د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۴

له پاسپورټ او ویزې پرته افغانستان سره پر تګ راتګ ټینګار؛ چمن کې د اعتراضونو څلورمه اوونۍ


د اعتراضونو یوه څنده
د اعتراضونو یوه څنده

د پاکستان د بلوچستان ایالت په چمن ښار کې د سوداګریزو ټولنو، سیاسي ګوندونو او د خلکو پرلت د څلورمې اوونۍ لپاره هم دوام لري.

دوی خبرداری ورکړی، که یې د پاکستان حکومت غوښتنو ته پام و نه کړي، دوی به جدي اقدامات وکړي.

د دغه پرلت يوه تنظيموونکي عبدالمنان د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وويل، دوی پرېکړه کړې چې په اسلام اباد کې به له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره خپلې غوښتنې مطرح کړي.

هغه د خپلو راتلونکو اقداماتو په اړه وویل:

"موږ په مطبوعاتي کنفرانس کې پرېکړه وکړه چې د نومبر له شلمې نېټې وروسته به د دوو هېوادونو ترمنځ لویه لاره بنده وي، موږ د ټرانسپورټ ټولو څانګو ته هم خبر ورکړی چې خپلې اړتیاوې تر یادې نېټې پوره کړي، ځکه له یادې نېټې وروسته چا ته پر دې لاره د تګ راتګ اجازه نه ورکوو."

اعتراض کوونکي وایي، که غوښتنې یې ونه منل شي، جدي اقدامات به وکړي
اعتراض کوونکي وایي، که غوښتنې یې ونه منل شي، جدي اقدامات به وکړي

یو بل اعتراض کوونکي صادق اڅکزي د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دوی د پاکستان له حکومت څخه د خپلو غوښتنو د ترلاسه کولو په برخه کې جدي دي.

اڅکزی زیاتوي:

"تر اوسه زمونږ هېڅ کار نتیجه نه ده ورکړې، نن ۲۵ ورځې پوره شوې چې پرلت ناست دی، خو زمونږ ستونزې لا هم نه دي حل شوي، موږ سخت پرېشانه یوو. نن علي وزیر هم راغلی و، دا داسې سیاسي خلک نه دي چې څوک به یې راوګرځوي. "

د بلوچستان په چمن ښار کې پرلت چې ۲۵مې ورځې ته داخل شوی، تنظیمونکي یې وايي، د پاکستان حکومت تر اوسه د دوی غوښتنو ته پام نه دی کړی.

دا پرلت د پاکستان د حکومت لخوا د چمن او سپین بولدک ترمنځ د سفر په مهال د پاسپورټ او ویزې درلودلو د شرط پر ضد شوی.

د ازادي راډيو د مشال څانګې د راپور له مخې، د چمن انتظاميې د نومبر په لومړۍ نېټه په ډیورنډ کرښه د راتېرېدو په خاطر د پاسپورت او ویزې شرط حتمي کړ.

له پاکستانه د افغان کډوالو اېستل لا هم روان دي
له پاکستانه د افغان کډوالو اېستل لا هم روان دي

د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي تر دې مخکې د دې پرلت له غړو غوښتي و چې خپل احتجاج ودروي او له حکومت سره دې خبرو ته کېني.

د سوداګرو ټولنو او سياسي ګوندونو دغه پرلت د اکټوبر په ۲۱مه پيل کړی او له چارواکو غواړي چې د پخوا په څېر د چمن او سپين بولدک تر منځ په دروازه کې هغو کسانو ته د تګ اجازه ورکړي، چې پاکستاني پېژندکارتونه او د افغانستان تذکرې لري.

دوی وايي، د سوداګرۍ او تګ راتګ په برخه کې له افغانستان سره پر کرښه د ویزو او پاسپورټونو درلودلو شرط نه مني او د دوی په وینا له دې پروسې سره به د سیمې زرګونه کسان بې کاره شي.

په پرلت کې د سوداګرو تر څنګ هغه لاس ګاډو ولا هم ګډون کړی چې د چمن او سپین بولدک ترمنځ د خلکو، بیکونه او مالونه وړي راوړي .

پرلت کوونکي وايي، تر هغو به خپل پرلت ته دوام ورکړي، چې غوښتنې يې نه وي منل شوي.

XS
SM
MD
LG