د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۷

له زندانه په ضمانت د منظور پښتین د زر خوشې کېدو احتمال


تصویر له ارشیفه، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر: منظور پښتین
تصویر له ارشیفه، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر: منظور پښتین

په اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد محکمې په دوو قضیو کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور پښتین ضمانت منظور کړی، او د هغه د وکیلانو په خبره، ښايي ډیر ژر له زندانه راخوشې شي.

د پښتون ژغورنې د غورځنګ یو مخکښ غړي ادریس پښتین د ازادي راډیو مشال څانګي ته نن د( ډیسمبر ۲۶ مه) ویلي، د ترهګرۍ ضد محکمې کې قاضي ابوالحسنات محمد ذوالقرنین په دواړو قضیو کې د ښاغلي منظور ضمانت منلی دی.

د هغه په خبره، قاضي په دواړو قضیو کې د ضمانت په توګه د ۶۰ زره پاکستاني کالدارو د جمعه کیدو غوښتنه کړې ده.

د ښاغلي ادریس په خبره، دوی د ضمانت لپاره ټول اسنادونه برابر کړي او د قاضي لاسلیک ته په تمه دي.

هغه زیاته کړه، قاضي اوسمهال د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران او د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د قضیې د اوریدنې لپاره د اډیالي زندان ته تللی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د بندي کېدو پر ضد د پاکستان په ګډون د نړۍ به بېلابېلو هېوادونو کې د هغه پلویانو اعتراضونه کړي
د پښتون ژغورنې غورځنګ د بندي کېدو پر ضد د پاکستان په ګډون د نړۍ به بېلابېلو هېوادونو کې د هغه پلویانو اعتراضونه کړي

له دې وړاندې د منظور پښتین د قضیې اوریدنه د قاضي د نه وزګارتیا له کبله ځنډلی وه، چې د دې غورځنګ پلویان پرې ناخوښه وول.

پر منظور پښتین تور دی چې د پاکستان د پوځ پر ضد څرګندونې کوي.

ښاغلی پښتین د ډیمسبر پر څلورمه د بلوجستان د پولیسو له خوا په چمن کې هغه مهال ونیول شو چې د بلوڅانو په پرلت کې د ګډون لپاره له خپلو پلویانو سره روان وو.

د چمن پولیسو ویلي وو، منظور پښتین يې ځکه نیولی چې ساتونکو يې پر پولیسو ډزې کړې دي، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ بیا دا تور ردوي او وايي، پولیسو د پښتین پر موټر ډزې وکړې او د دوی په خبره، چې نښه يې په کې له ورایه ښکاري.

د غورځنګ پلویانو د ډیسمبر پر پنځمه د پاکستان په بیلابیلو ښارونو کې لاریونونه پیل کړل، خو په ځینو سیمو کې لاریون کوونکو ته د لاریون اجازه ورنه کړل شوه.

XS
SM
MD
LG