د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۸

د چمن پرلت دوام؛ " که د پاکستان حکومت مو غوښتنې ونه مني، د نه خوړو اعتصاب پیلوو"


د پرلت یو شمېر ګډونوال
د پرلت یو شمېر ګډونوال

په چمن کې د روان پرلت مسوولان وايي د پاکستان ملکي او پوځي چارواکو یې غوښتنو ته لا هم پام دی کړی.

د پرلت یوه مشر غوث الله ویلي وو چې ۵۰ کسان به د جنورۍ له شلمې په چمن کې د ملېشه ځواک د مرکز مخې ته د نه خوړلو اعتصاب تر هغو روان ساتي چې د پاکستان حکومت د پرلتوالو غوښتنې نه وي پوره کړي، خو داسې ښکاري چې دغه اعتصاب لا رسماً پیل شوی نه دی.

د چمن پرلت وياند محمد صادق اڅکزي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، دوی له پوځي او ملکي چارواکو سره مذاکرې وکړې، خو نتیجه یې ورنه کړه.

اڅکزي زیاته کړه:

" زموږ دا وخت ۱۰۰ ورځې پوره کېږي، کله چې یو څوک ۱۰۰ ورځې په احتجاج وي او غټ لاریون هم په کې وشي، خو له هغې سره- سره مو څوک غږ نه اوري. له پوځي مشرتابه، والي (ګورنر) ایالتي چارواکو او مرکز سره مو مذاکرات شوي دي. حتی څوک ځواب هم نه راکوي."

په چمن کې د روان پرلت، چې نن یې درې میاشتې پوره شوې، یو بل ګډونوال محمد ولي وايي د پرلت له کبله د چمن دروازې تړل کېدو په دواړو اړخونو کې خلک او د تجارتونو خاوندان زیانمن کړي دي.

هغه زیاتوي:

" د دې زیان تر کابل او اسلام اباده پورې رسېدلی دی. څومره چې زموږ سر پرې خلاصېږي. که خدای کول دوی به دا دروازه ایله کوي. نور دوی هم دا نه شي زغملی او د چمن ولس هم نور صبر نه شي کولی. ځینو کسانو ځانوژنه وکړه، اوس خلکو ته سوال کول هم نه پیدا کېږي."

یاد شوی پرلت د زرګونو کسانو په ګډون له درېیو میاشتو راهیسې دوام لري
یاد شوی پرلت د زرګونو کسانو په ګډون له درېیو میاشتو راهیسې دوام لري

په چمن کې د روان پرلت چې نن یې درې میاشتې پوره شوې، یو بل ګډونوال محمد ولي وايي د پرلت له کبله د چمن دروازې تړل کېدو په دواړو اړخونو کې خلک او د تجارتونو خاوندان زیانمن کړي دي.

هغه زیاتوي:

" د دې زیان تر کابل او اسلام اباده پورې رسېدلی دی. څومره چې زموږ سر پرې خلاصېږي. که خدای کول دوی به دا دروازه ایله کوي. نور دوی هم دا نه شي زغملی او د چمن ولس هم نور صبر نه شي کولی. ځینو کسانو ځانوژنه وکړه، اوس خلکو ته سوال کول هم نه پیدا کېږي."

په چمن کې د تګ راتګ دروازې ته څېرمه په زرګونو پرلت کوونکي د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۲۱مې راهیسې د احتجاج په ډول ناست دي او غوښتنه لري چې پر دې دروازې له پاسپورټ او ویزې پرته تګ راتګ وکړای شي.

مخکې پاکستانیانو په پاکستاني شناخت کارډ او افغانانو په افغاني تذکرې پر دې دروازه تګ راتګ کولی شو.

پرلت کوونکي وايي چې د پاسپورټ او ویزې شرط د زرګونو خلکو کار روزګار اغېزمن کړی دی.

د پاکستان مرکزي او د بلوچستان ایالتي حکومت تر اوسه د پرلتوالو د نه خوړلو اعتصاب د اعلان په اړه څه نه دي ویلي خو وړاندې یې دا غوښتنه رد کړې وه چې ګواکې د پاسپورټ او ویزې شرط دې ختم کړل شي.

د بلوچستان د اطلاعاتو سرپرست ایالتي وزير جان محمد اڅکزي تېره دوشنبه په کوټه کې په يوه خبري غونډه کې وویل چې له افغانستان سره د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او وېزې شرط په سختۍ سره عملي کېږي او هېچا ته له دې اسنادو پرته د سفر اجازه نه شته.

د بلوچستان د اطلاعاتو سرپرست وزیر، جان اڅکزی
د بلوچستان د اطلاعاتو سرپرست وزیر، جان اڅکزی

د چمن تر څنګ پاکستان افغانستان ته پر تللو نورو لارو لکه تورخم، غلام خان او انګور اډې هم ورته شرايط عملي‌کړي دي. مخکې د یوې موافقې له مخې باروړونکو موټرو له ویزې او پاسپورټ پرته تګ راتګ کولی شو.

تورخم دروازه پرون د اتمې ورځې په مخه هم د بار وړونکو موټرو پرمخ تړلې وه چې له کبله یې سوداګر او کار و باریان سخت اغېزمن شوي دي.

ویل شوي، چې د طالبانو له لوري هم په ځوابي اقدام کې د افغانستان له لوري پاکستان ته د اوښتونکو باروړونکو موټرو مخه نیول شوې ده.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ په دوام پرون د کونړ په سرکاڼو ولسوالۍ کې د طالبانو وسلوال د پاکستان له سرحدي ځواکونو سره د څو ساعتونونو لپاره په وسلواله شخړه واوښتل، خو د مرګ ژوبلې په باب څه نه دي ویل شوي.

په کونړ کې د طالبانو یوه امنیتي مسوول ازادۍ راډیو ته ویلي چې نښته د پاکستاني ځواکونو له خوا پر ډیورنډ کرښه د یوې نوې پوستې جوړولو پر سر پیل شوه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG