هغه کورنۍ هم چې بند امیر ته یې د تګ نیت درلود، وايي، له بندیز وروسته له خپلې پرېکړې په شا شوي دي.

د کابل اوسېدونکې ماه جبین وايي، کورنۍ یې بند امیر ته د تګ پرېکړه کړې وه، خو په دې تفريحي سيمه کې د ښځو پر تګ د بنديز له امله يې د کورنۍ ټولو غړو له تګ څخه ډډه وکړه.

هغه وایي: "موږ پرېکړه کړې وه چې بند امیر ته په چکر لاړ شو، کله چې زموږ نارينه‌وو وليدل چې بند امیر د ښځو پر مخ تړل شوی، نو نارينه‌وو هم له تګ څخه ډډه وکړه او ویې ويل، کله چې تاسې نه شئ تللای، موږ هم نه ځو."

د کابل ښار يو بل اوسېدونکی سردار محمد وايي، پخوا به له خپلې کورنۍ سره مېلې ته تلل، خو زیاتوي چې اوس د طالبانو د محدودېتونو او اقتصادي ستونزو له امله تفريحي ځايونو ته نه شي تللای.

هغه وویل: "موږ ښه تفریحي ځایونه لرو؛ لکه پغمان، بابر بڼ، باغ بالا، بامیان، سروبي، جلال اباد، دا ټول د تفریح ځایونه دي چې موږ به له خپلې کورنۍ سره ورتللو، خو اوس چې له یوې خوا بندیزونه لګول شوي او له بلې خوا جیبونه خالي دي، د ډېرو خلکو لېوالتیا کمه شوې ده."

د طالبانو حکومت د روان کال د وږي یا سنبلې میاشتې په پیل کې د بامیان ولایت بند امیر ملي پارک ته د ښځو پر تګ بندیز ولګاوه.

د طالبانو د حکومت د امرباالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست محمد خالد حنفي د وږي په څلورمه نېټه په باميان ولایت کې یوې غونډې ته وويل چې په تېرو دوو کلونو کې ښځو اسلامي حجاب نه دى مراعت کړی او له همدې امله نور نه شي کولى چې بند امیر ته لاړې شي.

د طالبانو د حکومت د امرباالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست محمد خالد حنفي
د طالبانو د حکومت د امرباالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست محمد خالد حنفي

د امرباالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست د طالبانو له ځواکونو او د بامیان له اوسېدونکو وغوښتل چې د دغه بندیز په تطبیق کې همکاري وکړي.

د طالبانو دغه بندیز له پراخو غبرګونونو سره هم مخ شو.

بند امیر چې په ۲۰۰۹ کال کې ملي پارک ونومول شو، په دې وروستیو کې ګڼ شمېر کورني او بهرني سیلانیان د تفرېح لپاره ورتلل.

په وروستیو څو میاشتو کې له بېلابېلو ولایتونو څخه ډېرې کورنۍ د خپلو کورنیو له مېرمنو سره د تفریح لپاره د بند امیر ملي پارک ته تللې، چې هلته څه موده ښې شېبې ولري، خو دې پارک ته د ښځو په ورتګ له بندیز لګولو وروسته دا خوښي هم له هغو کورنیو څخه اخیستل شوې ده چې دې تفریحي سیمې ته یې ورتګ اراده درلوده.

د یادونې ده د طالبانو له دویم ځل واکمنېدو وروسته ښځو او نجونو پر وړاندې له شپږمو ټولګیو پورته تر پوهنتونه د هر ډول زده کړو دروازې بندې شوي او دغه شان په ډېری دولتي او ټولو نا دولتي ادارو کې د دوی په کار بندیز لګېدلی دی.

د دې ترڅنګ له ښځینه حمامونو، تفریحي پارکونو او لوبغالو ته له تګ او له شرعي محرم پرته له اوږد واټن سفر څخه هم منع شوې دي.

XS
SM
MD
LG